ملي ‌پيوستون که ملي بېلتون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

صبغت الله بنګش
داچې په افغانستان کې دتېرو څولسيزوجنګ جګروڅخه وروسته په روانه يوه لسيزه کې په نسبي ډول پرمختګ رامنځ ته شوي که ځيرشوځينې ددغو پراختيا يې پروګرامونو نه په ظاهره کې يوه څېره اوپه با طن کې بله څېره ښکا ري چې له جملې څخه ېي يو دملي پيوستون سيمه ايزپروګرام دي، دغه پروګرام دځينو بهرنيو موسسوپه مالي لګښت وراند ي کېږی  اودکلي بيا رغوني پراختياوزارت لخوا تطبيق کېږي په دغه پروګام کې يو لړ هغه پرو‌‌‌ژې

اوکارونه دي چې نومونه ډېرغټ دي اوفعاليتونه ېي ډېر کمزوري دي لکه دلمريزې برېښنا پروګرام استنادي ديوالونه  دمچيوپروګرام اونور ې  چې اوازې يې ډېرې  اوتر لرې  ځاي رسېږي خوپه اصلي هدف باندې ېي څوک نه پوهېږي او نه پرې فکرکوي دذکر شويوپرژو تر شا دغريبانو ډېر ستراهداف دي اويودسيسوي شکل لري ولې مو‌ږافغانان چې ټول عمر موپه احتياج اوبل ته په لاس غزونه تېر کری خپله موکار نه دی کړی  او نه چا پرې ايښي يوتل مولاسونه دسوال په شکل نورو ته نيولي وي،زمونږ په نامه راغليو ټولو مرستندويانوته مو تل ښه راغلاست ويلی دی ، خو دلته بڼه بدله ده او ددغوپروګرامونو يوهدف دولس ترمينځ اختلافات پيداکول دي هغه څنګه اختلافات دي ؟په دې ډول چه فکرهم دوي غواړي يو کلي ته يو پروژه ورکړي نو لمړی دهغه خلکو دنفوس دين،مذهب،کلتور،ټول مطالعه کړي اوبيا دومره اسباب ورکړي چه ډېرلږاو کيفيت يې هم خراب وي چه په لسو کورنيو يو جنس هم نه رسېږي نو دغه نه رسېدل دخلکو ترمينځ ښکاره ده يو اختلاف زيګنال دی په خپلومشرانو بې ا عتماده شي زړه بدوالی ، لفظي شخړې رامنځ ته شي اوحتي تردي چه څو ځله په بېلابېلوځايونو کې دجګړي لامل شوي داځکه چې يو تن وايي ولې فلاني شخص دغه حنس واخيست اوما ته نه راکول کېږی دلته خو اصلي ستونزه داجنا سو اومرستو کمخت وي او څرګنده ده چې لږ جنس  به ډېرو کسانو ه څه ورسېږي او څو محدود کسان يې تر لاسه کړيو او دغه لږ شيان هم هغه اشخا صو ته ور کول کېږي څوک چې د نوموړې پروژې د مسؤول خپلوان د ګوند خلک ،دنفوذ خلک او يا داسي څوک وي چې ترې وېرېږي حال داچې دغه پروګرام خاص د غريبو خلکو د ستونزو دحل کولو لپاره ځانګړي شوي دي.
ترڅو هغوي ته په نسبي ډول د کار زمينه برابره شي او له ورسره لاس او ګريوان ستونزو څخه د څه وخت لپاره خلاص شي ، دبېلګې په ډول ، په ۳۰۰ کورنيو ۱۱ څاروي ور کول کېږي چې له انصافه بيخي لرې خبره او عمل ده په همدې ډول يو کلي چې نفوس يې ۴۵۰ کورنۍ دي، د يوه پروګرام په پايله کې يې يواځې ۲۰۰ کورنيو ته امتياز ورکول کېږي دا او دې ته ورته نور ډېر مثالونه شته دي چې له ولس سره دمرستي په نوم دهغوي حقوق تر پښو لاندې کوي، فکر کوم دابه مرستي نه بلکې په بې وزلو افغانانو په نوم يو ډول مجهوله سوداګري وي، نو زه د يوه افغان او ددې هر دم شهيد هېواد د يوه عادي وګړي په صفت خپلو هېوادوالو او د شته ادارې لوړ پوړيو چارواکيو ته څو خبرې د دپيغام په شکل لرم ، ترڅو به موږ نورو ته د سوال په موخه لاس نيولي وي، راځي چې مټې ونغاړو کار وکړو، څوبه د هېواد په ورانولو کې اجنبيانوته زمينه برابروو، او نور مونږ بايد ونه غولېږو ځکه مونږ هغه لوبغاړي ته ورته يو چې په يوه لوبه يا يو مسلک کې ډېر وخت پاتې شوي وي مونږ باندې خو دغه لوبه ېر کلونه شول چې روانه ده ،خو مونږ نه پوهېږو چې څه به کېږي  او داسي نه چې نور خلک دغه کارونه کوي بلکې مونږ خپله چاپېر يو خپل ملک ورانوو او نوروته کار کوو.