نصرالله احمدزی
د شبرغان ته تر رسیدو سره سم می په یادداشتونو لیکلو پیل وکړ په سباه ورځ د جنبش د مشر په موجودیت یوه غونډه ترتیب شوه پدغه ورځ يې د کیان ملیشو مشران منصور نادری او جعفر نادری هم راغوښتي وو ، انجنیر نسیم مهدی هم په دوهمه ورځ راغی غونډه کې په ډیرو څرګندو الفاظو
د هماهنګی شورای تر واک لاندی سیمو کې د پښتنو او نورو قومونو تر منځ لانجو باندی بحث وشو او زیاته توجو د بغلان ولایت ستونزو ته وشوه او واقیعآ هلته ډیر مشکلات موجود وو هغه وخت جنرال دوستم زموږ په حضور په ډیر قاطعانه ډول له منصور نادری وغوښتل چي له دي راغلو میلمنو سره پدۍ مسله کې حتمآ ډیره همکاری وکړه دا ناست خلک ټول په همدي نظر یوو چي دا ستونزه حل کړو ، په مقابل کې منصور نادری د همکارۍ ژمنه وکړه خو ویل يې ځینی تشویشونه شته او زما له خوا دوي ته دعوت ده چي پلخمری ته تشریف راوړي او بیا به هلته په هغو ستونزو خبری وکړو چي زه ترینه تشویش لرم په همدی مو توافق وکړ او د منصور نادری بلنه مو هم ومنله .
د غرمی ډوډی خوړولو ته بیا همغه سالون ته لاړو او له هغۍ روسته سره رخصت شوو او موږ د خپل استوګنځی په طرف وخوځیدو د ماسخوتن له مخۍ هم میلمستون له خلکو ډک و زموږ به سفر او د جنبش د مشرتابه او مسؤلینو لخوا تود هرکلی باندی هغه پشتانه ډیر خوښ وو چي د جنبش ملی سره يې کارکولو هغوي ویل چي کله هم د ملګرو ملتونو استازی دلته راغلی نو جنرال دوستم کله هم د هغه د هرکلی لپاره هوايي ډګر ته نده ورغلئ خو ستاسو لپاره يې ټوله شپه هواي ډګر کې تیره کړه .
سباه ورځ د پکتیا اوسنی والی ښاغلی جمعه خان همدرد له مزار شریف راغی هغه هم ډیر خوښ ښکاریدو د همدر صیب له جهادی سابقه سره هر څوک اشنا و نوموړی د بلخ په سیمه کې بانفوسه شخصیت و ، ښاغلی همدرد د قومندانۍ تر څنګ یو ښه قومی مشر هم و او په ناسته او ولاړه کې ډیر دروند او با وقاره شخصیت معلومیدو او دا می لومړی ځل و چي مخامخ می ورسره ناسته وشوه ، شپه يې همدلته میلمستون کې له موږ سره وکړه او سباه يې رانه په دۍ وعده رخصت واخیست چي دوه ورځې روسته به بیا راځئ او بیا به بلخ ولسوالی او مزار شریف ښار ته په ګډه ځوو موږ بله شپه هم همدلته وکړه زه د سهار له مخي د قوای هواي قومندانۍ ته لاړم لیکلی یاد داشتونه می د مخابیری له لاری د شهادت اخبار ته ورکړل ، ورځ تیره شوه او د ماښام له مخۍ د خنجانو نومیالی قومندان صوفی پاینده محمد ، له پلخمری څخه محترم نهضت یار صیب ، له تاشقرغان څخه ښاغلی مجید پاچا خان چي دۍ سیمه کې د روسانو له وخته د حزب اسلامی قومندان و ، او له سمنګان څخه محترم قومندان صیب ریس قاسم خان تشریف راوړ له ټولو سر مو مخامخ شناخت وشو دوي هم شپه راسره وکړه او هریو خپلو کلیو او سیمو ته د تلو بلنه هم راکړه او دوي هم د بیا بیا راتلو وعده وکړه . یوه ورځ جنرال دوستم په خندا سره صوفی پاینده محمد ته مخ کړ ویل يي صوفی پاینده ډیر مرد انسان ده دده له لاسه خنجانو کې موږ کاروان په آسانی سره ترینه نشو تیرولی ډیر مزاحمت به يې کولو .
له دغو محترمو وروسته د حرکت انقلاب اسلامی د ګوند د سمنګان ولایت یو پخوانی قومندان مولوی عبدالقدوس ستړی مه شی ته راغی دا وخت له ملی جنبش سره یو ځاي شوی و ، له مزار شریف د محاذ ملی قومندان اختر محمد ابراهیم خیل زموږ لیدو ته راغئ چي اوس له ملی جنبش سره یوځاي شوی و ، د حرکت د مولوی صیب محدنبی د تنظیم یو بل قومندان مولوی سالکزاد په نامه چی اوس له ملی جنبش سره یو ځای شوی و د لیدو لپاره راغی د شپۍ له مخۍ دوي په میلمستون کې پاتی نشول .