د ارګ میـــــــنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

  دویــمـــه (۲) بـــــــــرخـــــــــــــه
د  ډاکتر  عبدالله  په  مشرئ   د ولسمشری   د کاندیداتوری   بل  ګروپ   چې  لومړی  معاون   یې   انجنیر  محمد خان  په نوم   یو   شخص  غوره کړی  چې  په خټه  پښتون  دی    او دوهم   معاون   یې   محمد  محقیق  چې  د هزاره  توکم   څخه  دی   ، داکتر عبدالله  د قومندان  مسعود  تر مشرتا به  لاندی  د پخوانی شورای  نظار   د مهمو کلیدی  غړو له   ډلې

څخه  شمیرل  کیږی  او په  قوم  تاجک   دی   او  درۍ   يې  مورنی   ژبه   او  په   انګلیسی   ژبه   باندی   ښیي   راوانی  خبر ی   ،لوستل  او لیکل  کولې  شی  او  له پښتو  ژبه  ویلو  سره  هم  آشنا  دی  خو  په  لوستلو او لیکلو  یې  مسلط  ندی   داکتر عبد الله   پوره داکتر نده   او نه  له  طیب  پوهنځئ   فارغ   شوی  بلکه  په  افغانستان   باندی  د  سور فوځ   د  تیرې   په  وخت  کې  پیښور کې  لنډ مهالې  کورس   لوستئ   دی  ، د  داکتر عبدالله   د  زوند  ستره  برخه   په  جنګونو  ، ویجاړیو   او  سازشونو  کې  تیره شوي  ده  ، ښاغلی عبدالله  د مرحوم استاد ربانی  په   حکومت  کې   د بهرنیو  چارو   وزارت   د وزیر  او سرپرست   په  حیث   کار  کاؤ  خو  خپل  وخت   یې  نظامی فعالیت   ته  وقف  کړی   وو  نوموړی  د  یو داسی حکومت   خارجه  وزیر  و  چې   د  خپل   کوڅه  ډب   نظام  تر  پایه  یې  جوړیدل  خو  پریږده   د  یو   وزارت  ریاست   یې هم  رنګ  نکړ    د هیواد  پیسه  یې  دومره راوغورزوله  چې   په  څو کلنه دوره کې   له  آته  سوه (۸۰۰) ملیارده   زیاتی  افغانی  چاپ  کړي  او دا  ټولې   په  جنګونو  او  ورانیو  مصرف  شوئ  دی   ، د نورو  ګوندونو  او سیاسی  شخصیتونو  په  ترور  او  له سیاسی ډګر  شړلو  باندی مصرف شوی دي  ، ددي  پیسو  ۷۰٪  برخه  یوازې  جمعیت  ،شورای  نظار  او  د کمونستانو  هغه   ډلې  مصرف  کړې   چې  په  قومی  لحاظ  له   دوي  سره  ملګری  شوي  وو  او   پاتی  برخه   یې   د  نورو تنظیمونو  مشرانو او قومندانانو  ته   ورکړل  شوی  دئ   ،   بالاخره  ۱۳۷۲  جدی  ۱۲  د  هماهنګي   شورای   په  جوړیدو  سره  جنبش  ملي  ،جبهه   نجات   ملی  او حزب   وحدت    هم   ترینه   محروم   شول  خو د حزب   وحدت   برخه  بیا  محسنی  اکبری   او  انوری    ته   ورکول   کیده   خو  د  مرحوم   مولوی  محمدنبی  او  مرحوم مولوی  محمد یونس  خالص  ، پیر ګیلانی   په   مشری   تنظیمونو   د طالبانو  تر  راتګ   خپله   برخه   تر  لاسه   کوله   او  حزب  اسلامی   د ۱۳۷۵ جوزا /۴  د ماهیپر  له تړون   ورسته   د څو هفتو برخه ترینه تر لاسه کړه ،  او ښاغلی   استاد  سیاف  ته   خو  له    هغه  ۷۰٪  هم څڅوبي   کیدو  او د طالبانو تحریک  ته  هم   په لومړی   سر  کې  کندهار  ته  څو  بوجې  لوټونه    ور ولیږل   شول   او د همدې  اعتماد  له مخې  احمد شاه مسعود  او د طالبانو  د عالی شورای غړو  په  میدانښار کې سره  ولیدل   چې   د  میدانښار   او چهار  اسیاب    د  نیولو  تر   وخت    د  دولت    او   طالبانو   تر   منځ     روابط    صمیمانه   او   باورئ    وو. د داکتر  عبدالله  ګروپ   په افغانستان باندی د شوروي فوځونو  د تیری  په وخت  کې   له هغوئ سره  پټ پروتوکولونه   هم  لاسلیک او یا تر سره کړی وو  او ددغه پروتوکول په بدل کې  نغدی پیسی  ،فوځې او لوژستکي وسایل  ، په یوه او بل  نه تعرض  کول  ،په  تخار ،بغلان ،پروان او کاپیسا کې  د حزب اسلامی  په ضد  ګډ عملیات  او له یوه بل سره مرسته  کول شریک وو  دغه اسناد او رازونه  د کتابونو  په بڼه  چاپ شوی  او  هغو روسی جنرالانو هم د خپلو خاطراتو په کتابونو کې  لیکلي    چی افغانستان کې   یې جګړیز  ماموریت  کې ونډه  درلوده  .
په ۱۳۷۱ کال کې   د داکتر عبدالله  ډلي  په جبل السراج کې  یو منحوس ایتلاف  رامنځ ته کړ چې   مسکو ،تهران،هند ،تاجکستان او ازبکستان  يې  طرح وړاندې کړي وه  او  ددی ایتلاف  ماموریت یې  جمعیت اسلامی،شورای نظار،جنبش ملی ،حزب وحدت  او منصور نادری  ته سپارلئ   وو  او هغه کمونستان  چې  قوم  پالنه  پکې  وه    او د  فوځ  مهمي  چوکې   یې  اشغال   کړی   وي   له   شورای نظار   سره   ملګری   شول   ، دغه ایتلاف  د ملګرو ملتونو   لخوا  د  واک  د سوله ایز  انتقال   په  پیلان  کودتا وکړه  د وخت  کمونست  مشر نجیب   یې  پټې  تیښتې  ته  اړ کړ  چې  بالاخره  له  هوايې  ډګر  په داسی حالت کې  بیرته راوګرځول شو چې  د ملګرو ملتونو  د استازی    بینن سیوان  په  موټرو کې ناست   و  او خپل  د ګوتو  په  شمیر  ملګری   یې  د مرګ په  پوله  پریښودل  .د طالبانو  په لاس د کابل تر سقوط وروسته  په   شبرغان ،مزار شریف او کلا جنګئ  کې   د طالبانو  او جنبش ترمنځ   چې  نصیرالله بابر  به د طالبانو له هیت سره  هم  موجود  و  له څو هفتو  وروسته  خبری له ناکامی سره  مخ شوی  او د جنبش ملی او طالبانو ترمنځ  د هغی ملګرتیا تارونه  وشلیدل  چې  له کندهاره  تر  بادغیس  او سالنګ سره درلوده  بل آړخ   ته   خنجانو   او  د سالنګ    تونل  ترڅنګ   د احمدشاه مسعود او جنرال دوستم  تر منخ  سره په  سر  خبرو وروسته د افغانستان ددفاع  د عالی شورای  په نوم شورای  تشکیل شوه  چې  مشری یې جنرال دوستم کوله   او احمد شاه  مسعود  ځکه د جنرال عبدالرشید دوستم  مشرتابه ته غاړه کیښوده چې   دا ویره ورسره وه چې  د پاکستان  حکومت  ددوستم او  طالبانو ترمنځ  ایتلاف او ملګرتیا  ته  د دوام  وسایل برابر نکړې   ، کله چې  طالبان پدی  موفق شول چې جنرال مالک  د ځان ملګری کړ شمال یې  ونیوه  د طالبانو مشر ملا محمد عمر د یو فرمان له مخې جنرال مالک د اسلامی امارت  د بهرنیو چارو وزارت  د معین  په حیث و ګمارلو  خو   په   هغه  بده  ورخ کې  احمدشاه مسعود  جنرال دوستم ته  هلیکوپتر هم ور ونه لیږله  چې له سیمي یې  وباسی  او سمدستی یې خپل  زوړ ملګری (دوستم) په  جنرال مالک  تبدیل  کړ  او طالبانو باندی د خپل اسلامی امارت  د بهرنیو چارو  معین (جنرال مالک)   له لنډو ورځو وروسته  کودتا  وکړه   چې  محقیق ،استاد عطا محمد ،علم خان   او د جمعیت نورو  قومندانانو  يې  ملاتړ کولو  او دغه  لوبه د زرګونو طالب جنګیالیو په  اسارت او  وژنې سره  د طالبانو  واک پاي ته ورسیدو  او  تقریبآ دری نیم زره جنګیالیو یې  بغلان  ولایت کې  د حکمتیار د اسلامی  حزب  مراکزو کې  پناه  واخیسته .
د داکتر عبدالله  د   ډلي   مشر احمدشاه مسعود   تقریبآ  دولس کاله  د مخه  د   تخار   په خواجه بهاؤالدین  کې  له  دوه  تنو ژورنالیستانو  سره  د مرکه   په وخت    یو مرموز بمی برید کې ووژل شو  چې  دوئ ورته د ځانمرګی  نوم  ورکړ   او همدغه مرکه کوونکي یې ترهګر  وبلل  مګر   دلته ډیر داسی څه شته  چې لا بیځوابه  پاتی دی  کچیری دا ومنو  چې همدا کسان د مسعود وژلو ته ګمارل شوی وو نو  ولی  ددوی کامره نه  وه   کتل  شوۍ ؟   ځکه دوي خو څو شپي    په  میلمستون کې  تیری کړي وې  او د مرکې  په وخت کې  ولی  احمدشاه مسعود سره   د تل  په څیر  خپل نږدی ملګری نه وو  ناست   ؟  په دی زورنالیستانو  کې یو  ژوندی   و  نو ایا  دا یو  په دی سوچ   نه و کړې کړی  چې ملګری مي وژل کیږی نو زما سرنویشت به څنګه وی  کیږی او که  د خپل ملګری په پیلان نه و خبر ؟  ایا د غه کامره  دوي  له اروپا ځان سره وړی وه او که  د احمدشاه مسعود ملګرو  د څو شپو  جریان کې  ترینه چل ول کې  بدله کړی وه  او له باروتو ډکه کامره یې  د دوی بکس کې  ایښي وه ؟  ولی هغه  ژوندی ژورنالیست  په داسی حالت کې  ووژل شو  چې  اسیر  و  او    سیمه کې هم نابلده  ، خالی  سلاح  او د تیښتی امکان  یې  هم نه  و  ایا  د حقیقت موندلو لپاره  همدا کافی نه  و چې  هغه  نه  وايې وژل شوی ؟ د هغه  وژنې  ټول  ثبوتونه  او  پټ  راز  دفن کړ  ، څه موده  د مخه هغه اوزی  میډیا ته راووتی چې  د احمدشاه مسعود   قتل کې  د داکتر عبدالله   لاس   درلودل   یې نه   و  رد کړی  .
نصرالله احمدزی
۱۹/۱۰/۲۰۱۳