د افغانستان اوامریکې ترمنځ د امنیتي تړون پرسر تاوتریخوالی یا آبراتیفي لوبه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

م .پ
د افغانستان او امریکې ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک موضوع د نن ورځې د مطبوعاتو تر ټولو توده موضوع ده ، سیاسیون او مطبوعات ټول دا مسله  شاربي  را شاربي څو دخپلې خوښې کوچ ترې را وباسي. خو عادي خلک ددې تبصرو او بوږنونکو تبلیغاتو څخه په تنګ راغلي او غواړي څو ژر د حل داسې لاره منځ ته شي چې زموږ د هیواد ښېګڼې پکې نغښتې وي.


د امریکې لوری او پلویان  بې له قید او شرطه د تړون د لاسلیک غوښتنه کوي او کرزی د تړون لاسلیک په یو لړ شرطونو اړوند بولي.
 ولسمشر کرزی ځنې مهم وړانديزونه لري، د امریکايې سرتېریو د قضایي مصونیت ، د کورونو د تلاشۍ او بمباریو ، د سولې د بهیر د پيل او د شفافو ټاکنو وړانديزونه او شرطونه. خو د امریکې متحد ایالتونه ګواښونه کوي چې که  تړون  لاسلیک نه شي نو په دې صورت کې به له افغانستان څخه خپل ټول پوځونه په بشپړه توګه وباسي او خپل اقتصادي مرستې به ودروي . دوی د افغانستان د پاره د یو بوږنونکي راتلونکې اټکل کوي.
دغه دریځونو افغانانو ته ډېرې پوښتنې راپيداکړي او افغانان نه پوهيږي  څه به پېښ شي. خو حقیقت څه دی؟ آیا په ريښتیا حامد کرزی دا وس  لري د هغه ستر زبرځواک چې دی يې واک ته رسولی، تر وړاندې و دريږي؟  او آیا دا یو ريښتنی او جدي اختلاف دي؟ نو د حامدکرزي د ځواک ستنې او ملاتړ چېرې دی؟
که د یوې شيبې دپاره په پام کې ونیسو چې دا یو هسې زرګري جنګ دی، نو بیا پوښتنه پيداکېږي چې ددې زرګري جنګ موخې څه دي؟
پخوا هم داسې زرګري جګړې ترسره شوې چې بیا روسته رو رو غلي شوې او له یاده وتي. دا لفظي جګړه لومړی ځل د امریکې ټولټاکنو ته د ولسمشر اوباما له درېدو په مهال پیل شوې. اوباما په هغه وخت کې د افغانستان دولت فاسد بللی ؤ او ژمنه يې کړۍ وه چې واک ته له رسېدو روسته به افغانستان کې د فساد په خلاف ټينګه مبارزه کوي او د افغانستان په دولت کې  د ژورو بدلونونو هيله يې را ژوندۍ کړې وه ، اوباما له بري روسته له حامد کرزي سره له ليدو او آن له تیلفوني خبرو  ډډه کړې وه،  د افغانستان د ولسمشرۍ  د ټوټاکنېو په دویمه دوره کې د امریکې دولت په ډاګه د حامد کرزي مخالفت وکړ، خو کرزي هم په ظاهره د امریکې د هیلو خلاف د جنګسالارانو سره  چې دوی هم د امریکې د پوځي عملیاتو په پایله کې واک ته رسول شوي ول ، پراخ ایتلاف رامنځ ته کړ او د ټاکنو پایلې يې په خپله ګټه واړولې ، د امریکې دولت او انډیوالانو يې د ټولټاکنو پایلې تر پوښتنې لاندې راوستي او هغه يې له ټګۍ او برګۍ ډکې وبللې اوپه دې ډول کړکیج  په ظاهره خپلې لوړې کچې ته ورسید خو په وروستیو شیبو کې امریکې او ملګرو يې دریځ بدل کړ او حامد کرزی يې د ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژاند او په دې ډول کړکېج پای ته ورسید. زما په اند دهغه کړکیج دلیل دا نه ؤ چې ګنې امریکه او ملګري يې د کرزي مخالف ول، بلکې امریکې او ملګرو يې له دې کاره دوه موخې لرلې: د افغانستان خلک چې د جنګسالارانو له ظلم او چورو او چپاول نه په تنګ راغلي ول ، امریکا مجبوره کړه چې دغه غږونو او اعتراضونو ته یو ځواب ورکړي او داسې وښيي چې ګنې دوی هڅه وکړه خو خلکو  جنګسالارانو ته رایه ورکړه او د هغوی ملاتړ يې وکړ، او د بلې خوا جنګسالاران چې د امریکې اصلي متحدان دي ، نه يې غوښتل دوی هم خفه کړي نو ځکه داسې یوه ډرامه چې په ښکاره امریکه د جنګسالارانو مخالفه ښکاریده او خلکو ته يې هيلې پيداکړي ول چې اوس به د اوباما په راتګ سره له دې بلاګانو خلاصون مومي خو داسې ونه شول. د امریکې دروغجني لا له هماغه پیله د پوهيدو وړ وه ، که دوی په ريښتیا غوښتل حالات بدل کړي نو باید د رڼو ټاکنو دپاره يې  لازم او ډاډمن شرایط چمتو کړی وای. خو ټولو ولیدل چې په عمل کې يې د رڼو او شفافه ټاکنو دپاره هيڅ هم ونه کړل، جنګسالاران په عمل کې پر هر څه واکمن ول او ټاکنې په بشپړه توګه د توپکوال تر کنترول لاندې ترسره شول او ټاکنو ته يې داسې پایلې ورکړې چې ددوی خوښه وه او د دوی واک يې ډاډمن کړ او نړۍ والې ټولنې هم ونه شو کولی د ټاکنو له درغلیو سترګې پټې کړي. د یادونې وړ ده چې په دې موده کې قومي او ژبنیو مسالو ته هم دومره لمن ووهل شوه چې جنګسالارانو ځانونه د قومونو ژغورونکي او د قوم دمشرۍ  درجې ته و رسول او قومونه او سیمې يې د ځان برمته کړې. خو تر ټول ټاکنو روسته دا ټولې ناندرې پای ته ورسیدې ، حامد کرزی د جنګسالارانو ولسمشر شو او جنګسالارانو هر څه په خپلو کې سره وویشل ته به وايي چې هيڅ ډول اختلاف په دوی کې نه ؤ موجود او امریکې هم مسوولیت د خلکو پر غاړه واچوه چې ګنې دا د خلکو غوراوی دی. او ډرامه پای ته رسیده. په دې ډول له هغې ډرامې دوه هدفونه تر لاسه شول، حامد کرزی چې  باید ولسمشر شوی وای ولسمشر شو، نه د امریکایانو په ملاتړ بلکې د هغوی په مخالفت کې او دا کار کېدی شو هغه ته ملي څېره ور کړي .  او د جنګسالارانو مسوولیت هم پر خلکو پریوت ، پایله همغه دیګ او هماغه کاسه وه او ده..
څه موده دمخه بله ډرامه د طالبانو د دفتر ډرامه وه، طالبانو ته  په قطر کې دفتر ورکړی شو، طالبانو دا خپل ستر دیپلوماتیک بری وګڼلو ، خو د حامد کرزي د احتجاج په پایله کې دا دفتر بېرته وتړل شو او د سولې خبرې په ټپه ودرېدې، دې کار د حامدکرزي دريځ اوچت کړ او طالبان يې د ماتې او مایوسۍ سره مخامخ کړل.
اوس بیا  نوی شر اوشور جوړ دی. د امنیتي تړون د لاسلیک یا نه لاسلیکېدو شر او شور. هره ورځ اعلاميې او نوي ګواښونه خپريږي ، د پوځونو د ایستلو ګواښ، د اقتصادي مرستو د بندیدو ګواښ ،  ددفاع د وزیر له خوا د تړون د لاسلیکېدو ګواښ او په ناورین کې د افغانستان د ډوبېدو ګواښ ...او داسې نور ډېرګواښونه. خو حامدکرزی پر خپل دريځ ټینګ ولاړ دی ، سره له دې چې د هغه لویه جرګه، پارلمان ، شمالي ټلواله او د هغه نږدې ملګری مجددي  د تړون د لاسلیک پرله پسې غوښتنه کوي او حامد کرزي ته ګواښونه هم کوي. نو داځل خبره له څه  ده؟ ولې امریکایان د ټړون پر ژرلاسلیک ټینګار کوي او حامد کرزی ولې پر خپلو شرطونو ټينګ ولاړ دی؟
 له دې بحثه به تېر شو چه امریکان په سیمه کې کومې اقتصادي ، سیاسي او پوځي ګټې لري، په دې اړوند خبرې زیاتې شوي، څرګنده ده چې هغوي په سیمه او افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو دپاره دلته حضور لري.
خو غواړم دلته په دې اړوند تماس ونیسم چې آیا دا یو ريښتنې کړکېج دی او که بیا هم یوه تیاتري لوبه ده. که دا یوه تیاتري لوبه وي ، نو جوړونکو يې په ډېرې ځيرتیا سره جوړه کړې ده، داسې چې هر څه باید په ظاهره ريښتني ښکاره شي او لوبغاړي يې هم  په ښه قوت سره لوبه پرمخ وړي. ډرامه داسې جوړه شوې چې آورېدونکی پرې ژر باور کولی شي چې خبره جدي او حالات خطرناکه دي او د اټکله وتیو پېښو د راڅرګندېدو احتمال ممکن دی. همدارنګه د کرزي سخت دریځ او سرتمبګي هم داسې ښيي چې حامد کرزی د هر راز پېښو او ګواښونو مقابلې ته چمتو دی او زیات مطمئن ښکاري. خو آیا په ريښتیا د کرزي د واک ستنې دومره غښتلي شوي چې د امریکایانو له شتون پرته به خپل شتون ته دوام ورکړي؟ واقعیت داسې دی چې ښاغلی کرزی پر خپل حکومت هم کنترول نه لري ، هغه نه شي کولی ان خپل یو والي تر کنترول لاندې راولي چې په ډاګه د دوی خپل اساسي قانون تر پښو لاندې کوي ، پارلمان او ولسمشر ته ګواښونه کوي او خپلې غوښتنې پرې په زور مني. نو څنګه به ښاغلی کرزی له هغه چا سره مقابله وکړي چې د هغه په شمول ټول لوی او واړه جنګسالاران په واک کې لري.
دلته دا پوښتنه منځ ته راځي چې که دا هر څه یوه ډرامه ده نو بیا د ډرامې جوړونکي څه غواړي؟
دا ځل د امریکې موخې څه دي؟ امریکه په دې لوبه کې هڅه کوي خپلې ګټې په افغانستان کې تر ډېره خوندي کړي او کومه اداره چې دوی جوړه کړې ده د هغې ژوند او پايښت تر ډېره وخته ډاډمن کړي ، همدارنګه امریکایان غواړي په دې شر او شور سره خپل شتون په افغانستان کې قانوني او داسې وښيي چې د دوی شتون افغانانو په خوښه او غوښتنه ترسره شوی دی، سره ددې چې ولسمشر زموږ د شتون مخالف ؤ خو خلکو هغه دې ته اړ کړ څو زموږ شتون بیا هم ومني. امریکایان  همدارنګه غواړي او دې ته اړتیا لري څو ددولت وسله وال مخالفین په اوسني دولت کې ګډ کړي او وسله پاڅون ته په یو اوږد مهاله بهیر کې د پای ټکي کېږدي او یا لږتر لږه يې  کمزوری کړي. خو په دې برخه کې تر اوسه لویه ستونزه دا وه چې طالبان او ملاتړي يې چمتو نه ول ، دغه بهیر په افغاني اډانه کې پرمخ لاړ شي. پاکستاني لوری غوښتل چې دا ستونزه د پاکستان له لارې نیغ په نیغه له امریکې سره حل شي نو ځکه طالبانو هم د کابل ادارې سره له خبرو ډډه کوله ، طالبانو ته د دفتر د ورکولو هدف هم دا ؤ چې دا ستونزه د امریکې، پاکستان او طالبانو په ګډون حل شي. چې داسې حل نه یوازې د کرزي د ادارې د پاره د منلو وړ نه ؤ بلکې نور زیات هیوادونه لکه هند، چين ، روسیه او ایران هم دداسې حل مخالف ول، او هغه حل به هم د نورو لوریو دپاره لکه د بن کنفرانس د منلو وړ نه وای.
 په پاکستان کې د نوازشریف په رامنځ ته کېدو سره د کړکېچ د حل د پاره نوي امکانات او هيلې رامنځ ته شوي. د پاکستان نوی حکومت د سیاسي حل دپاره چمتوالی نیسي، خو د حل بهیر باید له ډېر پيچلي او کړکېچن دالان څخه  تېر شي څو هر څه طبیعي ښکاره شي. د امنیتي تړون د کړکېچ په رامنځ ته کېدو سره که په ښکاره د امریکې او کرزي اړیکې ډېرې ویجاړې ښکاري خو له طالبانو او د حکمتیار له اسلامي ګوند سره د کرزي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي. دواړو ډلو  د تړون نه لاسیلیک په اړه د کرزي دريځ  و ستایه او خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړ. په داسې حال کې چې تر دې دمخه دواړو ډلو کرزی لاسپوڅی  بللو . اسلامي ګوند د بهرنیانو تر وتلو وروسته د جګړی ددرولو، په ټاکنو کې د ګډون او د ګټونکي ولسمشر د منلو ژمنه همدا اوس اعلان کړې ده. او طبیعي خبره ده چې طالبان به هم همداسې څه وکړي. او ویل کېږي چې د کرزي، اسلامي ګوند او کرزي ایتلاف د رامنځ ته کېدو په حال کې دي.
په دې ډول وینو چې په ظاهره د امریکايي ضد ایتلاف په بڼه د حل یو لاره د راڅرګندېدو په حال کې ده. اسلامي ګوند که څه هم په ظاهره لا د جنګ او جهاد خبرې کوي خو په عمل کې دوی لا د ډېره په خوا په دولت کې ورګډ شوي او د وزارتونو او والیانو څوکۍ يې تر لاسه کړي . د اوس دپاره د حکمتیار اسلامې ګوند لکه د شمال ټلوالې په دوو جبهو کې لوبه کوي. په دولت کې شامل دي او له دولته بهر.
ددولت مخالفین په یو دوه لارې کې ولاړ دي ، یا به له دې دولت سره روغه کوي او په خپلې روغې سره د تړون د لاسلیک مخه نیسي او یا به د نه روغې د لارې د تړون لاسلیک ته لاره اواره کړي او د یوې اوږدې جګړې دپاره به ځانونه چمتو کوي، هغه هم داسې یو جګړه چې بل لوری یې بهرنیان نه بلکې افغانان وي. ځکه د جګړې د افغاني کېدو کار لا له ډېر په خوا پیل شوی دی. د بهرنیانو محدود قطعات به په ډېرو محفوظو آډو کې ځای پر ځای شي او افغاني قطعات به د شمیر له پلوه تر نیم میلیون هم زیات کړی شي او  د سند د لاسلیک مسوولیت به هم د مخالفینو په اوږو وي او مخالفین به د جګړې دپاره خپل منطق له لاسه ورکړي. پاکستان به هم د امریکې تر فشار لاندې خپل ملاتړ له وسله والو ډلو لږ کړي او آن د هغوی پر خلاف به پر اقدامونو لاس پورې کړي.
د امریکې بله موخه داده چې تر ممکنه ټولې په شا تلونکي ډلې په واک کې شریک کړي او د ډيورند دیخوا او ها خوا ټولې وسله والې ډلې تر خپل کنترول لاندې راولي. په دې ډول دوی هڅه کوي پاکستان چې ورځ تر بلې د بنسټپالو په پنجو کې د لوېدو په حال کې دی ، د بنسټپالو له خطره و ژغوري او اوسنی سکولر دولت هلته ټينګ و ساتي.
ددې دپاره عادي خلک او روڼ اندی ددې هر څه منلو ته چمتو شي ، نو ډرامه داسې ترسره کېږي چې «په مرګ يې ونیسه څو په درد راضي شي » . د هیواد حالت له هره پلوه کړکېچ نوي ، همدا اوس د هویت مسله په پارلمان کې د اعصابو د تخریبوونکې موضوع په توګه په شدت سره لمن وهل کېږي ، ټولې رسنۍ د هویت پر موضوع متمرکزې دي او نورې مهمې او اصلي مسالې لکه د جرمونو موضوع، د ملي شتمنیو د چپاول موضوع، د ظلمونو او ستموونو موضوع ګانې  يې تر سیوري لاندې راوستئ . د ملي مسالو پر دښمنۍ يې اعصابونه دومره خراب کړي دي چې یوه پلته بس ده څو په یوه ورځ کې د زرګونو بې ګناه انسانانو وینه تویه شي. ددې لمسونو تر شا وسله وال بانډونه او بهرنۍ شبکې شتون لري چې که اجازه تر لاسه کړي سبا چړې له تیک راباسي او د انسانانو قصابي پیلوي. د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره بې بنسټه نه ده چې که دوی و وځي افغانستان به په یو ویجاړوونکي ناورین کې ښکیل شي. دا حقیقت دی او یو ډېر تریخ حقیقت دی ځکه دوی پوهېږي چې دوی په تېرو دوولسو کلونو کې نه یوازې دغه جنایتکاره بانډونه بې وسلې نه کړل بلکې له هره پلوه يې غښتلي او چاغ کړل. دوی پوهېږي چې دغه جنایت کاران د جنایت په تر سره کولو کې څومره سخت زړي او بې رحمه دي.
خو دا امکان هم شته چې امریکایان د خپلو وتو دپاره د کرزي مخالفت یوه پلمه ونیسي او د بشپړ وتو دپاره لاره اواره کړي.
حامد کرزی چې ددې لوبې فعاله لوبغاړی دی هم ځنې هيلې او امېدونه لري. د هغه دوره چې د پای ته رسېدو په حالت کې ده ، نوموړی نه یوازې خلکو ته یو لاسپوڅې ولسمشر، بلکې د فساد، او ناوړه ادارې ډېر بدنومه  ولسمشر  دی چې ډېر ژر به د تاریخ پاڼو ته په همدغه ویاړونو ور ننوځي. لومړنی څه چې نوموړی يې له دې شر اوشور نه هیله لري دادی چې که وکړی شي ځانته د اوړو پزه جوړه کړي او د خلکو ذهن کې ځان لږ سپین کړي . همدارنګه غواړي چې په راتلونکي کې هم په واک کې ځان احساس کړي. په تېره بیا د هغه غوښتنه چې بهرنیان دې په ټولټاکنو کې لاس وهنه نه کوي او د تېر ځل په شان دې د هغې پایلې تر پوښتنې لاندې نه راولي. دا په دې مانا ده چې ښاغلی کرزی هيله مند دی په ټاکنو کې د خپل پام وړ سړی په واک کې وویني.  
خو که اختلاف ريښتینې وي نو بیا هم پایلې يې جدي دي. کرزی به د طالبانو او اسلامي ګوند سره ایتلاف را منځ ته کړي او دا به د یو لوی ځواک په توګه نه یوازې د افغانستان حالات بدل کړي بلکې په سیمه کې به پر حالاتو ژوره اغېزه وکړي. طالبان او اسلامی ګوند به واک ته راستانه شی او ډېر ژر به خپل واک پر ټول هیواد ټینګ کړی. هغه ظلم، زیاتی او فساد چې د کرزي په دوولس کلنه دوره کې د افغانستان خلکو ولید په خپل ډول کې ساری نه لري ، کرزی هم پوهېږي چې نور د دیموکراسي بېړۍ په افغانستان کې ساحل ته نه رسي نو ځکه نوموړی د کلیوالي فرهنګ او په شا تګ پر څپو غواړي د یو ناڅرګند ساحل په لور یون وکړي.
امریکایان هم د خپلې دموکراسۍ د پروژې پر ناکاموالي پوه دي او لا د هماغه پیله داسې نه ښکارېده چې دوی په افغانستان کې د دیموکراتیک ارزښتونو را منځ ته کولو او ټینګښت دپاره کار کوي. ځکه د دیموکراتیک ارزښتونو د پلي کولو دپاره دموکراتیک ځواک ته اړتیا ده ، نه دا چې د بشري جنایاتو عاملین دې هغه پلې کړي. نو ځکه امریکایان هم د دموکراسۍ او بشر د حقوقو په فکر کې نه دي . نو د هر راز حکومت جوړېدل چې د دوی تر مستقیم او یا غیر مستقیم اغېز او کنترول لاندې وي ، دوی ته د منلو وړ دی.
راتلونکي ټول ټاکنې چې په بشپړه نا امنه او د قومي او سیمه اختلاف ونو د زهرو د شیندلو تر اغېز لاندې تر سره کېږي د خلکو د بې لارې کولو او تېر ایستلو دپاره بله وسیله ده چې د جنګ سالارانو د او د قاچاقو د مافیا د بیا واکمنو لو دپاره کېږي.
خو باید تاکید وشي  چې که څه هم د حامد کرزي په تېرو کې هيڅکله هم په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی نه دی او د خپلو ژمنو هيڅ یوه يې هم نه ده ترسره کړې او داځل بیا هم همداسې وي خو بیا هم د حامدکرزي له خوا وړاندې شوي شرطونه ټول عادلانه دي او باید په پام کې ونیول شي او ملاتړ يې وشي. سوله ، د جګړې ختموول، د خلکو د کورونو او ژوند انه مصؤونښت ، د ټاکنو ريښتینې روڼ والی دا هر څه د افغانستان د خلکو هیله او ضرورت دی.