وطنپال پوځيان جنګسالاران نه دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
کله چې ولسمشرۍ ته یوه نوماند اشرف غني احمدزي خپل لومړی مرستیال عبدالرشیددوستم غوره کړاودا غوراوي دیولړغبرګونونوسره مخامخ شوځینې داحمدزي په ملاتړاودفاع کې ودریدل تردې چې پدې غورواي کې یې داحمدزي دریځ پرځای اوحتی دستایلووړوګاڼه۰ زه پدې آندیم چې یو هیواد خپلواکي ونلري پردیو کینولی ولسمشریې نابغه وي یا ددوستم په

شان له سواده بې برخې وګړی دهغې کرښې نه دتیریدوجرآت ، واک اووس نه لري چې اشغالګرو ورته کښلې ده۰ له دې امله داچې ځینې احمدزی دنړی دویم متفکرګڼي چې دنړی دلومړي اودریم متفکرپه هکله معلومات نشته اوپه دې باور دي چې احمدزی به هیوادله شته کړکیچ څخه وباسي تیروتي دي۰ ځکه چې په بلواکه هیوادونوکې اشغالګرحکومت کوي او ولسمشران اونورچارواکي یې دتمثیل لپاره کینولي دي۰ ښه بیلګه یې ننی ولسمشردۍ چې دوې- دری اونی مخکې  دخلکودتیرایستلو په موخه لافې شافې وهلي چې امریکایان د امنیتي تړون په لاسلیک کې  بیړه لري خوموږیې نه لرو۰ خوکله چې جان کیرې دامریکې دبهرنیو چارووزیرکابل ته راغی کرزی اړشوچې د تړون لاسلیک کولوته چمتوشي اولویه جرګه راوبولي چې پدې اړه پریکړه وکړي۰ څلورنیم کاله مخکې همدا کیري کرزی دې ته اړایست چې دخبریالانوپه وړاندې اعتراف وکړي اوومني چې په ټاکنوکې دده انتخاباتي ټیم دیونیم ملیون شاه اوخوا رایې غلاکړې دي اوټاکنې باید دویم پړاوته وغزیږي۰ البته کیرې عبدالله دارګ بل لیوال ته هم وړاندیزکړی وچې ددویم پړاوټاکنوڅخه به تیریږي اوهغه هم په ورین تندې دکیرې وړاندیزچې ددستوراوامرپرته بل څه نه وومانه اوله سیالۍ نه دکرزي په ګټه تیرشو۰ که کرزی غواړي یا نه غواړي امنیتي تړون  لاسلیک کیدونکی دۍ داځکه چې دهیواد نني واکداران امریکایان دي اوهغوی غواړي چې تړون  دروان کال داکتوبرترپای پورې لاسلیک شي۰  په دې اړه سلګونه بیلګې کیدای شي راوړل شي خودلیکنې داوږدیدږله امله غواړم یوازې یوبل ساری چې ټولوته څرګنددۍ راوړم اوهغه داسماعیل خان دهرات دامارت اووزارت دڅوکۍ مساله وه چې کله امریکایي  یوپلاوی هرات ته نه وتللی دهرات امیرچمتونه وچې دهرات امارت پریږدي اووزارت ومني۰ دادنني اشغال شوي افغانستان ترخه واقعیتونه دي چې ټاکنې یې نه دخپلواکې دترلاسه کولولپاره کومه ګټه لري اونه دجګړې دپای ته رسولولپاره مرسته کوي اودامنیتي تړون لاسلیک هم دننۍ واکمنۍ دوسله والومخالفانو لپاره دجګړې دوام بل دلیل کیږي۰
اوس به راشم دلیکنې اصلي موضوع ته چې وطنپال پوځیان جنګسالاران نه دي۰ یوه درانه لیکوال چې دوه کاله مخکې دننی واکمنۍ دچارواکوڅخه و داحمدزي دمنتقدینوددې نیوکوله امله چې ولې یې ټولو ته آشنا جنګسالاردوستم دمرستیال په توګه غوره کړلیکي چې دامریکا دکنګرس غړی جان مکین اودجان کیري پلار هم جنګ سالاران وو چې په ویتنام کې جنګیدلي دي۰ زما له انده نوموړي دوه امریکایان رښتیني وطنپالان وو چې دخپل هیوادملي ګتو لپاره دخپل هیوادنه زرهاووکیلومتره لیرې جنګیدل او آفرین اوشاباس پداسې وطنپالانو اودهرهیوادولسونه په  داسې وطنپالانوویاړي۰ البته داددې مانا نلري چې په ویتنام باندې دامریکې دمتحده ایالتونوتیری تائیدشي څرنګه چې په افغانستان باندې دامریکې – انګریزیرغل دتائیدوړ نه دۍ۰ جان مکین که دویتنام په جګړه کې ټپي شوهغه دامریکا دملي ګټولپاره سرشندنې ته چمتووخوجنرال دوستم  دپردیولپاره دخپلو وطنوالوپه وړاندې جنګیدلی دۍ۰ دجان میکن اودجان کیري دپلاراودوستم ترمنځ سترتوپیردۍ هغوی ټوپکسالاران نه بلکې وطنپال امریکایي پوځيان  وواودوستم وطن ته خاین توپک سالاردۍچې دپریودګټولپاره جنګیدلی دۍ۰
ضمنآ داحمدزي مدافع لیکوال دهغوکسانونه داپوښتنې کوي چې یووخت همدې جنرال دوستم  د حکمتیارسره دهماهنګۍ په شورا کې ائتلاف وکړ، صبغت الله مجددي هغه ته دخالدبن ولید لقب ورکړ اوپه ننی واکمنۍ کې هم دوسله وال پوځ لوی درستیزوال دۍ  ولي انتقادنه کاوه چې اوس یې احمدزی  ترنیوکولاندې نیولی دۍ۰ پدې اړه باید وویل شي هغه شمیردمترقي افکاروخاوندلیکوال چې بې پرې او آزادخیاله دي، دوطن اودخپل ولس سره مینه لري هیڅکه یې دحکمتیار- دوستم ائتلاف نه دۍ تائیدکړي اودمجددي له لورې دوستم ته دخالدبن ولیددلقب ورکولوملاتړنه دۍ کړی بلکې هغه یې غندلي دي۰ هغه ائتلافونه  چې ملي صبغه ونه لري او په پردیو پورې تړلوبدناموڅیرواوحرفه وي قاتلانواولوټمارانوته دملي اتلانو، مارشالانو، دوطن دخادمانواوخالدبن ولید ته ورته لقبونوورکول دروڼ اندواوولس لپاره نه چې دتائیدوړنه وو اونه دي هغه یې غندلي دي اوپه راتلونکې کې به یې هم وغندي۰ ولسونه دخپلوهغو پوځیانودرناوی کوي چې په میړانې سره یې دپردیومزدورو جنګیالیو اویرغلګروسره جنګیدلي اوپدې لاره کې یې سرونه بایللي دي۰ دااتل پوځیان ، جنګسالاران نه بلکې دوطن رښتیني بچیان دي۰ پردې بنسټ دوطنپالوپوځیانو اوجنګ سالارانوترمنځ  دځمکې اوآسمان  توپیرلیدل کیږي ۰ وطنپال پوځيان ددرناوي وړسترشخصیتونه دي اوجنګ سالاران بیا رټل شوې اومنفورې کرغیړنې څیرې دي ۰
پای