رفيع الله روشن
له څو ورځو راپدېخوا ژوندون ټلوېزيون د يوه خونړي او څپه يز سيند په غاښورو چپو کې سر غوټې وهلې، خو داچې د ژوندون په کيشتۍ کې سپور ((يون)) په لامبو وهلوکې کافي تجربه لري ،نو له دغه شان ډېرو لويو او وړو سيندونو څخه وچ پورې وتی دی، د ايران او نورو هم سرحده، هېوادونو ګوډاګيان اوپر دسترخوان را لوی شوي تش په نامه افغانان نه خدای مې دې غاړ ه نه بندوي ، انسانان اوس غواړي چې دخپلو بادارانو په اشاره له ژوندون
څخه خپله مورنۍ ژبه واخلي، او لکه په لاس جوړ شوي اوسپنيز روبوټ غوندې يې په پردۍ ژبه و غږوي ، هغوۍ هڅه کوي کومه مبارزه چې محمد اسمعيل يون او دهغه ملګري ، د پښتو ژبې ، افغانيت او اسلاميت لپاره کوي، شنډه اوله پښو وغورځوي، دوۍ غواړي چې په دې کار سره د خپلو بادارانو لپاره يوڅه وفادار ثابت شي،نو دهمدې لپاره يې د ژوندون ټي وي پر خلاف آن تر څارنوالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې شکايتونه وکړل، ترڅو دغه دوه لوۍ زيسلاح ارګانونه د ژوندون تلوېزيون پر خپرونو بنديز ولګوي.
ډېره د افسوس خبره خو داده چې داد ړندو اوکڼو دولت اوپه خاصه توګه لويه څارنوالي او داطلاعاتو اوکلتور وزارت هم بې له کومې پوښتنې او دليله اقدام کوي، کله چې دغه دوه لوۍ داميد کورو نه داسې جاهلانه کارونه وکړي نو له نورو به يې څه ګيله وي،خودادی يون او ورسره وطن او خپلې ژبې ته ژمنو پښتنو داثابته کړه چې، اوس هم حق زور دی او داهېڅوک نشي پټولای،لويې څارنوالۍ باندې يې هم خپله پرېکړه بېرته ناسمه او درسنيو دقانون خلاف وبلله او پرې وايې خسته او هغو پردي پالو ته يې هم دخپلې ژبې زور په ډاګه کړ اوپه دې سره يې ورته روښانه کړه چې که نن موپه ژه ستاسو خپله خبره بېرته درباندې په خپلو غاښونو وچيچله نو سبا که اړتيا پېښه شي دخپلو مټو په زور مو کږې خولې په سوک هم درسمولی شو،په افغانستان کې همېش له پښتنوسره د مور اوميرې سلوک شوی او کېږي،که په دري يا فارسي ،ازبکي،او نورو ژبو خپروني او پروګرامونه کوي داد منلو وړ ده، خو که په پښتو ژبه يې کوي دادمنلو وړ نده، او بايد بندې شي، اي بدبخته تاسو خو يوځل تاريخ مطالعه کړۍ چې دافغانستان تاريخ چا جوړ کړی او دچاپه نوم ثبت دی، نن تا سو په کومو سترګو دافغانستان دعوه کوۍ، اې بې شرمو او کثيفو خلکو تاسو خو په دې وياړۍ چې افغانان نه ياست، دافغانستان نوم خو افغانانوته منسوبېږي،کله چې افغان نه شوې نو افغانستانی څنګه کېدلی شې،په دې هېواد کې خو هر بهرنی يرغلګر افغان په ګونډوکړی دی ،هرچاچې دافغانستان نوم او ولس ته بد کتلي نو مقابلې ته يې تر هرچامخکې افغان سينه سپر او مټې د زروي سلاح په توګه کارولي ،له انګريزانو يې ازادي واخسته، روسان يې پسې واخستل او نن دی که سبا دی امريکا به هم که خير وي پسې واخلي دافغانستان هره ازادي افغان اخستې هغه افغان چې نن يې ته له نامه انکار کوې، نو معلومه شوه چې ته د نورو هېوادونو او بهرنيو بادارانو زېږنده يې،اوس داتاته هم شرم ښکاري چې څنګه دافغان په توره په ازاد شوي هېواد کې ژوند کول اختيار کړې نو په دې موخه چې نور پردي وښاياست،په کاذب دستور مو لاس پورې کړی دی او په ناحقه تورونه لګول موپيل کړي دي ،خو دابه کله هم تاسو خپلو هيلوته ونه رسوي،او دا ارمان به بېرته خپلو هغو پلرونو ته يوسۍ چې تاسويې په قانوني توګه زېږولي ياست.
خو خبره دلته ده چې تاسو خو که هر څومره شرمېږۍ ورباندې فخر کوۍ، نن که ستاسو په تلوېزيون کې لوڅې نجوني نڅېږي، هغه پروانکوي، ديموکراسي،اوکه تاسو اوس هم د هلکانو په پښوکې ګنګروګان اچوۍ اوشرنګاته يې د سګرټو او چرسو لوخړې پورته کوئ داخو ستاسو دپېژنګلوی لويه نښه او په اسطلاح انتخابي نښه ده، خوکه د پښتون يون په ټلوېزيون کې يو مجاهد په پښتو ژبه خبرې کوي،کفر وشو.
ته که په خپله رسنۍ کې پردي سريالونه خپروې ، اوله پرديو څخه کلتور په بيه اخلې ته خدمت کوې، خو که يون په خپله،زحمت وکېښ،اوپه خپله يې خپرونې،توليد کړې، نو هغه ښه نه کوي،او بايد ټلوېزيون يې وتړل شي، هوبايد بند شي ځکه ، ستا پلار ورته جوړ کړی،په نورو ژبو که يو چاته ښکنځلې وشي،نو پروانکوي،او ويل کېږي چې د بيان ازادي ده،خوکه په ژوندون ټلوېزيون کې په پښتو ژبه يوه ديني خپرونه هم نشرېږي نو داد رسنيو له قانون څخه سرغړونه بلل کېږي،داهرڅه ولې کېږي، داځکه چې ژوندون کې هميش حقيقت ته ترجيح ورکول شوې، او حقايق دهرچاپر وړاندې روښانه شوي دي، وايي که جام يا کاسه سورۍ نه وي نو اوبه يا نور څه ورڅخه نه توېږي خو زمونږ په هېوادکې خو دغو متعصبو خلکوکې له غلبېل څخه هم ډېر سوري دي ،دوۍ ته خپل عيبونه مخې ته راځي او خپل وجدان ته پرې ښه ملامتېږي خوکه د ژوندون له هندارې يې ګوري دا ورته ترټولو لوۍ کفر ښکاري.
زما ګيله خو له هرچا نه ډېره له دې نورو رسنيو څخه کېږي چې دوۍ ولې دومره غلي اوچپه خوله دي، فکر کوم دوۍ هم له پرديو څخه پړسېدلي دي،که نه وي نوولې هېڅ عکس العمل نه ښآيي، دوۍ هم فکر کوم وېرېږي هسې نه چې دغه د بنجاره خورجينوته ورته رسنۍ يې بندې نشي، چې هسې ټوله ورځ شرنګېږي، کله چې د ژوندون پر خلاف لويې څارنوالۍ ته په دروغو شکايت کېږي هېڅ څوک هم څه نه وايي اونه هم دې پېښې ته انعکاس ورکول کېږي، درسينو دنده څه وي؟ اوکه تاسوته يواځې اسمعيل يون پښتون ښکاري اوتاسو نورو رسنيوالوکې هېڅ کوم پښتون نشته او داټول، ټلوېزيونونه،راډيوګانې،وېبپاڼې او اخبارونه ټول دهمدغو د نورو په کاسه لوی شويو تالي سټو دي؟