مینه او تعصب:عبدالملک پرهیز

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کله ګوري سړی هر څه د تعصب په ړندو سترګو
ليدی نه شي څوک ريښتیا په رڼا ورځ  په رڼو سترګو
یاران لاړ شي بیګانه شي لارې بېلې په هر خوا  شي
سړی مخ آړۍ له دوسته  د تعصب په ړندو سترګو
سړی غواړي چې یاران وي ټول دده په اند او فکر
زغمی نه شي د نور خلکو ښه اند په  تنګو سترګو
په دوی بد لږي نور ژبې ، نور رنګونه ، توکمونه
تل ځوریږي له تعصبه هر زمان په جنګ د  سترګو
پرمختګ ته غاړه نه ږدي ځي همیش په زړو لارو
تل ځوریږي له نوښته په نه زغم د ورانو سترګو
 زېږوي دوی هر قدم کې تل غمونه کړاونه
چې شي ورک مینه اوپوهه د غفلت په تورو سترګو
خو چې فکر شي آزاد د تعصب له تور زندانه  
سړی وینې ټول وګړي په یو رنګ په ښکلو سترګو
زړه آزاد له تربګنۍ شي رخه ورکه له وجدانه
ښایسته وي ټول رنګونه چې راځی مینه تر سترګو
مینه راشي ځاله وکړي د انسان په روح اوتن کې
چې دنیا ته سړی ګوري د اخلاص په پاکو سترګو
تن شي مینه، روح شي مینه ټول اندونه ډک له  مینې
څوک صفا کړي خپل اندونه له تعصب په ښکلو سترګو
تل مني سړی هغه خلک چې ريښتنی بې ریا وي
مینه هغه ستر طاقت دی جوړوي صفا د سترګو