ع.شريف زادد ما ليي و زير( عمر زا خيلوال) که د رياضي ښوونکۍ واى نو ټول زده کوونکي به ېې د ستر مشکل سره مخامخ واى ځکه نوموړي په ډير ه زغرده ،تيزه بڼه اقتصادي ترم باندې ګړيږي دا به
ېې هم له داکتر داود يار څخه زده کړي وي.د ا فغا نستان د قضا ياو مخ بله بڼه ځانته غوره کړې ده چې د هرې قضېې محراق ډير ژور سوچ غواړي، پوهه غواړي او کرکتر، ميړانه غواړي او غيرت ، سوله غواړي او عزت، مسا وات غواړي او عدالت، زړه سوى غواړي او متانت، پاکي غواړي او طينت، او په هيڅ صورت دروغجن، تيروتونکى ، د پلمو څخه ډک د سياست ګوډئ نه غواړي.
رښتيا ! نوموړى په پښتو ګړىږي خو دومره ميليارد ،ميليارد، نهايت، معنا، شکل او ارزښت،قاغذ او کاغذ ېې وويل چې له ډيرې ساده خبرې څخه يوه څو مجهوله معادله جوړه کړه. مخکې له دې چې په بل سياسي ګام وغږيږو ايا دا خپله يو سيا سى ګام نه دى چې په خپله ېې هم کرو او هم ېې ريبو! ماته دده په سبا بل سبا لا بل سبا لاپه کې د پاکستان د معيو بانو په باره کې يوه ټوکه راپه ياد شوه وايي چې: د پاکستان پوليسو نه غوښتل چې دغه ړانده په کوڅو او واټونو کې له خلکو په خيرات/ ډوډۍ را ټولوله او د خلکو به مزاحم کيدل نو دوى ددې کار د مخ نيوې لپاره ړانده دې کار ته نه پريښودل. يوه ورځ يوش�
�ېر ړانده يوځاى شول او د خيرات په لټه کې له کوره ووتل . په دې شپه کې يوه کور ته ورسيدل او دروازه ېې ور وټکوله ګوري چې دا دپوليس کوردي پوليس وويل چې څوک ېې ؟ ړندو وويل مسافر دى ړندو په دې وخت کې د پوليس غږ وپېژاند نو له ډاره ېې په لوړ غږ او وارخطاېې ناري کړي : نن مو ډوډۍ نه ده خوړلې ،سبا ،بل سبا او که لا بل سبايي هم ونه خورو پروا نه لري . کله چې پوليس داخبره واوريده نو له ځان سره ېې وخندل او ړندو ته ېې څه ونه ويل. دا ډير اسانه کار دى چې د يوه ولس مسوليت سړئ په غاړه واخلي خو ډيره مهمه خبره داده چې د ولس غوښتنې وپېژني ،د بشپړ رسالت خاوند وي، ملي ګټو ته نه �
�وازې احترام ولري بلکه هغه د خپل نفس د ګټوپه مقايسه د خلکو خوښي او حق يو ستر مسوليت وګڼي. په اسلامي لحاظ د مساوات او عدالت پيرو وي. هرڅه په اټکل او خوشحال ډزو، لاپو او شاپو ونه سپاري چې بيا ډير اما تور، کمزورئ او په مجموع کې مسخره ښکاري. تاسې وګوري چې د ماليي وزير اوس غير دولتي موسسې او قرار دادونه محکوموي.هر څوک پوهيږي چې په ولس کې دغو ميلياردونو پيسوڅخه چا ګټه واخيستله؟ او څوک دې چې د هيواد سره لوبې کوي.؟.
دا د نيوکې او انتقا د خبره نه ده بلکې هغه واقعيت دى چې په تورو توفانونو کې درې لسيزې دغه مېړنئ ، مسلمان، مظلوم، بډو او فساد خوړلي ، جنګ او جګړو ځورولئ ولس بې له هيڅ ډول مالي مرستو خپلې شپې او ورځي ديوې ګولې مړۍ په تمه سباکوي.اوهغوى مونږ په يوه ناببره سياست کې لالهاند کړئ چې نه ېې پر سر پوهېږو او نه بر.
په درناوي