نصرالله احمدزی
د ولسمشری بل کاندید ښاغلی عبدالرب رسول سیاف د پخوانی اتحاد اسلامی او د اوسنی دعوت اسلامی ګوند مشر دی ښاغلی سیاف په خټه پښتون او د مرستیالانو له جملی یې یو تاجک او بل ازبک له قومونو څخه دئ ښاغلی سیاف راوانه دری ،عربی ،اردو او انګلیسی ژبو پوهیږی د مصر په الازهر پوهنتون کې يي زده کړی تر سره کړی او کابل کې پوهنتون هم پرمخ بیايي او خپله هم محصلینو ته کله نا کله درس ورکوئ
استاد سیاف افغانئ ټولنه کې د شیخ الحدیث په نوم هم شهرت لری نوموړی په ولسی جرګه کې له څو کلونو راپدیخوا دپغمان له ولسوالی بریالی کاندید و او د موجوده ولسی جرګی د ریاست لپاره د نوموړئ او یونس قانونی ترمنځ شدید رقابت تر سره شو د نوموړی تله لږ پری درنه وه خو د قانون او اوصولو له مخی چي حکومت وضع کړئ د ریاست ترلاسه کولو چانس یي نه درلود نو اخر کې د ریاست مقام یو نسبتآ کمزوری شخص ته پاتی شو.
ښاغلی سیاف د نجیب د حکومت تر سقوط وروسته د مرحوم استاد ربانی او احمدشاه مسعود تر څنګ تر اخره کلک ملګری پاتی شو هم د حزب اسلامی او هم د طالبانو پرضد یي ددوي ملا وروتړله له یولسم ستمبر خونړی پیښیي وروسته استاد سیاف د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف د یرغل هرکلی او عملآ يې ملاتړ او مرسته ورسره وکړه یوه ورځ له استاد سیاف سره په ناسته کې یوه خاطره یي رایاد شوه ویل یي : باور مو وشه زموږ د سپینږیری(ربانی) په حکومت کې ښځې هم لوڅي پونډي ګرځیدي ،لیپ سیرین هم ازدا و خو بیا هم امریکا په داسی کوتک وواهه چي ایله بیله یي لنګوټئ ترینه له سره خطا کړ خو باور مو وشه دی طالبانو ته یې داسی کوتک ساتلی چي په دی سر یي ووهئ مازغه به يي پری وشیندئ ) د پیریانو جګړی کتاب لیکوال وايي چې یوه ورځ موږ د شمال ټلوالی د اکمالاتو په ډله کې له استاد سیاف وغوښتل چي خپل جنګیالی سره منظم او تیارسی کړی نو د اکمالاتو په خاطر می یو بنډل ډالر غیږ ته ورخطا کړل نو استاد سیاف داسی غوټه پری وکړه لاس کې بنډل راواخیست لکه سور الو چي يي لاس کې نیولی وئ او سمدستئ خپل یو ملګری ته ورګذار کړ . والله اعلم
استاد سیاف د هیواد په کچه مشهور او بانفوسه شخصیت دی د افغانستان اکثره وګړئ یې له نوم او قواره سره بلد او آشنا دی نوموړی څه موده د مخه د ولسی جرګی له غړیتوب استعفی وکړه او ځان یې ولسمشری ته کاندید کړ زما په فکر استاد سیاف تر هغې کچي نفوس او بهرني ملاتړ نلرئ چي نوموړی د ولسمشر په صفت تر ارګ ور دننه کړی خو که د کوم بل کاندید په ګټه ورتیر شی نو د هیواد د ننه د ټاکنو ترازو بدلولي شی خو د بهرنی ملاتړ ستونزه یې په خپل حال پاتی کیدونکي ده ، زما په نظر د ولسمشری کاندیدانو کې دا دری ټیمونه قوئ او د حساب وړ دئ چي یو ښاغلی اشرف غنی احمدزی ،ښاغلی داکتر عبدالله او خپله د استاد سیاف په مشری کاندید ټیم .
نور بیا
نصرالله احمدزی