نصر الله احمدزی
دوه ماشینه نظامی الوتکه په ناروښانه چراغونو هوا کې غنږیدله حتی د ننه هم پکې برقونه نه وو روښانه شوي زموږ له ډلي قومندان زرداد د پیلوټانو په غوښتنه مخکې کابین ته ورغئ هملته له همغوي سره په خبرو خبرو د شبرغان په طرف يې سفر ورلنډاؤ د الوتکۍ د الوت فضاء يې
دومره لوړه وه چې د اکسیجن د کمښت له امله مو غوږونو داسی بد درد شروع کړ چې ټول يې ورخطا کړو څه پیښه وشوه چې د ټولو په غوږونو درد شو نوره سوارلي هم وه هغوي هم شکایت کاؤ چې غوږونه مو درد کوی خو کله چې الوتکۍ بیرته د الوت فضاء راکمه کړه نو دردونه هم ورسره کمیدل .
فکر کوم چې د غزنی او بامیانو په سر يې پرواز وکړ د سفر په وخت کې موږ هم په نمبر سره مخکې کابین ته سر ورښکاره کولو چې د پیلوټانو ځای ووینو او څنګه په دی شپه کې لار وینئ دا زما دوهم سفر و چې طیاره کې تلم خو دا بیا ځکه ډیر جالب ؤ چې دا هم د پخوا په څیر نظامی وه د روسی قماز موټر په څیر کلک لرګین سیټونه يې درلودل ،تپه تیاره وه پکې خو د اکسیجن ستونزه ، له دوستانو سره ګډ سفر او هغه هم د رسمی بڼۍ په څیر ، له پیلوټانو سره ازادانه خبری ، ناسته پاسته لکه کلیواله حجره نو له توپیرونو ډک سفر ؤ، له پیلوټ سره یو کس ناست و نقشه يې ویړه کړۍ وه او پیلوټ ته يې ډاډ ورکاؤ چي سم راوان يې ، الوتکه چې کله صفحات شمال ته دداخیلدو په حال کې وه نو موږ ته وویل شول چې اوس د مزار شریف په ځاي به د شبرغان هوايې ډګر کې ښکته کیږو او پیلوټ هم په ډاډ سره برقونه روښانه کړل له یوڅه مزل وروسته د شبرغان د ښار په سر يې دوه دورې تاؤ راتاؤ شوه زه د پیلوټانو کابین ته ورغلم له مخکنینیو شیشو د شبرغان د ښار تت برقونه ښکاریدل او لږ وروسته په یوه تیاره دشته کې څو زیړ زیړ برقونو سترګکونه وهل او زموږ د سوارلۍ نظامی الوتکه پداسی حال کې ورنږدی کیږده چې د ملکۍ الوتکو په نسبت د ننه پکې ډیر شور او غرهاری و.
پیلوټ خواجه صیب وویل له خیره راورسیدو همدا د شبرغان هواي ډګر ده خو هغه څه چه زما په ذهن کې د شبرغان د هوايې ډګر په هکله انځور و متاسفانه هرڅه بل ډول او بدل وو ، الوتکه په درز سره ځغاستلیکۍ ته ورښکته شوه د میدان د ننه يې تر بل سره سفر وکړ چي بیرته راتاؤ شوه پیلوټ په مهارت سره د وړوکئ خامه ترمینل ودانی مخکې ودروله او د پیلوټ په شمول همکارانو يې په خورا درناوی سره موږ ته هرکلی وویل چې شمال ته ښه راغلاست موږ هم د متقابل احترام په خاطر ترینه مننه ادا کړه او د هیت لخوا پیلوټ او همکاران يې په نقدي جایزو ونازول شول او تر بیا لیدو مو ورسره مخه ښه وکړه ، او همدۍ وخت کې د الوتکۍ شاتنۍ دروازه خلاصه شوه د ښاغلی زرداد وسلوالو ساتونکو ددروازۍ خولۍ ته ځان ورسولو دوه تنه تر الوتکۍ ښکته شول او دوه تنه په دروازه کې یوۍ او بلې خوا ته ودریدل نورې سوارلي ته يې د نه کوزیدو وویل او دوه تنه وسلوال الوتکه کې د ننه په بره برخه برخه کې پاتی شول ، زموږ د هرکلی لپاره له راغولو کوربنو څخه یو تن الوتکۍ ته راوخوت او له سلامی نیولو سره سم يې ښه راغلاست راته وویل زموږ ټول وروڼه یو پر بل پسی له الوکۍ ښکته شول ډیر توند باد او شمال ؤ دا وخت تقریبآ نیمه شپه وه .
نور بیا
نصر الله احمدزی