ع.شريف زاد
د افغانستان کورنئ او بهرنئ سياست لاتر اوسه معلوم نه دئ ځکه تر اوسه پورې ديو واحد زعامت انتظار باسي او د هېواد ټولې برخې په بنسټيزه توګه بايد منسجمې شى . دغه ضرورت له ډير پخوا څخه چې تقريبا درې لسيزې کيږي هر چا ته که په سياست پوهيږي او که نه په ډاګه بريښي اويوازې قدرت ته رسېدل نه دي. په کلتوري لحاظ مونږ افغانان د ملت په برخه کې ډير احسا ساتي يو ، ډير ژر د خپلو ګټو په لټه کې يو او کوښښ کوو چې څه ډول په
پلمو، واسطو او مختلفو لارو په ډيره زرنګي سره د بل په سترګو کې خاورې وشيندو او په ډيره کمزورې پوهې سره ملي منافعو ته اور واچوو چې دغه ډول لوبې په هرځاى
او سيمه کې ليدل شوي او اوس هم ليدل کيږي.
په افغانستان کې د قومي مشرانو، نامتو او ملي شخصيتونه ډير مهم دي او دوى د ملت په ټولو مقدراتو کې يو ستر عنصر ګڼل کيږي. د افغا نستان سوله، ثبات، امنيت ، موقعيت او شتون په همدې خلکو ولاړدى نو په کارده چې هر څه په اټکل باندې ونه ټاکې بلکې په پوهه، څېړنه ، پوښتنه او ګروېګنه باندې او په تيره بيا ددې پېړۍ په معيارو نو کې وڅېړي. دې کې شک نشته چې دلوېې جرګې مقام د افغا نستان په تاريخ کې ډير اوچت دى او تاريخي شهرت لري خو په هغه وخت دغه غيرتمن ولس يو موټئ وه، متقابل احترام وه، عزت او غيرت سره تړلي وه، قناعت وه، بې له هر ډول پوهې د اسلامي او ملي عقا يدو درناوى
په اعظمي تو ګه په هر قوم او قبېلې کې کيده. دروغ نه وه او نه دومره خلک لباسي، مادي، تشريفاتي، او ساختګي ډوله وه. په افغانستان کې کله چې ددې نا ړامه غوايي کودتا وشوه او کمونستانو د کمونيسم سندره له غوږو څخه ونيوله ،نارې او سورې د جسم او روح د تلويژن له لارې پيل کړي داسې ناڅاپي کارونو ته يي وردانګل چې د عطار په کوتي کې هم نه وه ژوند ېې افغانانو ته ډير تريخ کړ او با الاخره افغانان ېې ټولې نړۍ ته مجبور کړل چې مهاجرت وکړي. څوک په بېړيو کې له مينځه لاړل ، ځينې بيا د مختلفو هېوادونو د کلتور او فرهنګ ښکار شول . هغوى چې په هېواد کې لا پخوا نه لويديځ اماتورا�
� وه او ددې فرهنګ سره ېې مينه درلوده اوس نو له هغو څخه پوښتنه وکړي چې هغوى په کوم دستر خوان کې خپله ډوډۍ خوري؟
را غلو د بهرنيو هېوادونو په موقف کې چې دوى څه ډول د جهاد له وخته دغه شپې او ورځې محاسبه کړي او په دې لاره کې ېې څومره کار کړي . طبيعي خبره ده چې هر هېواد په خپلو ګټو پسې ګرځي او هېڅوک په وړيا توګه دلته زما او ستا په انديښنه کې نه دى زمونږ د لانجې او بحران په هکله د ګا ونډيو هېوادونه اباد شول ، هوښيار شول ، دشاخلو او پتيو په توپير پوه شول واړه کلي ېې په ښارونو بدل شول، سياسي موقعيت ېې په نړۍ کې پورته شو، ګيدړ ېې زمري شو ل او چورګوړي ېې په چرګا نو بدل شول .که د سرچينو په ترازوېې محاسبه کړو باور وکړي چې د يوتيوب، ګوګل او نورو نشراتي شبکو نه ېې هم حساب او�
�ت کيږي. دلته اوس د مظلوم افغانستان په هر کنج کې د کورنيو او بهرنيو جاسوسانو ځاله جوړه شوې ده او ددې ځالو نړول هم دداسې ولس مشر لپاره سخت کاردى ځکه چې نوموړي سهار يوڅه ، بيګاه بل څه اوسباته ېې د بل لوري ملا تړلي وي مونږ په خپله دغه زمينه همدې جاسوسانو ته واړه دي او که معتبران مساعده کړه . تاسې وګوري او دې ته ښه پاملرنه وکړي چې په يوه وخت کې دوه هندوانې ياخر بوزې په لاس کې نه نيول کيږي. له يوې خوا خلک سولې ته رابلو او له بلې خوا بيا د هېواد برخليک ټاکو.بله مسله داده چې تر اوسه پورې دولت ددې توان نه لري چې په خپلو پښو ودريږي او مونږ تر اوسه پورې دنړيو
الې ټولنې قوتونه ساتي نو دا کاسه او کپړي چې نمونه ېې همدا شعله ده که پوله او که پياوه ده ښاغلي سپين تا ده اوکه سپنتا په با بولالو د افغانستان ملي مصالح څېړو؟ طبيعي خبره ده چې خبره له حساسو شېبو او ګړيوڅخه تيره ده خبره لسيزو او سليزو ته نږدې کيږي.
ملت بل څوک ساتي خاوره د نړيوالو قوتونو تر لاس لاندې ده لاپې مونږ وهو! ګواښ مونږ کوو، د قدرت او زور لاپوکانو د کابل په هر ه کوڅه کې دتاڼه دار و په شان پراته دى چې نه خپل پېژني او نه بهرني. دلته خبره د حقوقي او ديپلوماتيکو چارو نه وتلې. دلته د ماشومانود حکومت يوازې پيښي دي. زمونږ خلکو ته يو مناسب سنجش په کاردى چې هم له نړۍ سره او هم له ګاونډيانو سره د يوه ملت په بڼه کې اړيکي ولري ځکه دا يو ضرورت دى مخکې له دې نه چې مونږ په ، د مختلفو تلويژنو ځا نګړې شو ګانو کې ، اتحاديوکې ، ټولنو کې اونورو بې وخته مشورو ته لاس واچوو وايي غوټه چې په لاس خلا صيږي خولې ته �
�رورت نه شته ! مونږ هسې تشو انتخاباتو پسې منډې ووهو يا لکه ځينې مفسران چې د غوړې دموکراسۍ لاپې وهي خو دا غوړه دموکراسۍ دلته ځاى نه لري. مونږ هيڅکله د پاکستان او ايران د مستقېمو لاس وهنو مخه نه ده نيولې او نه مو په دې اړه ديوې داسې ديپلوماسۍ نه کار اخيستئ چې هغوى په سيمه کې خپل دريځ د يوه ګاونډي په صفت وپېژني نه ديوه مهاجم په بڼه کې . ددې لپاره چې د وى نور زمونږ په بهرني او کورني سيا ست کې د هېڅ ډول لاس وهنې حق نه لري. خو کله چې زمونږ ولس مشر د اى اس اى خواخوږي وکړي او کله بيا د آيت الله په دريځ خپلې عا شورا وې لمانځي دا بيا بل ډول ليدنه او کتنه ده چې مخ �
�ه لري. تاسې شاهد ياست چې مطبو عاتي مرکې، پوښتنې او ځوابونه هيڅ وخت د ملت په ژبه نه دي او هېڅ وخت د ملت د ضرورتونو د معيار سره متنا سب اړيکي نه لري. مونږ افغانان يو او مونږ بايد په ډير کراري سره خپلې ورځې او شپې د سولې په ملاتړ داسې واژړو چې د يتيمانو، کونډو او رنډو، شلو او شوټو ورکو او بربنډو، بې زوره او بې هيلو، بې کوره او سيمو او په تير ه بيا هغوي چې تل له يوه ځايه او له يوه سورکي څخه په مختلفو پلمو ، دسيسو او نومونو وژل کيږي په نظر کې ونيسواو له همدې ځايه خپل کاروان لپاره يوه داسې تګ لارو وټاکو چې د ټولو افغانانو د ملي هويت، ديني رسالت او بشپړ در�
�اوى لکه څنګه چې د خداى جل جلاله او د هغه د پيغمبر خوښي په کې حاصليږي نه دهغو انتخابات چې د هوس او احساستو په ښا خو سپاره وي اوپه روښانه ورځ کې د استعمار او استعباد لپاره لاره پرانيزي "شپه که تياره هم ده مڼې په شمار دى"!!!!!!
په درناوي