د ځوان ليکوال،ژورناليست او شاعر رفيع الله روشن دويم کتاب د (درې ورځې څوخاطرې) په نوم چاپ او خپور شو،دغه کتاب خوست ته د ليکوال د يوه فرهنګي سفر د سترګو ليدلی حال او خاطرې بيانوي.
دغه کتاب ۴۰ مخونه او بېلا،بېل تلوسه لرونکي عنوانونه لري،ياد شوي کتاب په کابل کې چاپ او خپور شوی،خو د هېواد په نورو سيميو کې هم له کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کېدای شي ،له دې مخکې د ښاغلي روشن د لنډو کيسو يوه ټولګه(بې موره) هم چاپ او خپره شوې وه، ددې ترڅنګ ليکوال څلور نور ناچاپ اثار لري چې يو،(شفق پرګلابونو، شعري ټولګه،يوکوچنۍ ناوې،دلنډوکيسو دوهمه ټولګه،يو وروستی ارمان ،ناول او بل هم د ادبي ټوټو او ادبي ليکنو ) مجموعه ده چې انشاء الله په يو بل پسې به چاپ اوخپاره شي.
ښاغلي روشن له آره د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د عزيزخان کڅ استوګن دي،خو په کابل کې بېلابېل رسنيز او فرهنګي دندې لري،روشن د يوې اونيزې افغان باور مسول مدير او د بلې محاذ مرستيال مدير دي.
له بېلا،بېلو وېبپاڼو سره هم همکاري لري او د ادبي او ټولنيزو ليکنو په خوا کې پرسياسي او روانو مسايلو ليکنې او تحليلونه ليکي.زه خپل دغه هڅاند همکاراو ملګري ته د نوي کتاب د چاپ مبارکي وايم او د ناخپرو شوو نورو اثارو د خپريدو او نورو برياليتوبونو هيله ورته کوم
ارشاد رغاند