نصرالله احمدزی
شپږمه برخه
تر ټولو پیاوړئ کاندید ټیمونه همدا دری دي (اشرف غنی احمدزی ،داکتر عبدالله ،او استاد سیاف ) د آشرف غنی هغه رایه چي د جنرال دوستم مربوط ده هغه که لس وي او که په لهکونو هغه رایه ګرنټئ ده او د دوهم معاون رایه د هزاره ولس دي چي د کریم خلیلی په قوت يې تر لاسه کوئ د کریم خلیلی رایه یو څه برخه محقیق ترینه د داکتر عبدالله لپاره کموئ او پاتی شوه د پښتنو په منځ کې د داکتر اشرف غنی رایه له
نوموړئ پوری اړوند دی چي څومره به راخپله کړي ځینی فکر کوې چي خلیلزاد ورسره ملګرئ دي داسمه ده چي د اشرف غنی په نسبت زلمی خلیلزاد واشنګټن ته ډیر منلي ده او له همدی دلیل هم د هغه ملاتړ کوئ چي د دواړو روابط او اعتبار واشنګټن ته ډیره دی خو افغانی ټولنې کې خلیلزاد داسی پیژندل کیږی لکه کوم اصلی امریکايي ته چي د افغانستان د ولسمشر چوکۍ ور وسپارل شی نو له داسی شخص سره د ټولنې حساسیت بیا روښانه او ثابت دی خو په سیاسی او اداری لحاظ خلیلزاد بیا ورسره ډیره همکاری کولئ شی ، برعکس اشرف غنی احمدزی بیا په ټولنه کې جذب او قبول شوئ شخص دی له نوموړی سره ځینی نور کسان هم همکاری کوئ لکه حنیف اتمر چي نسبتآ یو نظاق شخص دی کاری تجربه لری خو باید اشرف غنی دی ته فکر وئ چي یوازی تر ارګ رسیدل د کار پاي نده اصلآ زحمت ،لوړې او ژوري ،کوتلونه او دشتي له هغي وروسته پیل کیږی ، نه بهرنی فوځونه د حکومت واګئ مظبوطولي شي او نه پری تکیه کول هوښیارانه فکر ده که داکتر عبدالله ایتلاف ارګ ته له ننوتو د باندي پاتي شی نو ښاغلی غنی ته به هم ډیره ګرانه وئ چي داسی یو حکومت به ولرئ چي له ښاغلی حامد کرزی به غوره وئ بل طرف ته غوڅ اکثریت ملت په ټاکنو کې ونډه نلرئ چي بیل بیل دلیلونه لرئ
قوئ او مظبوط وسلوال اپوزسیون (طالبان او حزب اسلامی ) چي د هیواد د ننه ځینی سیمي او مهم لارې عملآ تر واک لاندی لرئ .
ډیري سیمو ته د ټاکنو مواد ندی لیږل شوی او نه هلته د ټاکنو مرکزونه شته .
په حکومت او کاندیدانو د ولس بي باورئ ،ادرای فساد ، ددوسیو نه خلاصون ،د زمکو غصب ، دفترونه ، بانکونه، سړکونه ،چوکونه ،وکیلان هر څه د چور په مرکزونو بدل شوئ دي نو ځکه یې د ملت زړه شین کړئ تیره ورځ مي ښاغلی ابرهیمی خبری واوریدی له حکومت یې غوښتل چي د وژل شوو وکیلانو مدعیان دی په ګوته کړی عجب نظام چي یوازی د ددولتي لوړ پوړوکسانو غم خوړل کیږی دا عسکر ،مامورین،استاذان ،علما ، قومي مشران ،داکتران ،ښځې ، ماشومان ،کارګران او...... چي هم په بمبارد کې وژل کیږی ، هم په مرمیو ویشتل کیږی ،ځانمرګو له لاسه وژل کیږی ، په سړکونو کې د خښ شو ماینونو په واسطحه په شهادت رسول کیږی ،بندیخانو کې تر شکنجو لاندی به شهادت رسول کیږی ، د حیواناتو په څیر ترینه سرونه غوڅ شی خو پوښته او غم یوازی د لوړ پوړئ خوړل کیږی نو چي حکومت ته تر اوسه د پارلیمان د وکیل قاتل معلوم نه وئ نو د خوار غریب به څه معلوم شی ؟ کله چي د آمنیتي ادارو هفته وارو راپور نشر شي نو په لسګونو مخالفین یې وژلئ وئ او که د د طالبانو او حزب اسلامی راپورونه لولو هغوئ هم هر هفته د لسګونو دولتي عسکرو د وژني خبر نشروئ چي دداسی وژنو ډیره دعوه طالبان کوئ ، اول خو دا آرقام ټول ناسم او د تبلیغاتی جګړې برخه ده خو که رښتیا هم همدومره وی نو باید ووایو چي له بدمرغه دواړو خواوو ته موږ وژل کیږو کله چي د اورتون لرګي خلاص شی نو د نانواي مالک نور راوړئ ترڅو تنور ګرم وساتئ او ډوډي پری پخه کړئ اوس افغانستان د نړی د سترو قدرتونو د رقابتونو تنور ده او موږ افغانان یې د سوخت مواد یوو که اور راباندی نشی تازه کیداي نو بیا مو آخوا غورزوئ بل شخص او یا بله ډله راوړاندی کوئ .
سترو قدرتونو او د هغوي سیمه ایزو او نړیوالو اشرګرو افغان ولس په داسی کندۍ وربرابری کړئ چي ټول مجبور یوو هغوئ ته لاس په سینه او یا یې د هر ظلم په وړاندی خاموش شو ځکه که کوم غریب د کولمو درد هم ولرئ نو مجبور دی له هیواد د باندی علاج ته لاړ شئ تر څو چي تر داکتر رسیږی نو د علاج لس چنده زیاتی پیسی باید په داسی حال کې پولیسو ته ورکړی چي هم به قانونی سفری اسناد لری او هم هویت دا زموږ ددولس کلنو حکومتداری برکت ده.
په دغو لسو کاندیدانو کې له ښاغلی قطب الدین هلال نه پرته نور دا دولس کاله ددې نظام مهم غړی وو نو چي داسی دی ددوي حکومت ولس سر په سترګو ولیدو بیځایه غوري دی نه وهئ چي تش په لاپو وطن ګلی ګلزار کړی ښه به دا وئ چي اقرار وکړئ او ووايې تیر دولس کلونه ناکام او بدنام ترین نظام موږ درلود موږ ترینه تجربه واخیسته او ۱۸۰٪ درجي مو ځانونو کې هم بدلون راوستی او دا ځل د شفافۍ اداری د جوړیدو او د خدمت له جذبي سره میدان ته راوتلی یوو نه له خپل رقیب د انتقام جذبه لرو ،نه پدې هاند کې یوو چي خپل سیاسی رقیب له ارګ او مقام بیبرخي کړو او همدي ته بریالیتوب ووایو .
نور بیا
نصرالله احمدزی