نظريات او وړانديزونه د امنيتي تړون په هکله!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مصمم
دا يوه طبعي خبره ده چې په يوه ټولنه او هېواد کې د حق د پلويانو په مقابل کې  باطل پرستان موجود وي، د حق پالوونکو په وړاندې نسبت و باطل پرستانو ته ستونزي او مشکلات زيات وي، د پردي پالو پالنه، تقويه او مرسته د استعماري ځواکونو لخوا سر ته رسې، د سر سيوري ئې

هماغه اسلام دښمنه يرغلگر دي، دوى د غلامۍ دنده په خورا راست کارانه توگه سره سرته رسوي، لږ غفلت او په ورسپارل شوى دنده کي اندک قدري سستي د ددوى امتيازات چې د بادارانو لخوا ئې ورکول کيږي په خطر کي اچولى شي، د امنيتي سند د امضا په سر غوغا دا چي د نيواکگرو د وحشي فوځيانو په يو مخيزه وتنه کې خپل هر څه په خطر کې ويني د چورو  چپاول، اختلاسونو، رشوت، له امريکايانو سره په جوړجاړي کي د شرکتونو او قراردادونو له درکه را ټول کړى شوې حرامې پانگې او دارايۍ له لاسه ورکوي، په غصب کړى شوو ځمکو ښارگوټي به يې مصادره کيږي او د عدالت د ميز په وړاندې به دې او دا رنگه نورو جناياتو ته ځواب ويونکي وي او يا به هم په خپلو بادارانو پسې ځغلي او تښتي به، په مطبوعاتو او رسنيو کې د امنيتي سند د امضاء د تاکيد له پحوا او محتوا څخه د دوى شرميدلي څيرې له زياتو نه زياتې رسوا، او رسوا کيږي، دلته به د دواړو خواوو استعمار ضد په اسلام او آزادۍ مينو او د يرغل د لاس محصول د هغوى په چوپړ او خدمت کې د افغان مظلوم ملت خلاف له امريکايانو سره ولاړو کسانو دلايل په لنډو ټکو کې د خپلو درنو لوستونکو په وړاندي ږدو، د ايمان د تقاضا په بنا د قضاوت او په واقعيتونو د ولاړي او استوارې موقف گيرى د څرگندونې هيله مند يو.
الف: د حق د پلويانو نظريات او غوښتنې:
١-امريکايان او د هغوى يرغلگر مؤتلفين د ډاکتر نجيب له را پرزيدو وروسته د افغانانو د نا آرامۍ او بدبختى مرکزي رول ادا کوونکي وو او دي.
٢-د افغانستان ستراتيژيک موقعيت تر لاسه کول د امريکايانو پخوانى او او ځنډنى ارمان وو چې رسيدل ئې ورته غوښتل.
٣-په افغانستان کې په عصري او موډرنو وسلو سنبال مراکز درلودل په سيمه او منطقه باندې له خپل ناروا حاکميت درلودلو پرته بله معنى نه لري، د فوځي مراکزو په درلودو او ټينگيدو سره په سيمه کې د ژاندارم رول ادا کول غواړي.
٤-فوځي مراکز به خواسته او ناخواسته د افغانستان د گاونډيو هېوادونو حساسيتونه را وپاروي.
٥-د چين او امريکا د منافعو ناندريز جنگ پيل او د امريکائي فوځي مراکزو موجوديت کله هم خطرناکې پايلې درلوداى او را منځته کولى شي چې زور به ئې له افغانانو وځي.
٦-د روسانو او امريکايانو منافع کله هم نشي سره يو کيداى د روسانو هڅه او هاندوو چې د اوکراينيانو مخ ئې له اروپائي اتحاد څخه را واړاوه، د افغانستان په شمالي همسايه هېوادونو کې په هيڅ صورت د امريکايانو مداخله نشي تحمل کولاى چې په رقابت کې به ئې افغانان سوځي.
ب: د امريکا د فوځي مراکزو موجوديت په داخلي سطح کوم پرابلمونه او مشکلات را منځته کولى شي؟!
١-د اخلاقي فساد دروازې به لا پسې کولاو او خلاصى کړى شي له رسمي اداراتو څخه به د اسلامي قوانينو او احکامو لمن ور ټوله، افغاني ارزښتونه به تر خاورو لاندې غربي کلتور ته به د ودې ورکولو زمينه برابره شي.
٢- افغانستان به ديوه اسير او مستعمره هېواد په توگه د امريکايانو په ناولو منگولو کې پاتې، امريکائي مراکز به د وايسرا په توگه حکمراني پرې کوي.
٣-له ځمکې لاندې شتمنۍ او معادن به څنگه چې يرغلگر امريکايان غواړي هماغه شان به ئې استعمالوي، هر څه به د امريکايانو په لاس او اختيار کې وي افغانان به د هغوى لاس کتوي او د ذلت بار ژوند په تېرولو به مجبور وي.
٤-د قوم، ژبې، مذهب او سمت د اختلافاتو اور به بل او په غرغنډو کړي، دوى به ئې په سيل او ننداره خپل ناولو مقاصدو ته د رسيدو په تکل کې وي، چې ډيرى بدې او خطرناکې پايلې درلودلاى شي.
٥-د فوځي مراکزو په ټينگيدو سره د يورانيمو را ايستل او وړنه يو حتمي سوال او د امريکايانو د عمرونو، عمرونو ارمان پوره کيدل او سر ته رسيدل دي.
٦-نفت او گاز به څنگه چې وغواړي هماغه رنگه به يې کاروي.
٧-د طلا، قيمتي احجارو استخراج او وړنه چې په نوې تکنالوژۍ کې استعمال او کارونه اهمه او ضروري ده له همدغه ځايه پوره کړي، اوسپنه او د مسو وافرې زيرمي خو هغه څه دي چې د هر استعمارگر هېواد سترگې ور پاتې دي.
٨-د فوځي مراکزو تر واکمنۍ او قوماندې لاندې نوى نسل له خپلي سليقي او غوښتني سره سم او برابر روزلي او تربيه کولاى شي.
٩-لنډه دا چې په اجتماعي توگه، په اخلاقي مفاسدو اخته، له ځانه بيگانه، په پرديو پورې تړلې او وابسته ټولنه را منځته کول غواړي.
ج: په استعماري ځواکونو خاصتاً امريکا او انگريزانو پورې وابسته او نښتي کسان ، د استخباراتي مراکزو روزل شوي جاسوسان او د جهاد تر پردي لاندې پردي پال عناصر دي چې په سلو کې دوه فيصده هم نه راځي خو مزدورو رسنيو په خپلو له غرضه ډکو خپرونو کې پداسې توگه مطرح کړي چې ته به وائې چې د امريکا د فوځي مراکزو د پاتې کيدو او امنيتي سند د امضا کيدو غوښتونکي هم د پام وړ شمير کسان دي، حال دا چې دا همدا د اجانبو په چوپړ کې پريوتي څيرې دي چې د اهل نظر يا کارپوهانو او داسې نورو نومونو سره د امريکائي مقاصدو د پوره کيدو لپاره استعماليږي د امنيتي سند يا د امريکايانو د خلاص لاس خپل سرو عملياتو او جناياتو تائيد او غير مسئول بللو سند لاسليک کول غواړي او هغه په لاندې ډول د افغانانو په گټه بولي!
١-دوى وائي که امريکائي فوځيان ووځي شايد گاونډي هېوادونه مداخله وکړي چې دا خبره ددې ښاغلو!! افغانيت تر جدي سوال لاندې راولي، څوک چې ځانته افغان وايي کله هم د بې غيرتۍ داسې له شرمه ډکه خبره نه کوي، افغانانو د تاريخ په اوږدو کې چا ته سر ندى ښکته کړى بلکې په ميړانه او توره ئې په نورو حکومت کړى انشاءالله چې دا توره او ميړانه به تر آخره وساتي دا د پرديو په غلامۍ کې پراته کسان چې خپل اسلامي او افغاني غيرت ئې بايلودى دى دا د بې همتۍ خبرې کوي، افغان مجاهد او قهرمان ملت ته دې له خپلې بايلودى روحيه نه گوري.
٢-وائې چې د امنيتي سند په نه امضا کيدو سره که امريکايان ووځي دولس کلنې لاسته راوړنې به له خطر او نابودۍ سره مخامخ شي، نه پوهيږو چې دوى د بې بندو باريو رواج او خپرول، د تلويزيونونو او راديوگانو غير اخلاقي او گمراه کوونکې خپرونې پکار اچول، د نڅا او گډا پروگرامونه، د هلکانو او نجونو يو ځاى کول او ستاره افغان غوندې پروگرامونه چلول، د افغانانو په کورني ژوند کې مداخله د ښځو بې مهاره آزاديو ته رابلل او په غربي کلتور او ژوند د برابرولو احمقانه اعمال لاسته راوړنې ښکاري؟! او يا د رشوت، اختلاسونو، لوټ او لوټمارۍ دروازې خلاصول مهم او لويي کارنامې ورته معلوميږي؟! او که څنگه چې په له لاسه ورکولو پيسو پسې په سرو سترگو ژاړي او يا ئې له يرغلگرو سره د گډي معامله گرۍ، په قرار دادونو او نورو مواردو کې د لوټمار خاتمه ژړوي او ختميدل ئې د دولس کلنو لاسته راوړنو له منځه تلل بولي د دوى لپاره واقعاً لويه ضربه او د حرامو مدارکو قطع کيدل يوه سخته تاوانى خبره ده، چې په له لاسه ورکولو پسى يې اوښکې تويوي.
٣-د امريکائي مراکزو پاتې کيدل د افغانستان، سيمې او منطقې لپاره گټور بولي!! خو په کليو او کورونو د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو وحشيانه بريدونه، واړه او زاړه په خپلو وينو کې لمبول او په شهادت رسول روا، او عادي خبره ورته معلوميږي په نيمو شپو د مظلومو افغانانو په کورونو چاپى، حملې او ورننوتل د افغانانو په گټه کار ورته ښکاري او که څنگه؟!!
٤-د امريکائي پوځيانو پاتې کيدل د افغانانو آزادۍ او استقلال ور ختموي، له بهرنيو هېوادونو سره سياسي اړيکې به د امريکايانو له خوښې او غوښتنې سره سم عياريږي او سر ته به رسي، افغانان په ټولو مسايلو کې د امريکايانو لاس کتوي او د هغوى د اوامرو په پوره کولو مجبور، په ډيرو وړو، وړو مسايلو کې به هدايت اخلي.
دا خو څو مهم مسايل وو چې ياد او اشاره ورته وشوه گنې د امريکايانو په موجوديت کي لاس پوڅي حکومتونه له ځانه هيڅ اراده نشي درلودلاى هر څه به ئې د پرديو په واک او اختيار کې وي
د حق آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکي غواړي سر له همدا اوسه د امريکايانو په خلاف په ايماندارانه توگه دريدل او مقابله کول او خپلو گذارونو ته شدت او قوت ورکول پکار دي د استعمارگرو استعماري ناولو منگولو ټينگولو ته موقع او فرصت ورکول ندى پکار تېښتى ته اړ ايستل ئې د اسلام او مجاهد ملت په گټه او همدا د اسلامي نظام د پلي کولو استقلال او خپلواکى لار ده چې د ټولو مؤمنو افغانانو د عزت او سرلوړي پکې نغښتې ده.