اسدالله پیام – ډنمارک
د ۲۰۱۳ددسمبر دېرشمه
تر هرڅه دمخه تاسو هریوه ته، چه دخپل ژوند اوکار دڅرنګوالی له مخې له عیسوی کلیزې سره تړاو لرۍ،دنوی کال درارسیدو په مناسبت تودې مبارکی وړاندې کوم او دزړه له کومې هیله لرم چه دا کال تاسو،ستاسو کورنیو او په ځانګړې توګه زموږ ګډ کور افغانستان ته د بنسټیزو اووښتنو اونیکمرغۍ پیغام له ځان سره ولری.
هممهاله دا دځان ژمنتوب او دنده ګڼم چه له ټولو هغو دوستانو اوخپلوانو څخه دزړه له تل نه مننه وکړم چه په کابل کی زما د خورا لڼډ یوې میاشتنی اقامت په بهیرکی یې پرما له اټکل نه خورا لوړې پېرزوینې او له مینې ډکې لورېینې څرګندې کړې چه سممهاله ما ته د نوو ارزښتناکو زده کړو او الهام سرچینې هم وې.
په کابل کی دوه اړخیزو او څواړخیزو ساسی لیدنو کتنو او همدارنګه د کلیوالو او ښاری هیوادوالو سره شخصی ناستو ولاړو له ما سره ددې مرسته وکړه چه د اټکلیزې او یا کتابیزې ارزونې او انګیرنې برځای د هېواد د روان بهیر او هم تر هغه ځایه چه زما دنیمګړې پوهې په وس پوره ده دنژدې راتلونکی په هکله یو نسبی روڼ انځور تر لاسه کړم.ددې انځور یوه برخه له هغو خبرو اترو او دهغو له پایلوسره تړلې ده چه دوطن ګوند دلویې هډانې په دننه کی ترسره شوې او یا ترلاسه شویدی چه دبین الحزبی مصلحت او ژمنتوب له مخې به په راتلونکی مناسب وخت کی په ډله ایزه توګه منعکس شی.خو دهمدې انځور بنسټیزه،ستره او غوره برخه له هغو بېړنیونویو سوالونو او دندو سره تړاو لری چه د یویشتمې پېړۍ جبر او د هېواد سل کلن تاریخ همدااوس اوس او د راتلونکی عیسوی کال په اوږدو کی دهروطنپال، سوچ لرونکی او ژمن افغان په وړاندې مطرح کړیدی،کوم چه زموږ داوسنی او راتلونکی نسل له برخلیک سره نېغې اړیکی لری.د ټولنې د څو پاړکیز انځور پر بنسټ،زما انګېرنه داده چه دا لاندې بنسټیزو سوالونو او ننګونو ته باید په«وفاق» او«اجماع» داسې عاقلانه ځواب پیداکړو چه تېرې تېروتنې مو تلافی او دسترو بدلونونو په موخه او لور موراتلونکی ډاډمنه کړی:
ـ غازی امان الله اوډاکترنجیب الله دورڅېرمه ځانګړیو لاملونو په توپیر،تکل وکړ چه د«دولت ـ ملت»جوړونې اوږدمهاله بهیرپیل کړی خودکورنیو او بهرنیوڅرګندوفکتورونو دآغېزي له کبله یې دبریالیتوب مخه ډب شوه،په ۲۰۰۲ کال کی ـ که دملی مشارکت بربنسټ(نه قومی،تنظیمی اوسهامی مشارکت) یو دولتی جوړښت را مینځته شوای وای ـ یوځل بیا ددې واقعي شونتیاوه چه همدغه اړین ملی آړته ورسیږو خو له بده مرغه رامینځته شوی او تپل شوی جهادی،مافیایی او سهامی ځواک نه یواځې داچه دهمدې موخې دپلی کیدو جوګه نه وو بلکه په خپله همدا واکمنی برلوی خڼډ بدله شوېده. خو دا هیڅکله هم پر دې مفهوم نده چه موږ ټول امکانات او چانسونه له لاسه ور کړیدي، زموږ ستر او د معجزو زیږونکي ولس له ډېرو تاړاکونو راوتلی او دسیاسی بلوغ پولی ته نژدې شویدی،زموږ سترې اقتصادی زېرمې دیوه ځواکمن ملی دولت دتاءسیس او پخیدو په بهیر ګی ټاکونکی رول لوبولای شی او خورا وتلی فکتور دافغانستان جیوپولیتیکی او جیو ایکونومیک نوی محوری موقعیت دی چه د یویشتمې پېړۍ برخلیک ورسره تړلی دی،همدغه خورا ټاکونکی عوامل دي چه راڅېرمه ګاوڼډي هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او ایران دلیونتوب او قمار تر کچې پوری هڅه کوی چه زمونږ ددولت – ملت جوړونی د پروسې مخنیوی وکړی.زما په اند که موږ دلمړی ځل لپاره د ۲۰۱۴ له یو له بل سره له تړلو معادلو سره دیوه بالغ او یوموټي ملت په توګه چلن وکړو او له جهادی،توکمیزو او انقلابی توهماتو راووځو(چه تر ډیره حده راوتلی هم یو) په بشپړ یقین اوپوره ډاد کولای شو چه ددموکراتیک الترناتیف له لارې ملی دولت تاءسیس او له هغه سره بلود د ملت چوړونې اوږدمهاله خو پېچلی بهیر پیل کړو.
ـ دوهمه بنستیزه او ځواب غوښتونکې پو ښتنه د جمهوری ریاست د ټولټاکنو مسله ده.زما باور خو دادی چه دغه ټولټاکنې به هم دپخوانیو او هم دراتلونکو ټولټاکنو په پرتله زموږ د هیوادپه تاریخ کی ځانګړی آغیز اوځای ولری.زما په آند کیدای شی همدغه زموږ د«تاریخی عطف» ټکی وی. له همدغه ځایه کیدای شی یوه بشپړ نوی پړاو ته «ګذار» وکړو. هغه «کارشناسان!!» او«تیوریسنان» چه حتی تر دا اوسه د انتخاباتو پر بدیلو «پروژو» اخته دی غواړې چه هیواد دتباهی یوې داسې لویې کندې ته ورټېل وهی چه بیا به هیڅ راوتلای نشی.د ټولټاکنو بایکاټ هم تر هر عنوان لاندې چه وی ناروا او له افغانستان سره دجفاپه مفهوم ده.
ما دخپل اقامت په ترځ کی دا باور تر لاسه کړ چه د هېواد دپرګنو غوڅ ډیرکی هم دټولټاکنو پلوی کوی او هم غواړی چه دخپلې ارادې پر بنسټ پکې ګډون وکړي. همدغې ارادې ته په درناوی او هممهاله دخپل وطن لوړو ګټو ته دژمنتوب له مخې دې ته اړیو چه داعلان شوو ۱۱نوماندانو په وړتیا او شوونتیا ژور سوچ وکړو او مناسب ترین نوماند ته دبریالیتوب امکانات برابر کړو.
تر هغه ځایه چه زه اټکل کولای شم دنوماندانو تر مینځ به یو جوړجاړی وشی او په غالب احتمال به محترم ډاکتر اشرف غنی احمدزی،محترم ډاکتر عبدالله عبدالله او محترم ډاکترزلمی رسول وروستیو سیالیو ته سره راووځي. ددې دریو نوماندانو د پلوی په کچه کی هم خورا ښکاره توپیرلیدل کیږی.دهیواد په کچه ددموکراتو روڼ آندوغوڅ ډېرکی اوغیرجهادی سوچ لرونکي پرګنې به دښاغلی احمدزی پلوی وکړی،مافیا،د اوسنی دولت مرکزی اومحلی یوشمیر واکداران اودجهادی مشرانو یوه برخه به د ډاکتررسول او ډاکترعبدالله پلوی وکړی،احتمالآ پاکستان،ایران،انګلستان او روسیه به هم خپلې افغانی پروژۍ دهمدغو دوو وروستیو نوماندانو په ګټه وکاروی.ډېرې داسې نښې لیدل کېدې چه امریکا،اروپا،ترکیه او هندوستان به دښاغلی اشرف غنی په بریالیتوب خوښ اوډاډمن وی.
زه دیوه ژمن افغان په توګه،پداسې حال کی چه هر یوه اعلان شوی نوماند ته دیوه افغان په توګه در ناوی کوم خو دوړتیا،شونتیا،کړنلارې اوارادې دڅرنکوالې له مخې یواځې په ډاکترصاحب اشرف غنی احمدزی کی دا ځواک وینم چه ددې تاریخی ګذار مشری په غاړه واخلی او دامان الله او نجیب الله په شان ددې سرلوړی هیواد په تاریخ کی خپل نیک نوم تلپاتی ثبت کړی.
ـ سیاسی بیا رغول شوی لوی ګوندونه هغه بنسټیزفکتور دی چه زموږ دهیواد په شرایطو کی دملت جوړونې دبهیر په پیل او پخوالې کی اساسی رول لوبوی اودملی دولت دبریالی جوړښت ضمانت کولای شی. خو هغه ګوندونه چه د جګړې او بنسټپالنې دلرلید پر بنسټ جوړ شوی وو او هم هغه پروژوی ګوندونه چه دبهرنیو سناریو ګانو د آزمایښت دافزارو په څیر پدې وروستنۍ لسیزه کی افراز شویدي نه یواځې داچه ددموکراسی له ترویج او پخوالې سره یې مرسته ونکړه بلکه له جګړې او بنسټپالنې بیزاره خلک یې په سیاسی پلورالیزم او دموکراسی بې باوره کړیدی.حتی هغه ګوندونه چه داحزابو دقانون د نوی تعدیلاتو وروسته راجستر او یا تجدید راجستر شویدی او وروستنی شمیر یی ۳۸ ته را ټیټ شوی دی یواځې د کاغذ او اینترنیت پرمخ موجود دی.هغه هڅې چه پدې وروستیو دووکلونو کی دلویو کوندونو دجوړیدو په تکل د«ایتلافونو»،«جبهو»،«اتحادونو»او«روڼآندیزوغورځنګو»تر نامه لاندې پیل شویدی عملآ بې پایلې او ناکامې دی.تر هغه ځای چه ماته را څرګندېده راتلونکی کال او ۲۰۱۵ کال به دهمداسی کوندونو دشتون روستني او دخدای په امانی کلونه وی.
ددې لپاره چه دغه ستونځه په بنسټیزه توګه لېرې شی او زموږ هیواد دژمنو،تلپاتو او باوری داسې لویو ګوندونو خاوند شی چه هم ددولتی اقتدار په لېږد او هم دملت جوړونې په پخوالې کی محوری رول ولوبوی، دا لاندینی اقدامات په ملی کچه اړین دی:
الف ـ راتلونکی منتخب دولت دې ته اړایستل شی چه د ملت لمنې ګوندونودجوړښت لپاره دسیاسی ګوندونو په قانون کی بنسټیز،شاخص لرونکي او دیمکراتیک تعدیلات راولی.
ب ـ منتخب دولت دې ته اړایستل شی چه په اساسی قانون،دانتخاباتو په قانون او همدارنګه داحزابو په قانون کی داسې تعدیلات راولی چه له مخې یې ددولتی اقتدار اخستل او لېږد دسیاسی کوندونو دسیاسی سیالی له لاری ممکن او قانونمند شی.
ج ـ موجود سیاسی ګوندونه او ځانګړی سیاستوال د علمی اقتصادی مودلونو پر بنسټ دسیاسی بیا رغونې داسی اقدامات بې له ځڼډه تر لاس لاندې ونیسی چه له مخې یې دڅلورو یا پنځو لویو ګوندونو تاسیس شونی وی.(دبیلګې په توګه کیدای شی چه دټولنیزلورې پالونکی مارکیټ «دعامه هوساینې ددولت موډل»، لیبرال مارکيټی اقتصاد،پر اسلامې انګیرنو ولاړ اقتصاد او پرمدرنو سوسیالیستی اساساتو ولاړ اقتصاد دهمدغوګوندونو دستراتیژیکو شاخصونو او بیلوونکوممیزو په توګه ومنل شی)
ـ اووروستۍ مسله داده چه دناتو او امریکا دځواکونو کلی یا قسمی وتل او له امریکې سره دامنیتی دفاعی تړون لاسلیک اویا نه لاسلیک به دافغانستان او سیمې په راتلونکی برخلیک باندې څه آغیزه ولری؟
موږ افغانان دې پوښتنې ته باید په سیاسی تعقل اوژور لرلید ځواب ورکړو،داسې ځواب چه په یوېشتمه پېړۍ کی زموږ له اوږدمهاله ملی ګټو سره سمون ولری. زه په دې آند یم چه په افغانستان کی دناتو او امریکې دشتون دموخو په هکله زموږ اکثره سیاستوال دتیرې پېړۍ دمحاسباتو او معادلاتو له مخې قضاوت کوې او له همدې کبله موږ هم له خپل ولس نه لار ورکوو او هم دسیمې هیوادو ته ناسم چراغ ورکوو او هم نړیوال موءثر دولتونه په تردد او بې باوری کی ساتو.زه پدې باوریم چه دامریکې او ناتو دراتګ اعلان شوی او نا اعلان شوی اهداف یو له بل سره خورا لوی او حتی متضاد توپیر لری.ډېره طبعی ده چه هیڅوک خپل نا اعلام شوی موخی هیچا ته نه په ډاګه کوی خو دسیاستوالو دنده او مهارت هم په همدې کی دی چه دغه موخې بوی او درک کړی،له خپلو نا اعلان شوو ملی ګټو او موخو سره یی پرتله کړې اوبیا له ملت سره یو ځای پریکړه وکړی.
ځکه نو دا اړینه ده چه په یوویشتمه پېړۍ کی هم دخپل هیواد، هم دامریکې او اروپا او هم دهند او ګاوڼډیانو دموخو، ګټو او اړتیاووپه هکله یو نوی نا اعلان شوی تعریف ولرو. زه بردې باوریم چه په نوی حالاتو کی دافغانستان،امریکې،له انګلستان څخه پرته اروپا او هندوستان یو له بل سره ورته او یا یو شان اوږدمهاله ګټې لرې او ددې پېړۍ په لمړۍ نیمایی کی یو بل ته ورته اړتیا لري. داچه همدا اوس او س پاکستان،ایران او په پټه کی انګلستان ناآرامه او وارخطا دی هم علت یې همدغه ټکی دی. داچه همدا اوس ښاغلی کرزی دماشومانو په څیر کله یوه بهانه او کله بهانه را مینځ ته کوی زه په بشپړ باور وایم چه دپاکستان او انګلستان پټ فشار او مکررو اخطارونو همدغه دریځ ته مجبور کړی دی،خوله خپل ولس څخه یې پتوی.
زه لا په دې آندیم چه که موږ وکولای شو دکابل ـ دهلی او واشنګټن دپارتنر شیپ مثلث وتړلای شواو داروپایی اتحاد دوستی او مرستې تاءمین کړای شو،په نژدیې راتلونکو کلونو کی ددې شوونتیاوی را مینځته کیږی چه افغانستان به په دې سیمه کی لمړۍ خبره کوی. داچه امریکا یا نور له نورو هیوادو یا زموږ له ګاوڼډیانو سره څه کوی زموږ لپاره بې توپیره ده.
ځنی نور ټکی می هم په ذهن کی وو چه له تاسو سره یې دبحث لپاره مطرح کړم خو داچه دا لڼډه لیکنه و ټاکلې موضوع ته هغه هم ستاسو سره دبحث لپاره وقف شوې ده نو هغه به یو بل وخت درسره ګډ کړم.
دپای د ټکي په توګه باید عرض کړم چه زه دخپل ولس په نسبی سیاسی بلوغ باوری شوی یم او له همدې کبله د۲۰۱۴ کال ننګونو ته، چه باید اټکل او محاسبه یی ولرو،نه یواځې اندېښمن نه یم بلکه تر ډېره حده ډاده یم چه نوموړی کال به د افغان ډېر کړیدلې ولس ته له ځان سره نوی اومثبت پیغامونه ولري.
په همدې هیله تاسو ټولو ته یو ځل بیا وایم چه نوی کال مونېکمرغه!!!