د شمال سفر او د پښتنو ستونزه شپاړسمه (۱۶) برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله  احمدزی
په سباه سهار د شبرغان ښار منځ کې د نوی جامع مسجد د جوړیدو ځای ته ورغلو هغه مو له نږدې ولیدو او د هیت لخو  ا ورسره د ترمیم په برخه کې مالی مرسته هم  وشوه بیا د شبرغان ښار په څنډه کې له روغتون څخه مو لیدنه  وکړه  له

روغتون او  داکترانو او خدمت  کوونکو سره  يې  هم  یو څه اندازه  مالی  مرسته  وشوه  مالی  مرشته  وشوه او د زرداد  لخوا  شخصآ له وتلی او تجربه کار جراح  داکتر موسی  وردک سره  ځانګړۍ  مالی  مرسته  وشوه او  ویل  کیږی  چي  کله  موسی وردک د کابل په غرب کې له عبدالعلی مزاری سره  اوسیدو  دده  د کورنۍ  لپاره  زرداد  مالی مرسته او  خوراکی توکې ورلیږل او کله به چي داکتر موسی وردک چهاراسیاب ته تلو نو د ترانسپورټ  او حفاظت  لپاره  يې  د  زرداد  شخصی  ګاډی  او ساتونکي  ورکول  کیدل  او کله چي د کابل غرب کې  ددولت  او  حزب  وحدت  تر منځ  جګړی  شدت  پیداکړی  وو نو داکتر موسی  وردک  له  زرداد مرسته  غوښتۍ  وه  چي  کورنۍ  می  د  لوګر طرف  ته  وباسی  همغه  و  چي  زرداد ګاډی  ورلیږلې  وو او  دده  کورنۍ  يې  چهاراسیاب  او  بیا  له  لوګر څخه  د الوتکۍ  په  ذریعه  مزار شریف  ته  ولیږدوله
دروغتون له  کتلو نه  چي  فارغ  شوو بیرته  میلمستون  ته راغلو  سباه  ورځ  د  سرپل  ولایت  د  سیداباد  د سیمۍ څخه یو غټ شمیر کې پښتانه مشران د  جنرال عبدالچریک  په  نوم  د  لوآ  له  یو قومندان  سره  راغلل  جنرال  چریک  آصلآ  له  عرب  قوم  پوری  تړلی  ؤ خو په  سیداباد  سیمه  کې  بانفوسه  کس و په پښتو  ژبه  دومره  مسلط  و چي فکر کیدو له  نسل نه  پښتون  ده  پدۍ  ولایت  کې  د  قوت ، نفوس ، افتصاد  له  مخۍ  تر  ټولو  قوی  کس  د غفار  پهلوان  په  نوم  یو کس و  چي  د  جنبش ملی  د  ننه  له  رسول  پهلوان  سره ملګرتیا  ته  ژمن او  وفادار و او  جنرال  چریک  د دوستم   پلوی  و  چي  د  جنرال  دوستم   د  ورور  قادر  دوستم  تر حکم  لاندی  يې  کار کولو ، دوي هم  ټوله  ورځ  تیره  کړه  او  بیا  د  مازیګر له  مخۍ  رانه  رخصت  شول همداسی په سلسله وار ډول  د  خواجه  دوکو، آندخوی ، آقچه ، سنګچارک ، میمنه ، شرینتګاب ، بلخ  ولسوالی ، شلګری ، دولت اباد  او ........... سیمو  څخه  مشران  د  هرکلی  لپاره  راغلل  . چي  دا شپه  تیره  شوه  نو سباه  ورځ  له  ماسپښین  نه  وروسته  د  شبرغان د ښار په  منځ  کې  د  د  جنبش  ملی  مقر ته  لاړو  هلته  مو  بیا  له  جنرال  دوستم  او یو  شمیر مسؤلینو  سره  ولیدل  د ښاغلی  زرداد  لخوا  جنرال  دوستم  ته  یو  قلم ، لونګۍ  او  یوه  وړه  رادیو  د  سوغات  او  ډالۍ  په  حیث  ورکړل  شوه  په  مقابل  کې  د ملی جنبش  مشر ترینه  ډیره  خوښۍ  وښوده ، موږ  له  ځان  سره  تقریبآ  د اویا(۷۰) مشرانو  لپاره  ډول  ډول  تحفه  له  ځان  سره  وړې  وې  او هلته  مو مشران  ته  ډالۍ  کړی، د جنبش  په  مقر کې  مو  یو  ځل  بیا  د  ټولو مشرانو د همکاری  راجلب کړه او بیا د خپل آستوګنځۍ په طرف  ترینه  رخصت  شولو د شپی له مخې محترم  جمعه خان همدرد هم  راورسیدو (همدرد صیب  ته  موږ احوال  ورکړی  و  چي  څو  ورځی  وروسته  دی  راشی نو ځکه د وعدۍ  بر خلاف  څو  ورځې  وروسته  يې  تشریف  راوړ)  ټول  په  ګډه کښیناستو ما خپل  نوټ او یادداشت  پوره کړ د  ماسخوتن  له  مخۍ  مخابیری  ته  لاړم او د  شهادت  اخبار ته  می  ورولیږل او  بیرته  میلمستون  ته  راغلم ، زرداد  ټول هغه  لیکونه  مخۍ ته  غوړولئ  وو چي  له  بغلان  ولایت  د  پښتنو  مشرانو  لخوا  ورته  لوګر ته  ورلیږل  شوي  وو او د هغو د  کلیو او سیمو  په هکله  يې  له  همدرد  صیب  نه  لا زیات  معلومات  وغوښتل  یو لیک چي ما ولوستلو داسی يې لیکلی وو ( د توری او د سپر خاوند  ډګر جنرال  زرداد  فریادی  زموږ غم وخوره ، موږ  دی  قوم  یوو ، موږ  پشتانه  یوو ، موږ  خپلو کلیو او بانډو  ته  د  کودتا  له  پیل  او تر نن  پوری  نه  یوو  لاړ ، ښادیو او غمشریکیو کې ګډون  نشو  کولاي هیله  دی  چي  تاسو  د حکمتیار صیب  همکاری  راجلب  کړۍ  خپله  تاسو  راسره  پالنه  وکړئ ) د لیک په اخر کې د  ډنډ غوری  د سیمۍ  یو  قومی  مشر او د حزب اسلامی د قومندان  ملا علم  لاسلیک  او نوم   لیکل  شوی  و ، ښاغلی ملاعلم  د طالبانو په حکومت کې له طالبانو سره ملګری شو او اوس په  موجوده دولت  سره  کار کوی  په  تیرو  څو  کلونو  کې  تر وژونکو  بریدونو لاندی  هم  راغلی  او څو ورځې  د  مخه  يې  د وزنۍ  په  موخه  ځانموژونکي  هم  کور ته  ورغلی  وو چي  دده  د ساتونکو او آمنیتی  ادارو  لخوا  له  منځه  یوړل شول ، پداسی  حال  کې  چي  زرداد  د  ډګر جنرال ترفیع  نه  درلوده  حزب اسلامی  ورته  د  تورنجنرال  رتبه  ورکړی  وه.
 همدا  ډول  تقریبآ  دولس ۱۲ لیکونه  به  وو ،  فیصله  مو  وکړه  چي سباه سهار به  انشالله  بلخ  ولسوالی  ته سفر کوو او له  هغه  ځایه  به  بیا  د  بغلان  په  طرف  خوځیږو د ماسخوتن  له  لمونځ اداکولو  وروسته  څوک  د  استراحت  کوټو  ته  لاړل او ځینی لا ناست  وو .
نور بیا
نصرالله  احمدزی