نصرالله احمدزی
د ماښام له مخۍ د سفر ټول ملګري سره راټول شو هرڅه سم راوان وو دخیر دعا مو وکړه او له پلان سره سم زما په شمول څلور کسان دی ته وګمارل شول چي په کابل کې د ملی جنبش د عمومی مسؤل او نماینده جنرال همایون فوزی سره ووینو تر څو د الوتکۍ دراتلو وخت او شفر
سره معلوم کړو کله چي د چهاراسیاب له بازار د کابل خوا ته تیر شوو د عمومی سړک چپ لاس کې ستره کلا وه په دۍ کلا(کور) کې دجنرال فوزی د اوسیدو ځاي و، پیره دارانو خبر ورکړ او جنرال فوزی خپله د باندی راووت روغبړ مو سره وکړ او بیا يې دننه خپل دفتر ته ننویستو کوټه کې يې نسبتآ دکمزوری برق ترڅنګ ګیس هم رڼا و او فکر کوم چي برق يې له سولر لګولئ و ،چای راوړل شو او جنرال د ډوډی ست هم وکړ خو موږ ډوډی خوړلې وه او دا وخت تقریبآدشپۍ نهه(۹) بجۍ وې ،جنرال دشبرغان له هوای ډګر سره اړیکه ونیوله هغوي ورته وویل طیاره در راوانیږی میلمنو ته دی ووایه چي اماده اوسی بیا مو خپل منځ کې یو شفر سره انتخاب کړ چي(دچاي چیبر او پیالي )دا شفر هم زموږ له ډلي یو ورور انتخاب کړ او جنرال هم تاید کړ نو مشوره مو په دی راغله چې کله الوتکه پرواز راوکړئ د جنبش چارواکی به د واکی ټاکۍ مخابیری له لاری وايې چې چیبر او پیالې درسره راوړئ نو موږ به مخامخ دلوګر هوای ډګر ته ځان رسوو له دۍ وروسته مو جنرال سره مخه ښه وکړه.
هرڅوک دخپلو مخابیرو غږ ته منتظر و چي یو وخت د لس بجۍ به وې چي وویل شول الوتکه د هوا د خرابوالی له امله نشی درتلاي د سبا لپاره تیاری ونیسئ بیا دشپۍ له مخۍ قومندان زرداد له جنرا ل فوزی سره خبرې کړې وې هغه ددویم ځل لپاره خپله له جنرال دوستم سره خبره مطرح کړی وه بیا هغه(دوستم) خپله هوای ډګر ته حرکت کوی له پیلوټانو سره وینی اوپیلوټ خواجه محمد چي د لوګر و هغه پسی موټر لیږی له کوره يې هوای ډګر ته رارسوئ هغه چي له جریان خبریږی او خپله جنرال دوستم هوای ډګر کې وینی او ددوستم لخوا ډیر تشویق کیږی که د هوا حالت ډیر خراب نه وئ نو ښه به وی چي پرواز تر سره شی پیلوټ خواجه ټټر وهی چي هوا داسی هم خرابه نده چي پرواز نشی کیداي نو پریکړه کوئ چي چي دا سفر زه تر سره کوم ،له هغۍ وروسته فوزی ته اطمینان ورکوئ چي الوتکه درتلونکې ده موږ ته هم شفر راکړل شو او له خپلو ضرورت وړ کالیو او سامان سره دلوګر هوای ډګر ته وخوځیدو ،قومندان خوانی په نوم یو کس د لوګر د هوای ډګر مسؤل و له هغه سره کوټه کې کښیناستو چي کله دوه ماشینه الوتکه دلوګر فضاء ته راننوته غږ يې و خو چراغونه يې نه وو روښانه له دوه دری دورو وروسته ناڅاپه د هوای ډګر له خامۍ ځغاستلیکۍ درڼو برقونو دیوال راتاؤ شو او الوتکۍ هم خپل برق روښانه کړ او ځان يې ځمکه ته راکوز کړ چي کله الوتکه ودریده انجن يې غومبور واهه برقونه يې سمدستی بند شول او موږ د پک اپ موټرو په ذریعه ځان ورورسولو کله چې الوتکۍ ته وروختو همدۍ وخت کې داستاد ربانی د حکومت(چي له هماهنګی شورای سره لاس اوګریبان و) جیټ الوتکه راورسیده بمونه يې راوغورزول خو لیری ولږیدل او څو فیره داوراګانو مرمي هم رافیر شوې او د هواي ډګر نه په لیری واټن کې ولګیدې ،د هوای ډګر دامنیت مسؤل په بیړه الوتکی ته راوخوت او پیلوټ ته يې وویل موږ د ځغاستلیکۍ برقونه درته روښانه کوو ته په بیړه او عاجله پرواز وکړه پیلوټ ورته وویل سمه ده کله چي برقونوه روښانه شول له دی رڼاسره سم پیلوټ هم د الوتکۍ د مخۍ چراغ روښانه کړ او په ډیر قوت سره الوتکه داسمان په خوا پورته شوه.
نور بیا
نصرالله احمدزی