د تسلیت پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په  خواشینې سره  مو  خبر تر لاسه  کړ چې  د  افغانستان  د  فرهنګی  اسمان  له  ټټر نه  یو  بل  ستر ستوری  محمد صدیق پسرلی  راولوید  انالله وانا الیه راجعون . ځینی  داسې  وي  چي  تر خپل ځان محدود  وئ ، ځینی تر خپلۍ  کورنۍ  خو مرحوم  استاد  پسرلی  د  خپل  قلم  او

علم  په  قوت  سره  دا  حدود  او  پولې  ماتې  کړې  وې  د محدودیت  په ځاي  په  ټولنه  کې  ننوتی  او  مطرح  و نو  ځکه  نن  موږ هم  په  نالیدلو سترګو  ورته  د استاد  خطاب  کوو ، پدی هیله خپل رب  ته ددعا  لاسونه   لپه کوو  استاد  ته  بښنه  وکړی ، جنت الفردوس ورته  نصیب  کړی ،دده  کورنی  او مینه  والو ته  صبر ور نصیب  کړی ، دا  تشه  ډکه  کړۍ ،هیواد  مو  بیپسرلیه  نکړی ، دده زامنو ته  او کورنۍ  ته  توفیق  ورکړی  چې  د استاد  ارزښت  او بیطرفانه  فرهنګی  یون  روښانه  وساتی .
په اخر کې یوځل بیا  د مرحوم کورنۍ ته تسلیت وایو او ځان په دی غم کې ورسره شریک ګڼوو.
په درنښت
نصرالله احمدزی
۱۳/۰۱/۲۰۱۴