ژباړه : عبدالملک پرهیز
زمری به تل د کوچنۍ هوسۍ خیال ساته او ترې ساتنه به يې کوله او ډارېده چې نور زمریان يې ښکار نه کړي. یوه ورځ چې له لرې يې د هوسۍ بچوړی ساره ، یو زمری يې و لید چې د هوسۍ بچي د ښکارولو هوډ لري، په بيړه له ځایه اوچت شو او د زمري په لور يې و ځغاستل خو کله چې نژدې شو ګوري چې ښکاري یوه ښکلې او ښایسته زمرۍ ده ، چې دهغې د ښکلا په ننداره شو او له ځانه سره يې وویل هرومرو به وږې شوې وي. هم هلته
ودرېد او د زمرۍ ننداره يې کوله. او ويې نه لیده او پوه هم نه شو چې د هوسۍ بچوړی وخوړل شو.
…
مالګه
یوه ورځ یو زده کوونکي د خپل بوډا استاذ څخه غوښتنه وکړه چې داسې یوڅه ور زده کړي چې په ټول ژوند کې يې هېر نه کړي. استاذ زده کوونکي ته وویل د مالګې دبی راوړه ، او په یوه پياله کې يې ښه زیاته مالګه واچوله او له اوبو سره يې ګډه کړه او هغه ته يې وویل راځه او دا اوبه وڅکه. زده کوونکي په زیات کړاو سره یوازې ډېرې لږې اوبه وڅښلې .
استاذ پوښتنه وکړه: خوند يې څنګه ؤ؟
زده کوونکي وویل: ډېره مالګينه وه او څښل يې ممکن نه دي.
استاذ زده کوونکي ته وویل د مالګې دبی واخله او له ما سره راځه .دواړه لاړل او د یو رود غاړې ته ورسېدل . استاذ ترې غوښتنه وکړه چې ټوله مالګه په رود کې واچوي ، بیا يې له رود څخه یوه پیاله اوبه واخیستې او زده کوونکي ته يې ورکړې او ورته يې وویل ويې څکه. زده کوونکي بې له ستونزې ټولې اوبه و څښلې .
استاذ بیا پوښتنه وکړه: د اوبو خوند څنګه ؤ؟
زده کوونکي وویل: بیخي ښې وې.
استاذ وویل: هغه ستونزې او کړاونه چې انسان ورسره د ژوندانه په اوږدو کې مخامخ کېږي ، ددې مالګې په شان دي ، خو دا د انسان روح او اروا ده چې د خپلې پراختیا په کچه هغه زغملی شي. که انسان ستر او پراخ روح او اروا ولري کولی شي د ژوندانه ټولې ستونزې او کړاونه په آسانۍ سره وزغمي. نو ځکه کوښښ کوه رود اوسې نه پیاله .