انتخابات او د حزب اسلامی ناسمه پریکړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصر الله  احمدزی
حزب اسلامی په پاکستان میشتو سیاسی ګوندونو کې یوازینی ګوند و چي د انتخاباتو غوښتنه  يې  کوله ،شعار  يې  او خپله  ددي  ګوند  د  ننه  هم  له  کله   کله  ټاکنې  تر سره  کیدۍ هغه وخت به  ډیرو کوچنیو کم نفوسه تنظیمونو هم  د انتخاباتو مخالفت کولو

او یا به يې ویل چي که  د  ټاکنو له لارۍ انتخاب ته غاړه کیږدو نو معلومه  خبره  ده  چي حکمتیار يې  ګټوونکئ  دی نو ځکه په انتخاباتو تاکید کوئ ، ځینې مشرانو به ویل انتخابات حرام  دی خو نن همغه د حرامو دریځ والا هم ټاکنې منئ او هغه کمزوری هم وايې چی انتخابات د زعیم د ټاکنی یوازینی باانصافه تګلاره ده ، ځینی سیاسی څیري او یا د ښاغلی حکمتیار مخالفین اوس په دی نظر دی چي حزب اسلامی اوس کمزوری شوي دې په هغه پخوانی قوت او مستې کې نده  پاتی  خو ددي هرڅه د پاسه د حزب اسلامی  دریځ  همغه  څه  دۍ  کوم  چي  دیرش کاله  پخوا پیښور کې  و اوس هم په ټاکنو باور لری واقیعآ ولس ته د رایه ورکولو حق ښه لاره ده که هره ډله د ازدادی او ملی جګړۍ کې د ولس په ملاتړ ډاډ لری نو باید ولس ته د انتخاب حق هم  ورکړی  نه  داسی  چی  قربانی  تل  ولس  ورکړۍ او اقتدار کې  د ولس  رایه  مردوده  وګڼل  شی .
د حزب اسلامی له لوري انتخاباتو کې د ګډون  پریکړه د رایه ورکونکو په نفع او د حزب اسلامی لپاره دا ثابتوي چي دوي د مبارزۍ لپاره په ټولو لاروی چارو غور کوي نه یوازی  نظامی  ډګر پیژنی خو په غټه سطحه هم د ولس لپاره ، هم د حزب اسلامی  د  تکلاری  لپاره او هم  د انتخاباتو  د کامل  مشروعیت  لپاره  ډیر بیځایه او ناسمه  پریکړه  ده  دا  د حزب اسلامی د سیاسی کمیټۍ نابریالی سیاسی اقدام ګڼم ځکه ښاغلی داکتر غیرت بهیر په داسی وخت انتخاباتو کې د حزب د ګډون خبر ورکوئ چي هم د رایه ورکوونکو او هم د کاندیدانو د ثبت پروسه ډیره پخوا تر سره شوۍ ده نو حزب اسلامی څنګه له خلکو غواړي چي ټاکنو کې ګډون  وکړئ او د ولایتی شوراګانو لپاره د نیک شهرت لرونکی کسان ورمعرفی کړي او د ریاست جمهوری لپاره د یو ښه شهرت لرونکی کاندید ملاتړ وکړې ، دا هم لا څرګنده  نده  چي دا  د سیاسی کمیټه  پریکړه  ده  او که  د  حزب  د امیر او شورای ؟
ددی ګوند د سیاسی کمیټه د مشر له  قوله مطبوعاتو کې خبر نشر شو چي ښاغلی حکمتیار د یو لیک له لاری  له  ولایتی مسؤلینو غوښتنه  کړې  چي ټاکنو کې ونډه واخلی برعکس ټاکنی داسی ندی چي د یو لیک له  لارې  ولس  خبر شی  باید  په  پراخه  کچه  مسلسل اعلامیه او د شپی پاڼې  وویشل  شی ترڅو کلی  په  کلی ، کور په  کور خلک  خبر شی.
وسلام
نصر الله  احمدزی