د شمال سفر او د پښتنو ستونزه څوارلسمه ۱۴برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله  احمدزی
د شپی له مخي د فاریاب ، سرپل او شبرغان ولایتونو څخه د ملی جنبش والیان ، قومندانان ،قومی مشران ،علما کرام ، نظامی او ملکی  مامورین ،ولسوالان او د ولایتی  شوراګانو مسؤلین شبرغان ته رارسیدلی وو

کله چي موږ د تفحصاتو له استوګنځی د باندی  ووتو د ونو لاندی  ډیره  ګڼه  ګوڼه  وه  هرې  خوا  ته  د سړکونو تر غاړي  موټر ولاړل وو  ددغه  میلمستون مشر جنرال  نواب نومیده  یو پښتون  و هغه  زموږ لارښونه  کوله  لږ  وړاندی  بلۍ  ودانی  ته  ننوتو  څو کتاره  لمیزونه  ترتیب شوي وو او هرۍ  خوا  ته  يې د ستړی مه شی لپاره راغلی خلک  ناست  وو چې  تقریبآ  دوه  سوه  کسان  به  وو له  ټولو سره مو جوړ تازه  وکړل  او هر یو  يې  په  نوم   رامعرفی  کولو ، موږ هم د لمیزونو تر شا چوکیو باندی کښیناستو یو قاری صیب  تلاوت  وکړ او بیا یو ازبک او بل پښتون مشر په نوبت سره  د لاډسپیکر له لارۍ هرکلی راته  وویل او شمال  ته  زموږ سفر يې  ډیر ګټور او د ملی یوالی لپاره يې ستره لاس ته راوړنه وبلله او بیا يې د هماهنګی شورای  له غړو تنظیمونو څخه  مننه  ادا  کړه  چي  د خپل  یوالی  په وجه  يې  ددۍ شورای  په جوړیدو سره  يې ستره  فتنه  شنډه  کړه او د افغانستان د ولسونو تر منځ  يې  د وحدت او نږدیکیدو نوی  باب  پرانیست  باید  دغه  ډول  سفرونه  لازیات  شی  تر څو غلیم  پوه  شی  چې  ټولو قومونه او ملتونه  یو افغان دی .
چاي او سهارنۍ  د  لمیزو  په  سر تیاره  شوه  هغه  مو  وخوړه  له  دی  وروسته  ښاغلی  زرداد  په خبرو پیل وکړ : اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته . د افغانستان د شمال ولایاتو د ولسونو محترمو نمایندګانو زه نن ډیر خوښ یم چي تاسو سره مخامخ  په داسی حال کې  خبری کوم  چي د تاسو ټولو په تندی  کې  د  خوښۍ  علایم  له  ورایه  ښکاری  زه او زما د سفر ملګري د شپۍ  ناوخته  شبرغان  ته راورسیدو او دا چې  زموږ هرکلی ته  خپله  دملی  جنبش مشر تر هواي  ډګر راغلی  و نو ویلی شو چي  زموږ د راتګ لپاره دلته اخلاص موجود دی  د کوم هدف لپاره چي موږ شمال ته راغلی یوو انشالله  هغه  به  تر لاسه  کوو ، زه  د جنبش  ملی  د  مشر او ستاسو  ټولو  څخه  مننه  اداکوم  چي  زموږ تود  هرکلی  مو  وکړ .
 ولسونه  ورورولی ته هیله  لری ، سوله  او روغی  جوړۍ  ته ، که  نن  دا  شورای  نه  وايې  نو   پوره  باور  وکړئ  چي  زه  او  زما  ملګری  هیت  شمال  ته  پداسی حالت کې  نشو راتللی  او نه  به  ددغه رنګین  لمیز تر شا  ګډه  ناسته  وه . محترمو زه د حزب  اسلامی  د یو  ټیټ رتبه  قومندان  په حیث ستاسو ترمخ  ولاړ یم  ، زه  شمال  ته  خپل  مشر محترم حکمتیار صیب  له  کوم  نظامی  پیلان  سره  د  تاسو خوا  ته  نه  یم  رالیږلی ، دا شورای  د  جنګ  د  خاتمی  لپاره  په  جنګی  حالت  کې  د یو ستر ملی ارزښت  د  ساتنې  په  مؤخه  جوړه  شوۍ  نو  نن  زه  د  تاسو  ټولو ښاغلیو  نه  هیله  کوم  چي  نن همدلته  ما سره د ملګرتیا  وعده  وکړئ  تر څو شمال کې  هغه  ستونزې  په  ګډه  حل  کړو  چي  له  تیر وخت  په  میراث  پاتی  دی ، هیله  دی  چي  داسی  وخت  ووینو  چي  د  استاد ربانی او د هغه د حکومت د ملګرو او د هماهنګی شورای تر منځ  هم  د  دا  ډول  ناستو شاهدان  ووسو دا  دی  د  طالبانو  په  نوم  نوۍ  ډله هم  وسلوال  ډګر کې  راووته  له ښکیلو  ډلو سره له خبرو  پیل  کیدو او منځګړتوب  د مخه  يې  په  تلوسه سره په  جګړۍ  شروع   وکړه  ، زه باور لرم که طالبانو د دریمګړیوو  لار انتخاب کړۍ  وايي نو شاید  تاریخ  يې  جوړ کړی  وايې  خو متاسفانه  ګورو چي  هغه  لار يې  ځان ته  وټاکله  چې  تاریخ  ته  ځان  ملامتوئ  دادی  نن  زه  له  شپږ  میله  ماشیندارو سره  شمال  ته راغلی  یم  خو که  د جنګ  د لارۍ  موږ شمال  ته راتلايئ  نو له یو ستر لښکر وسلوالو  په ملتیا  هم  شاید  نه  وايې  راغلی  تیره  شپه  زما ساتونکو  په  ارام  ډول  خوب  وکړ او ورته  ومی  ویل  چې  وسله  د  میلمستون مسؤلینو  ته  وسپارئ ، طالبان  خبر ندي  چي  له  جګړۍ  سوله  کې  ښه  مزه  پرته  ده  چي  ستړی شی  نو  بیا  به  یا سوله  ته غاړه  ږدي  او یا  به  معمیلګریو  ته  مخه  کوئ ، چي  خپله  سره  جوړ نشو  والله  که  هیڅ  پردی  زموږ  په  بهیدونکو  وینو  ماتم  وکړی . ومن الله  التوفیق
له دی روسته یو بل مشر خبرې وکړی هغه موږ ته  ډاډ راکړ چې  د شمال د ټولو ولایاتو سفر کې درسره ملګری یوو هم  به ازبکان  در سره  وی ،هم  تاجکان ،ترکمنان او هم  ددی سیمو پښتانه  مشران  د الله  به  مرسته  روغه  به کوو او پر مخ  به  بل ولایت  ته ځوو ، په  اوسنی  پارلیمان کې  د هلمند د خلکو استازی ښاغلی عبدالجبار  چې په  قهرمان هم  شهرت لری  همدلته  موجود  و او  زه يې له نوم سره اشنا وم خو مخامخ  می همدلته  ولیدو په  یوه میلمستون کې مو اوسیدو د سهار چای ، غرمه ناری او د شپی  ډوډی  مو تل په  یوه  دسترخوان  خوړه ،ښاغلی جبار ډیر خوږ مجلس کوی او ډیر مؤدبانه  برخورد لری .
بیا  زموږ  یو  بل  ملګری  انجنیر قدوس خبرې وکړئ هغه  زموږ د  سفر په هکله  يې  ناستو  خلکو ته  په  تفصیل  سره  معلومات  ورکړل  او  یوځل   بیا  يې  موجود  مشران  مرسته  ته راوبلل .
نور بیا
نصرالله  احمدزی