ع.شريف زاد
ډيرو کسانو له هيواد سره نه يوازې جفا وکړه بلکې هيواد ېې په کلکه سر د بر باديو ، نابوديو، نا امنيو، تباهيو او له تورو تيارو سره مخامخ کړ. د افغانستان ملي زعامت يي د کور شخصي مسله وګڼله او هر څه ېې چې په دې سترو ناپوهيو مخکې ته راغله بې له دې چې د خلکو سره ېې
شريکې کړي او ددې خاورې ملي امانت او حاکميت په نظر کې ونيسي د شلغمو(ټېپرو) په تول کې ېې هم حسا ب نه کړل. دا دوه معناوې لري يا د ملي کلمې په معنا او مفهوم نه پوهيږي او يا داچې خپلې ګټي او نفس ېې دومره ورته نژدې دى چې خپل ځان نه ويني. تاسې وګوري او له انصاف څخه ليرې مه ځي چپي ګوندونو هم د مليت ګراېې خبرې
کولې او د هغه وخت په خبرونو کې ډير زيات په ملي کلمه باندې را ګرځيدل او حتي تر دې پورې چې د خيبر فلم به ېې کله نا کله په تلويژن هم ښوده حال دا چې په دې فلم کې بيا بل ډول ملي روحيه پرته وه چې ددوى د تګلارى خلاف وه او په هيڅ ډول له ټولنې سره په تضاد کې نه واقع کيده. خو د زور اوبه تل په پېچومي خيژي او زور ور ته څوک ويلي شي چې ولې؟ بيا پا کستاني آى اس آى په راستيانوباندې دومره ملي کسان ووژل چې مثا لونه ېې د افغانستان په تاريخ کې هر چاته په ډاګه دى او چا به له وېرې په ځينو سيمو او برخو کې د ملي کله هم نه شواى اخستلاى هغوى دومره ماهر وه چې په اسلامي مفکوره کې څه
ډول د افعانستان خلک د مختلفو ډولو په نامه سره جلا کړل او د انګريزانو هيلې ېې دژبې ، قوم ، قوماندان او قوماندان بازي په نوم دلته تر سره کړې. داشو د هوسونو سيا ست او قدرت .
پاکستان د افغانستان په لانجه کې د دوه مخي توب تګلاري کې تل مخکښ دى ډير ښه پوهيږي چې افغانان څنګه يو دبل سره وا چوي او په دې لاره کې ډيره اوږده سابقه لري د هغه وخت شرايط يوې داسې مر حلې ته راورسيد ل چې چا حال نه شو ويلاى که حال به دې ويل نو د منصور په ډول په دار ېې خيژاوه! په افغانانوکې ډير داسې کسان شته چې انتقا د که ګټه هم ولري او اصلاحي برخه ېې ډيره زياته وى خو نه ېي مني او يو نوم ورته پيدا کوى خپل پريږدي او په بل پسې منډې وهي. زمونږ ټولنه کې ډير عجيب او غريب خلک وه په ډيرو غلطو تير وتلي وه او ډير تو فا نونه ېې دځانه سره دې خاورې ته په دې نوم اوهغه نوم ر
اوړل . په پښتو ژبه کې ويښ ډيره اوچته معنا لري او له دې کلمې څخه هم بايد د ملي کلمي په شان سواستفاده ونه شي او نه هغه يوازې په داسې کسانو وتپل شي چې تش په نوم ويښ وي . خو په رښتيا سره بيا په ويښ زلميانوکې داسې کسان وه چې هويت ېې معلوم وه، افکار ېې ډير ملي وه، پوهه ېې دنړيوالو خلکو په سطحه لوړه وه، ميړنې او غيرتمن خلک وه. عقايد ېې پاک وه ،له فساد او خرڅلاو نه ليرې وه او ملي هويت ورته بشپړه معني او مفهوم درلود .کيک خواره نه وه او د مصنوعي شمعو پروا يي هم نه ساتله. دومره ناپوهه هم نه وه چې په کومه معاهده کې د خپلو ګټو په خاطر ملت له يوه ستر بحران سر مخامخ کړي.
وي هغه رښتيني ويښ وه او په خپل ويښتوب ېې باور درلود.مګر وخت او امکاناتو ور سره وفا ونه کړه. مونږ فکر نه کوو چې هغوي په خپل دريځ کې دومره مغشوش وه چې خپله لاره ورڅخه ورکه وي او يا دومره نورو ته ګران وه چې د خپل هيواد په کورني لانجه کې د بهرنيو کوربه وي.ويښ ځوانان په کوم دريځ او جهان بينۍ ديو داسې سړي شاته کلک دريږي چې ښايسته هلمند کې ېې رنج وي او درد ! او بيا ورته انګريز چکر راځي او د فوټبال دپلوماسي په نم دغه ماشوم په دې خاوره کې دسولې تر نوم لاندې د امنيت نارې وهي. او يا داچې هندو ته ماما وايي!دا ډول پلمې که د ملت په ګټه هم وي عجيبې نه دي؟ داشو يو بام او �
�وه هوا
ځوا نان بايد د څه ډول خلکوڅخه ملاتړ وکړي هغه چې ټولې مشورې ېې د پاکستاني خبر نګار په واسطه د يوه ملت ټول مستقبل ټکي په ټکي ليکل شوى وي او بيا هم له نړيواله ټولنې څخه غواړي چې پر پاکستان باندې فشار راوړي. خو يو شمير افغانان فکر کوى چې نه دا خو په درانه خوب ويده زلميان دى . ځکه دوى کيک ډير خوړلې او اوس ګنګس دې . عملي ګامونه لا پرځاى پريږده هسې د نغمې سياسي تبصرې دي چې د بي بي سي په ازاده جرګه او يا چرګه کې خلکو ته وړاندې کيږي نو په افغانستان کې رښتيا د خبيرو ، هوښيارو، تکړه او ميړنيو خلکو قلت هم دومره راغلي چې اوس په ملي مسايلوکې مونږ محمود، نغمې...........
.. او نورو ته احتياج شو.داهم شوه ملي برخه!
شرم نه د ي چې د افغانستان تش په نوم...... اوس واېې چې پاکستان په افغان خاوره کې لاس وهنه لري او اوس په سولې پسې ګرځي. د ويښ ځوانانو په کيک کې حتما يو څه وه چې دا ډول شرطونه او نيوکې ورسره يودم را وپارېدلې.
د بخدى ښار( بلخ) يارانو، غړو خفه نه شي ستا سو نامعلومه با م کې د هوا بدلون نه ليدل کيږي هغه په دې معنا کيک مو بوره نه لري او يا ېې بې خونده پوخ کړى ډى هرڅه چې دى خو مشورتې پرېکړې ته ضرورت لري . ؟ دغه ملي دريځ خو له ډير پخوا نه شنډ، ګډ وډ، بې محتوا، لوڅ او بربنډ وه چې دې همدې شهيدې خاورې هر شهيد ته په ډاګه بريښي. معلوميږي چې تاسو هم لاتراوسه د بنګو په دانو هسې بيده ياست او ويښ نه ېې.
نو کله چې د خبرنګار معا دلې ته لاړ شو نو داسې بريښي چې صفر په صفر کې صفر دى. مونږ به ضر بستان په دې تش حکومت، پارلمان، قانون او نور واک څه وکړو!
په درناوي