ع.شريف زاد
نن سبا په مطبو عاتوکې ، په خبرو اترو او حتى هر ډول بحثونو کې ډير خلک ددغو درې ګونو اصطلا حاتو توپير نه شي کولاى ، دغه مطلب باندې به په مقد ماتي ډول يو څه رڼا واچو نو ددې توپير ته بايد پا ملرنه وشي:
١¬ مدنيت
٢¬ فرهنګ
٣¬ تمدن
١¬ مدنيت: د انساني صفاتو ،کړو وړو هغه مجموعه ده چې د ديوه ښار، کلي او کور سلوکو ته ېې ځا نګړى امتياز ور کړى وي او د اوسنيو ښارو نو ، کليو، او کورونوګڼه او ګوڼو، د تګ او راتګ ټولو قواعدو داسې مشري وکړې چې د
مدني ژوند له ټولو برخو سره يوه ډيره مناسبه فضا رامنځ ته کړي او په همدې فضا کې يو دبل حقوق تر پښو لاندې نه کړي په ټولنه کې په کراره او دوامداره توګه کړ کيچن حالت له مينځه يوسي او تړل شوى ژوند خپل اوسيدونکي دبل رنګ سلوک غوره کولو ته مجبورکړي. په دې صورت کې د ټولنې ټول مثبت اړيکې د نورو لارو سره د سمون لاره پرانيزي او له نورو سره د بدلون پړاو ته رسيږ�
� چې بيا همدغه مثبت بدلون د يويشتمې پيړۍ د مدني ژوند او خلکوکسبي کړنلاره ده چې په ځينو سيمو، ښارونو، کليو، او کورونو کې ېې مثالونه په ډاګه ليدل کيږي.انسان ته په کارده چې د مدنى ژوند اهميت په نظر کې ونيسي او په ټولنه کې ېې عملي کړي.
ګورو چې ښاري انسانان داسې نرم سلوک او حرکت غوره کوي چې د سارا، غره، او نورو ا زادو سيمو سړي ېې نه شي منلاى دا ځکه هغه خپل ماحول او سيمې ته نږدې او پيژندل شوى دى خو له ټولنيزه ژوند، ښاري برخو د انسانانو له ګڼو او ګوڼې نه ليرې پاتې شوى او د ښاريانو د مجموعي صفاتو له ډګره سر ه ارتباط نه لري.
پوښتنه داده چې زمونږ ولس مشر د کوم مدنيت څخه خبرې کوي؟
فرهنګ:د ټولنيز لارو چارو هغه برخه ده چې انسان د زيږدو له پيله ورسره مخامخ کيږي او دغه لارې چارې په غير محسوسه او کراره توګه سره له فکري او معنوي تا بع څخه تشکيليږي. نو هغه ټولنيز چا پيريال چې په کې هستوګنه کيږي د انسان سلوکي او فکري عادات په يوه اندازه برابروي. لومړنئ ټولنيز چاپيريال چې انسان په کې نشئت کوي کورنۍ ده او بيا له خپل پراخه چاپيريال لکه د مکتب، جومات او نور ګڼ شمير د ټولنيزوله لارې اوسر چينې خپلې کوي.
هغه عناصر چې فرهنګ ترينه جوړيږي فکري يا معنوي اړخو نه دي چې فرهنګ پر مخ بيا يي فکر د فرهنګ مغز او دين ېې سند او ستنې دي. فرهنګ له هر زمان او مکان سره بد ليږي فرد هغه وخت د خپل فرهنګ د ځواکمنتوب ا حساس کوي چې ديوه فرهنګ څخه بل فرهنګ ته انتقال شي اوله نوى فرهنګ ديورنګ جګړې ا حساس وګا لي . خو دلته په ټولنه کې په لوى لاس د مېړني ولس فرهنګ وژل کيږي او بې شميره اماتورانو ډول ډول لوبې راپيل کړي چې په فرهنګ کې بې فرهنګه کيږو.
تمدن: د خپلو ترکيبي عناصرو ترڅنګ فکري او عقلي اړخونه او همدارنګه مادي اړخ لکه خوراک،څښاک او د موا صلاتو وسايل ،اختراعات او اکتشافات، اخبارونو او ميډ يا،د حرکت او انتاج ګڼ شمير مرحلي په ګړندۍ توګه په خوځښت کې کيږي.خو له بده مرغه تير په تيره په دې ديارلسو کلو چې له ارګه وځو او بيرته ننوزو او سترې غونډې لرو دکوم تمدن خبرې کوو؟
دغه مادي اړخ چې ژوند ېې اسانه کړى بايد خطرونو ته ېې يوازې پاملرنه ونه شى بلکې روحي اړخ چې دين او فکري اړخ چې عقل دي د بيدار تيا او ابتکار يادونې وشى.
ټولنپوهان د ژوند د روحي ، فکري او مادي اړخونو متوازن پرمختګ ته تمدن واېې.
اسلام چې يو رښتينئ متمدن دين دى چې ددغه ټولو اړخونو د توازن زيار باسي.په اسلام کې چل او فريب نه شته، فساد او کرکې نه ډيره بده مني. د ظلم او بر بريت نه تښتي، رهبا نيت نه شته ، کار او زيار دواړو ته بلنه ورکوي کرامت او بشريت دى او له مسلمان څخه په هر حالت کې د نيک عمل، ښه اخلاق، بشپړ انسانيت ، اخلاص او شرافت غوښتنه کوي. پرور دګار عالم فرماېې چې:
" ووايه (اې محمده!) چا حرام کړى دى ښايست د الله هغه (ښا يست) چې لپاره ېې د خپلو بندګانو راويستى دى او چا (حرام کړي دى) ښه شيان له روزي څخه.
همدا وجه ده چې اسلام په پاکي او سترګي، مساوات او عدالت باندې تاکيد کوي او په هر زمان او مکان کې د هرې ټولنې لپاره مناسب دين دي.
په در ناوۍ