ډاکټر فهیم شینواری
یوه دوست می چی څو کاله پخوا یی د جلال آباد په پی آر ټی کی دنده درلوده راته کیسه کوله چی یوه ورځ دپی آر ټی د سیاسی چارو مسئول ډیر په غوسه دفتر ته رادننه شو اوپه داسی حال کی چی له ډیری غوسی یی مخ سور تاویده او ریږدیدا اخیستی وو پر مایی سترګی راوویستی او وی ویل دا والی به نور ونه زغمل شی ،دا خو هیڅ هم نه منی ،چی هر څه ورته وایی او شنه څراغونه ورته ښیې بیا هم هماغه خپله خبره کوی، چی زه یی نه
شم منلای او دومره راته ارزښت نلري چی د خپلی کورنی او ځان تاریخ تور کړم.دوست می زیاته کړه چی ما ورته وویل خیر دې وي جناب بیا څه ستونزه ده او څه نه مني ،چارواکئ بیا سور او شین شو او راته یی وویل،چی ورشم راته وایی د ولسوالیو له یوی پروژی سره هم مرسته نه کوئ ،خو دا څو ورځی دی چی زه ورته وایم دپوهنتون او لیسو د نجونو یوه میله جوړه کړه اوموږ هم میلمانه کړه ،له موږڅخه دی د ښځو لپاره یو پارک وغواړي موږ به درته پریمانه پیسی درکړو او پارک ورباندی جوړ کړه ،موږ هم هسی چاته پیسی نشو ورکولای خو دئ وایی چی زه دا کار نشم کولای دا په موږ پښتنو کی سم کار نده چی په ښځو له چا نه مرسته وغواړو او د ښځو تر پارکه موږ ډیری نوری اساسی اړتیاوی لرو د هغو لپاره مرسته وکړئ ،خو ما ورته وویل چی موږ هم خپل مجبوریتونه لرو یو ځل باید د مرستو لپاره لاره پرانیستل شی بیا به نورو پروژو لپاره هم مرستی وغواړو ،په تیره اونی کی یی هم میټنګ را خراب کړ همدا یی ویل چی د شپی او خپل سری عملیات مه کوی او بندیان مو چی نیولي بیرته یی خوشی کړئ ما له ولس سره وعده کړیده او تاسی باید ما بد لوظه نکړئ .دوست می راته ویل چی ما ورته وویل زه به ورسره خبره وکړم خو سر صاحب په ډیره غوسه راته وویل نوره خبره ختمه ده او باید چاره یی وکړم که نه نو زما کارونه به همداشان وروسته پاتی وي زه هم مسئولیت لرم او د بریالیتوب لپاره باید کار وکړم نه چی هر څه دی دده په خوښه وی.
دوست می راته ویلې چی هغه ورځ می په یوه بهانه اجازه واخیسته او مخامخ د ولایت مقام ته روان شوم ،کله چی می د والی صاحب دفتر کی اجازه وغوښته نو سکرتر وویل چی والی صاحب نن څوک نه ګوري او پ آر ټی والاو سره یی جنجال شوئ ،ما ډیر کوښښ وکړ چی ورشم خو بریالی نه شوم ،بیا څه وخت وروسته اعلان وشو چی والی صاحب کابل ته تبدیل شو.
هغه ویل که څه هم چی حاجی صاحب دین محمد د مرستو جلبول او ننګرهار ولایت له لاسه ورکړل خو افغانی ملی او اسلامی غرور یی وځلاوه ،د ننګرهار پت او عزت یی وساته او امریکایانو ته یی وښودله چی افغانان اړ خلک دی خو ډیر باعزته او سرلوړي.
اوس اوس چی ننګرهار بیا یوه متدین ،مخلص ،کارپوه ،ولس دوسته اوباعزته والي ته اړتیا لري هیله من یم چی د ولسمشر به دده خواته ډیر پام وی او دده په ګومارلو به ننګرهار له تیرو ناخوالو راوباسي او له راتلونکو سترو ستونزو سره به د علمی او منطقی مقابلی په توګه خپل ملی مسئولیت تر سره کړي.
دا والي خو هیڅ نه مني\ډاکټر فهیم شینواری
یوه دوست می چی څو کاله پخوا یی د جلال آباد په پی آر ټی کی دنده درلوده راته کیسه کوله چی یوه ورځ دپی آر ټی د سیاسی چارو مسئول ډیر په غوسه دفتر ته رادننه شو اوپه داسی حال کی چی له ډیری غوسی یی مخ سور تاویده او ریږدیدا اخیستی وو پر مایی سترګی راوویستی او وی ویل دا والی به نور ونه زغمل شی ،دا خو هیڅ هم نه منی ،چی هر څه ورته وایی او شنه څراغونه ورته ښیې بیا هم هماغه خپله خبره کوی، چی زه یی نه شم منلای او دومره راته ارزښت نلري چی د خپلی کورنی او ځان تاریخ تور کړم.دوست می زیاته کړه چی ما ورته وویل خیر دې وي جناب بیا څه ستونزه ده او څه نه مني ،چارواکئ بیا سور او شین شو او راته یی وویل،چی ورشم راته وایی د ولسوالیو له یوی پروژی سره هم مرسته نه کوئ ،خو دا څو ورځی دی چی زه ورته وایم دپوهنتون او لیسو د نجونو یوه میله جوړه کړه اوموږ هم میلمانه کړه ،له موږڅخه دی د ښځو لپاره یو پارک وغواړي موږ به درته پریمانه پیسی درکړو او پارک ورباندی جوړ کړه ،موږ هم هسی چاته پیسی نشو ورکولای خو دئ وایی چی زه دا کار نشم کولای دا په موږ پښتنو کی سم کار نده چی په ښځو له چا نه مرسته وغواړو او د ښځو تر پارکه موږ ډیری نوری اساسی اړتیاوی لرو د هغو لپاره مرسته وکړئ ،خو ما ورته وویل چی موږ هم خپل مجبوریتونه لرو یو ځل باید د مرستو لپاره لاره پرانیستل شی بیا به نورو پروژو لپاره هم مرستی وغواړو ،په تیره اونی کی یی هم میټنګ را خراب کړ همدا یی ویل چی د شپی او خپل سری عملیات مه کوی او بندیان مو چی نیولي بیرته یی خوشی کړئ ما له ولس سره وعده کړیده او تاسی باید ما بد لوظه نکړئ .دوست می راته ویل چی ما ورته وویل زه به ورسره خبره وکړم خو سر صاحب په ډیره غوسه راته وویل نوره خبره ختمه ده او باید چاره یی وکړم که نه نو زما کارونه به همداشان وروسته پاتی وي زه هم مسئولیت لرم او د بریالیتوب لپاره باید کار وکړم نه چی هر څه دی دده په خوښه وی.