موږ یو واحد ملت یوو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله  احمدزی
هغه ورځ  په لندن کې  د انګلستان د صدراعظم  ددفتر د عمومی دروازۍ مخامخ  تقریبآ څلویښت کسان رټول شوي وو  د لیبیا ملی بیرغ او شنه بیرغونه يې د څادر په څیر آغوستی  او هم  يې  لاسونو  کې  نیولی  و نو  ماته  يې د۲۰۰۱ یو کال

  هغه  وخت  رایاد کړ چي د  لندن  په  زړه  کې   یوه  ستره  مظاهره  ترتیب  شوۍ  وه  چی  هغه  وخت   په  افغانستان  باندی  د  امریکا  او د متحدینو  لخوا  يې  د برید  تیاری  نیول  کیدو  دغو  مظاهرچیانو  پر افغانستان  د برید  مخالفت  کولو  ډیره ستره مظاهره  وه  بی بی سی  پښتو څانګه  او امریکا  غږ  راته  ویلی  و چي د  مظاهری  له  ځایه  بیا  راسره  د  مظاهرۍ  حال  شریک  کړه  نو کله چی هلته ورسیدم  څلور کسان دوستان هم راسره وو بی بی سی ته می زنګ وواهه خو دومره شور و چی هیڅ خبره نه اوریدل کیده  بیا می لږ وروسته بیا زنګ وواهه ویل يې چي زموږ همکار هم د مظاهرۍ ځای ته در ورسیدو  او هغه له حاجی امانیار سره لیدلی ( حاجی امنیار د شو ښه شهرت خاوند ډیر تولنیز شخصیت و او د حزب اسلامی متعهد و) الله ج دی  جنتونه  ورکړی  اوس  په  حق  رسیدلی ، هغه ورځ چي ما وشمیرل  موږ  اولس (۱۷)  کسان  افغانان  هلته  موجود  وو .
دغو لیبیانو  د قذافی او هغه  ټوټه  انسانانو  عکسونه  لاسونو  کې  نیولی  و چي  لیبیا کې  هره  ورځ  د قذافی  تر  پرزیدو راورسته  وژل  کیږی ، زه هم ورغلم د لومړی وزیر ددفتر چي لسم نمبر ډاؤنینګ سټریټ یادیږی عمومی دروازی سره ودریدم ډیر لاروی ولاړ و ددروازی تر مخ پنځه پولیس له تومانچو سره عادی حالت کې ولاړ و او یو کس لږ شاته له یوۍ وړۍ ماشینګڼس سره ولاړ و یو نیم عکس مو هم واخیست ، مظاهرچیانو د لاسی لاسډپیکر په واسطحه  نارې  وهلی تاسو قاتلان يې لوټماران  يې ،  زموږ  وطن  مو  وران کړ، زموږ  تیلو پسی راغلی ېې ، سرو  زرو  پسی راغلی  یې ، لیبیایان  یو  واحد  ملت  دی ،  لږ  وروسته  نور  پولیس  هم  راغلل  د مظاهرچیانو ته  نږدی  ورغلل  خبری ۍې  هم  ورسره  وکړې  نور  يې  کوم  عکسلعمل  ښکاره  نکړ  خو مظاهرچیانو خپل ځان  ورو ورو  شرمینده  کړ  کوم  پنځلسو۱۵ کسانو سیګرټ  ولګول  او په  ډانس  يې شروع  وکړ  چا خندل او چا غورزي  وهل  ، پولیسو هم  خپل  منځ  کي  پسپسک شروع کړ چي کومه خاصه غوښتنه نلری هسی  ساعتیری  کوی .  زه هم  پوه شو چی کومه خاص غوښتنه نلری بس پخپله  مخ  تیر راوان  شوم  خو ځان  سره  می  ویل  څومره  وروسته  پوهیږو چي  موږ  یو  واحد  ملت  یوو  همدا  زموږ  حال هم  ده  نه  یوازی د لیبیا د خلکو ، دغو ځوانانو بیا هم ملی غیرت درلود د قذافی عکسونه يې اوچت نیولی  وو خو موږ  بیا  داسی  بې مسوولیته کسان لرو  چې  د  خمینی عکسونه  د  کابل  په  کوڅو کې  راځوړندوي او د هغه  ستاینه  کوی .
نصرالله  احمدزی