دپښتو تعریف د محمدګل خان مومند له نظره وروستۍ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
تیر پسي ........
پښتو کښې خیانت نشته
پښتو کښې دروه نشته
پښتو کښې خیانت نشته
پښتو کښې ټګي نشته،تګ پښتون دی
پښتو کې غلا نشته
پښتو کښې تالا نشته


پښتو کښې ظلم نشته،ظلم بې پښتو ولي ده
پښتو د مظلوم حمایه ده،په نیمه ښپه کښې له غږه سره سم د پیښې ځای ته ځان رسول پښتو ده،غله،جاني او خاین پسې چیغه ویستل او نیول ،لیا يې وژل پښتو ده
پښتو صداقت دی
پښتو کښې درواغ نشته او درواغ يې بې پښتو توب دی تویو پښتون نه شي کولای چې د ځان د ګټې ،لیا کومې توزنې هیلې،لیا د خپل موقعیت ساتنې،لیا کوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې دپاره درواغ ووايې
پښتون رښتیاوايې،هر چیريې  وايې،هرچا ته یې وايې،او هر کله یې وايې
پښتون رښتیا وایې که څه هم پر سولۍوخیژي
پښتو پاک زړه دی
پښتو سلیم وجدان دی
پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي
پښتو مخه په پښتو کیږي
پښتو دوا ده
پښتو شفاده
دپښتو رنګ په پښتو ښه کیږي
پښتو دپښتنو دزلمو ښکلا او دپیغلو ښایست دی
پښتو دپښتنو ګاڼه ده
پښتو پسول(زینت)دی
پښتو حیا ده
پښتو دپښتنو جامه ده او حیا يې پرې ساتلې ده
پښتو دپښتنو دنارینه ؤ پګړۍ او دښځو ټیکری اوپوړنی دی
پښتو دپښتنو دښځو ستر دي
پښتو عفت دی
پښتو عصمت دی
پښتو دپښتانه د ناموس ساتنه پرهرپښتانه لازمه ګرځولې ده،پښتانه دپښتانه دناموس په ساتنه ساتنه کښې په سر او مال ولاړ وي
مساوات په پښتو کښې دی
پښتو کښې هغه ریښتنې ډیموکراسي ده،چې ټګي چل ول،او افراط او تفریظ په کښې نشته
ظلم او استبداد په پښتو ورکیږي
ظالم په پښتو خربشوی کیږي،دمستبدانو سره د پښتو په تیږه ټکول کیږي
دا ولس او وطن ریښتنی او خادم په پښتو پیژندل کیږي
ددین،وطن،پښتو اوپښتنو خاین په پښتو څرګندیږي
دظالمانو ،مستبدانوسټه او ولۍ په پښتو ویستل کیږي
پښتو کښې کشران دمشرانو لپاره او ولس د حکومت لپاره نه دي،بلکښې مشران د کشرانو لپاره او حکومت د اولس لپاره دی،ددوی موقعیت او احترم دپښتنو په ژوندانه   نه  ونجیدونکې او نه بدلیدونکې کړنلار دستورالعمل او پروګرام دی
دپښتنو د دواړو نړیوچارې یوازې په پښتو سره سموالی مینده کوي ؟
پښتو پښتنو ته د مړینې ډول او دود ورښيي،مړینه هم خدای ږو په پښتو سره خوندی کوي
پښتو د پښتنو لوی ناموس دی
پښتو دپښتنو دټولنې روح دی
پښتو دپښتنو روحونو او معنویاتو منځۍ(مرکز) ده: یعنې دپښتنو روحونو او معنویاتو په ځاۍ کښې غونډوي
پښتو خو نوپښتو ده پښتو ده
پښتو ده او پښتو(پښتونواله) ده
دپښتو سر لوړوالی په پښتو دی پښتو په پښتنو دریدل او سر ومال ترینه جارول دي
پښتانه په پښتو نازیږي
پښتانه په پښتو سر لوینه کوي
په وروستۍ کښې!تللې پښتو هم په پښتوراګرځي،يې دغه چې د پښتنو شته والی په پښتو سره دی او پاینه(بقا)به يې هم په پښتو سره وي
پښتانه غورزیږي،پر زیږې،سټه يې خیژي او ورکیږي .
نصرالله احمدزی
پای