له ډنمارک څخه د تسلیت پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي راډیو ( راډیو افغانستان یا راډیو کابل ) لومړنۍ ښځینه نطاقه او  د ښځو د ملي نهضت  پیاوړې مبارزه او لیکواله  آغلې لطیفه کبیر سراج وفات شوه .لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي .


په دې توګه په ملي راډیو تلویزیون کې  خپلو ګرانو همکارانو، نطاقانو ،انانسرانو ، ویونکو او ژورنالیستانو دغه راز د نطاقانو د ادارې مشر او د ملي راډیو تلویزیون مشر ښاغلي زرین انځور ته او د هېواد د ژورنالیزم د څانګې ټولو کارکونکو  او د مېرمن لطیفه کبیر سراج  کورنۍ ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوو .ویاړو چې ددغې قدرمنې استادې سره مو د ګډ کار وختونه درلودل او له هغې څخه مو ډېر څه زده کړل .الله دې وبښي .یاد یې تلپاتې .
محمد یوسف هېواددوست او فیضیه هوسا