د شمال سفر او د پښتنو ستونزه دیارلسمه (۱۳) برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله   احمدزی
د هیت د هرکلی لپاره  د الوتکۍ  د  دروازۍ  تر څنګ  د ملی جنبش ځینی مشران او مسولین ولاړ وو چې د هغوي له جملي مي د څو کسانو نومونه  یاد  ته راځئ : د شمال د قول اردو سر پرست  ډګر جنرال

عبدالغفور وطن ،د قول اردو ریس ارکان ډګر جنرال حیدر خان ، د حیرتان د فرقه  قومندان  ډګر جنرال لعل محمد ، د  تشریفاتو مسؤل  سید  کامل  اغا  او د هواي  قواؤ لوړ پوړی  چارواکی  ډګر جنرال  حفیظ  پیلوټ  په  پوځی  یونیفورم  کې د درناوی مراسم  تر سره کړل  له یو او بل سره مو معرفت  وکړ او له  هغۍ  وروسته  په  لږ فاصله  کې  وړاندی لاړو  د  ترمینل  د  خامه  ودانۍ  تر څنګ  د سور رنګ  لرونکي  څو لینډکروزر ،یو تور بینز ډوله  موټر او دوه سر لوڅی  روسی  ساخت جیپ  موټرې  ولاړې  وې او د ملی جنبش د مشر جنرال  دوستم  شخصی  ساتونکي  يې  تر څنګ  ولاړ وو ، د  ودانۍ  مخ  کې  خپله  جنرال عبدالرشید دوستم  ببره  چپن  په  تن  زموږ هرکلی ته  يې ټوله  شپه  هواي  ډګر کې  تیره  کړی  وه  ولاړ و  ، ښاغلی  دوستم  پداسی  حال  کې  چي  خوله  يې له خندا  ډکه  په  پښتو  ژبه  په  لوړ غږ  ستړی  مه  شی  راکړه  او بیا  يې  ټولو سره  غیږ  په  غیږ  روغبړ وکړ  او  خپله  مخکې  او موږ  ورپسي  راوان  سولو  د  ننه  یو  وړوکئ  سالون  وو  هلته  چاي  وچه  میوه  او اوبه  د  لمیزونو  په  سر ایښی  وو  چې  کښیناستو لومړی ما  خپل  نوم  او  بیا  ما د هیت په  ترکیب  کې شامل  وروڼه  په  نوم  ورته  معرفی  کړل ، جنرال دوستم  ټولو سره  بیا ستړۍ  مه  شې تازه  کړه  خو د  خبرو  په  وخت  کې  يې  ډیره  پاملرنه  ښاغلی  زرداد  ته  اوښتې  وه  او خپل  موجود  جنرالان  او مسؤلین  يې  خپله معرفي  کړل او دا چې  جنرال حفیظ   د  لوګر څخه  و او موږ هم  د  لوګر وو  نو هغه  يې  ډیر وستایلو  او یو پوه  او تجربه  کار پیلوټ  په حیث  ورته  قایل  و  د خبرو  منځ  کې نا څاپه په  ازبکی  ژبه  یو کس ته  يې  څه  وویل  هغه  د  باندی  ووت  د الوتکۍ  پیلوټ  خواجه  صیب  او  نور همکاران  يې  سالون  ته  را  د  ننه  کړل  له  هغوي سره  يې  هم  ښه  تود  روغبړ  وکړ د  پیلوټ  خواجه  يې  ډیر توصیف  وکړ ، له هغه  يې مننه  تر سره  کړه  چي  په  داسی  حالت  کې  سفر کولو  ته  چمتو شو چي د مخه  هیڅ  پیلان  شوی  نه وو، دغه  پیلوټ  هم  د لوګر و او عمر  يې  هم  د  پنځوسو  کلونو  شا  او خوا  معلومیدو .
د  خواجه  پیلوټ  په  هکله  ویل  کیدل  چې  د  نجیب  د  حکومت  دوران  کې  يې  تیاره  د لوګر په  ساحه  کې  مجاهدینو  وویسته  په  لکۍ  يې اور  بلیدو  خو نوموړی  د کابل  هواي  ډګر کې  ښکته  کړه  او د  وخت  د  رژیم  مشر ډاکتر نجیب الله  خپله  هوايي  ډګر ته  ورته  راغی  غیږ کې  يې ونیوه  او ښکل  يې  کړ  او اور وژوونکو  د  الوتکۍ  اور تر کنټرول  لاندی  راووست ، نجیب ورته د تورنجنرالی  ترفیع  ورکولو  زیری  ورکړ خو  پیلوټ  خواجه  ورته  ځواب  کې  وايې  چې  نه  ریس صیب  جنرالی  نه  غواړم   د  پیسو  کمک  راسره   وکړه  نو داکتر نجیب  په  خندا  ورته  ځواب ورکوئ   ښه   سمه  ده  خواجه  صیب  پیسی  به  درکړم .
په هواي  ډګر کې  له  یو  څه  دمې  کولو  روسته  پداسی  حال  کې  د  شبرغان  د  ښار  په  طرف  وخوځیدو  چې  ښاغلی  زرداد  او جنرال  دوستم   ضد  مرمی  موټر کې  کښیناستل  او موږ  نور ملګري  د  جنرال  دوستم  په شخصی  دري  دانی  سور رنګ  نشان  ماډول  لانډکروزرو  نورو موټرو  کې  وختو او د  ښار په  خوا  مو حرکت  وکړ له  څو  کیلو  متره  سفر روسته  د  ښار دروازۍ  ته  ورسیدو د دروازۍ  شا  او  خوا  منظمه عسکری  قطعه  ولاړه  وه  په  سلامی  سره  يې  هرکلی  وکړ او لږ روسته  د تفحصاتو په  نامه  ځای  ته  ورسیدو  چې  دولتی  میلمستون  او د ځینی  مامورینو او د  ملی  جنبش  د غړو  کورنې هم  همدلته  اوسیدې  ، د ملی  جنبش  مشر  تر سهار موږ سره   ناست  و  یوه  پیاله  چاي  مو هم  غوړپ  کړ داچي  دوستم  لوړ تحصیلات نلری خو ددي   سره  سره  یو اغیزناک  جنرال  معلومیدو  ماته  داسی  احساسیده  چې زه  له  یو  پوځی  جنرال  سره  خبری  کووم  خو د  یونیفورم  له  پوښ سره  سره  دوستم  په  ملکي  چارو  کې  هم  ډیره  تجربه  درلوده  نوموړی  د  خپل  حالت  په  بدلون  کې  ډیر مهارت  درلود  له  موږ  سره  يې   ځان  دومره  کلیوال  کړ چي  فکر می  کولو  د  سنچارک  د غرنی  سیمی له  کوم  عادی  بزګر  سره   ناست   یم ،  چي  سهار شو  دوستم  وویل  تاسو  ارام   وکړي  د  ورځۍ  له  مخي  بیا  د  شمال  له  مختلفو  ولایاتو  نمایندګان  ستاسو  ستړی  مه   شۍ  ته  راځي  او  نور  له  موږ  څخه   رخصت  شو ، د سهار  لمونځ   مو  چي   وکړ  له  هغې  روسته  موږ هم  د  خپلو  استراحت  خونو  په   طرف  رهنماي  شوو .
نور بیا
نصرالله   احمدزی