ادبي ټوټه ::: رفيع الله روشن
ماشوم په حيرانتيا د موټر پر هنداره په لاس کې د رسمې شوې شمعې انځور ته کتل، کله چې به څوک راغلل دموټر شا وګرځېد او د غاښونو د پاکولو تمثيل به يې وکړ، د هيچا ورته فکر نه کېده، همدا چې به په لاره پلي شخص ورنه تېر شو ،ډاډه به د انځور په طرف راغي، څوځله يې خپل لاس په هنداره د لګول شوي انځور په ډول ونيو خو،فکر يې پرې ونه رسېده،څوشېبې د کوچني د نندارې لپاره د يوه بل ولاړ سوپرکېسټم موټر تر شا ودرېدم،خو مجبور وم
چې تللی وای،ځکه کار مې درلود، همداسې را روان شوم، خوکوچني زماپه ليدو د انځور څنګ پرېنښود اونه يې دکوم بل تمثيل هڅه وکړه، ورڅخه په تېرېدوکې وم ،ماشوم سترګې په داسې حال کې را واړولې چې له پوښتنو ډکې وې،ماهم ور کتل ،نه هغه څه وويل اونه ما.
ورڅخه تېر شوم چې غږ يې کړ.
کاکا !
ماچې همدا انتظار درلود ور وګرځېدم څه وايې؟
هلک ورته ولاړ انځور ته لاس وغزاوه.
داچا جوړ کړی؟
داستاپشان يوه ګلالي ماشوم.
زه هم غواړم جوړ يې کړم خوڅنګه؟
په همدې ورځ مې يوه ښکلې کتابچه اخستې وه، دبيک کشک مې کش کړ،کوچنی راته متوجه و چې څه کوم، کتابچه مې ماشوم ته ورکړه،ترڅنګ دکان نه مې ورته پنسل،قلم او يو قوطۍ رنګې واخستې،دموټر پر هنداره لګول شوي انځور ته ورته ډېر د رسامۍ انځورونه په دکان کې پلورل کېدل هماغه انځور مې ورته واخست.
هه داواخله ،ته هم دې انځور ته ګوره او جوړ يې کړه.
ماشوم ډېرخوشحاله شو،کورته د ننوتوپه وخت کې يې له دکانه اخستل شوی او دموټر پرهنداره نسب انځور سره مقايسه اوله سترګو تېر کړل او بيا په دروازه ننوت.
دريمه ورځ دفتر ته روان وم چې هماغه ځای ته را ورسيدم ،خبرنه وم چې هره ورځ مې کوچنی تعقيبوي،له کوره په تېرېدو وم چې انځور په لاس مخې ته ودرېد.
دا ما جوړ کړي .
هوبه هو هماغه شان انځور يې کښلی وم کوم چې ده د موټر پرهنداره ليدلی و.
ډېرښکلی رسامي شوي و،ماورته وويل نه داتا ندی جوړ کړی.
ښه همدا اوس ستاپه مخ کې بل جوړ کړم.
هو
ماشوم داځل له انځور څخه نقل نه کاوه په څو دقيقوکې يې هماغه شان بل انځور هم جوړ کړ.
دادی کاکا جوړ مې کړ.