نـــــــــصــــــــــرالله احــــــــــمــدزی
انتخابات د حل یوازینې لار ده خو موږ یې بخت نلرو لکه له آزله چې راته جنګ لیکل شوی وئ له ټاکنو مخکې هم جنګ او له ټاکنو وروسته هم جنګ نو بیا د ټاکنو معنی او ګټه څه شوه نوري نړۍ کې خو که جنګ وی نو ټاکنې د جنګ مخه نیسی خو بیا هم ښه دی چې که رڼی او خپلواکه ټاکنی نشته نو لږ تر لږه ډرامې خو مو ولیدی پخوا خو دا هم نه وې له آفراطیت به سره تیر شو د ګوند ،قوم او تحریک له تنګزړې به هم راووځو ملې دریځ به غوره کړو او لږ به سپین وغږیږو .
که څوک وايې انتخابات تر سره شول او یا تر سره کیږی هم درواغ وایی او که څوک وايې اتنخابات نشته هم درواغ وايې ځکه : موږ یې وینو موږ یې اورو چې خلک کارډونه اخلی او ځانونه ثبتوئ او بله ورځ به د تیر پشان ټول ورته ګورو خلک به صندوقونو ته د رایه ورکولو پخاطر تشریف وروړئ او یو څه بدلون به له ځان سره ولرئ خو دا بدلون به بنیادی او افغانستان شموله نه وئ . ټاکنۍ داسی وخت کې تر سره کیږی چې تقریبآ دوه نیم نه تر دری میلونه افغانان له هیواد د باندی زوند کوې هغوي ته د رایه ورکولو حق نده ورکړل شوی او ددي تر څنګ داخیل کې هم نیم هیواد د نا آمنیو له لاسه د دولت تر واک د باندی ده هلته هم دوه جدا جدا وصولنامی(طالبان او حزب) چلیږی ، په مالی فساد ککړ دولت یې بل طرف ته پروت او نه حل کیدوونکې ستونزه ده .
۲: د ټاکنو مشروعیت او روڼوالې نه تضمین شوی او نه به شی ددی په ځاي چې ټولو ولس ته او یا سم نیم ولس ته په ټاکنو کې د ګډون موقع برابره کړاي شی دولت او چارواکي د خلکو په غولولو بوخت دی او کاندیدان لکه کجیر مرغان ارګ ته د ننوتو تلوسه ، شوق او خوب لري او ویني یې او بهرنیو هیوادونو چې دلته د خپلو مؤخو لپاره يې ډډه وهلې او بیخرچه مصارف او شا ډبونه هم کوئ تر څو خپل نازولی او له خبری نه تیریدونکئ تابع کس د لکشا ماڼئ ته ور دننه کړی چې د هیواد په تاریخ کې د خونړی ماڼۍ حیثت هم لری ښه به دا وه چې حکومتی آړخ له مخکې څخه د هیواد په سطحه فکر کړی وایې خو د دوي فکر د ملت په ځای اشخاصو ، ایتلافونو ، معمیلو او سازشونو ته اوښتئ وو څومره یې چې فکر او عقل کار کولو همغه یې وکړل ، یوازي زموږ له لوګر دری کسان کاندید شوی
۱:ښاغلی اشرف غنی
۲:ښاغلی محمد سرور
۳:ښاغلی حشمت غنی
او عجیبه خو دا ده چې له یوه کوره دوه وروڼه دۍ کار ته بې اتفاقی نشو ویلی بلکه هسی د تبلیغاتی ډز لپاره یې دا کار کړی په اخر کې اعلان وکړی چې زه حشمت غنی د اشرف غنی په ګټه له خپلی کاندیداتوری تیر شوم او په دې سره به د اشرف غنی په ګټه او ملاتړو ته د مورال ورکولو په مؤخه او په خپل رقیب او د هغه په ملاتړو ذهنی فشار واردول يې هدف ده که دواړو وروڼه خپلمنځې ستونزه درلو دايې نو حشمت غنی به حمتآ د خپل ورور کوم رقیب سره دریدلی و، مګر دلته پوښتنه دا دی چې حشمت غنی څومره ټولنه کې مطرح او اثر رسوخ لری چې د اشرف غنی ایتلاف خپل مخالفین پری وډار کړی ؟ معلومه خبره ده چې کوم مطرح شخص نده او د ولس په منځ کې یې هم شناخت د اشرف غنی له نوم سره تړلی دی دا خپله یوه بد بختې ده د هیواد په سر نویشت داسی لوبه را وانه دی ، خپله اشرف غنی بیا د ولس په منځ کې د امریکایانو سره دده د ګډ راتګ او شتون په وجه ډیر مطرح شو او ښه کارئ تجربه هم لری ، له حکومتی چارو سره ښه بلد دی خو د خپل عمر لویه برخه یې د افغانانو له درد او خوښیو لیری تیره کړی ، خپله انرژی یې د امریکا په پوهنتونونو کې د امریکایانو د بچیانو د هوسایني او روزني په خاطر مصرف کړي ده ، د حامد کرزی د حکومت په لومړیو کلونو کې د مالی وزارت او ګمراکاتو د عایداتو په برخه کې لږ مثبت ثابت شو خو غټ علت یې دا ؤ چې هغو کلونو کې د امریکا دبدبه او غرور په ښه قوت کې و نو ځکه د شمال ټلوالې مسؤلینو هم نشو کولی ځان ورسره شخ کړی خو وروسته ورو ورو د امریکانو غرور ، دبدبه او وهم هم اوبه شو او ښاغلی اشرف غنی هم د مزار او هرات د واکمنانو په وړاندی د تعظیم سر خم کړ ښاغلی اشرف غنی په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم خپل بخت او زور و آزمویه خو و نشوه او په همغه حکومت یې توندې توندې نیوکې پیل کړی چې نوموړی یې د وجود برخه و خو له ناکامی وروسته یې همغه حکومت کی داسی مسؤلیت ته ډده ورکړه چې دده مسلک سره ۱۸۰٪ برخلاف و ، کله به می چې ښاغلی غنی احمدزی د تلویزون په پرده کې ولیدو چې پټو په اوګه ، کله لونګې او کله سر تور سر ، واسکټ په تن او سپین لنډ لباس چې د پښوو ښنګرئ به یې تل د تبلیغیانو په څیر ترینه له ورایه ښکاریدل نو زما ذهن کې به دده هغه پخوانې خبری رایاد شوی چې کار اهل کار ته نه سپارل نا مسلکیتوب او د ناسمۍ ادرای څرګندونه کوئ نو ولی نن ښاغلی احمدزی د فوځ په منځ کې بی له یونیفورم ښکته پورته کیږی ؟ ایا نوموړی له کومي نظامی آکاډمی فارغ شوئ ده ؟ .
ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته باید موږ افغانان له هغه څه پورته آرزښت ورکړو کوم څه چې موږ افغانان د یوی غربی مجلی له لارښوونی سره کوو دا زموږ ضعف ده ،دا زموږ بی علمی ده ، ددی دا معنی چی موږ د شخصیتونو په شناخت کې شپون ته اړ یوو له دی پرته هیڅ وړتیا نلرو زه پوښتنه له هغو وروڼو کوم چې له مفکر پرته بل څه یې په ژبه نه راځئ که صبا همدا مجله ولیکی چې ښاغلی اشرف غنی د مفکری مقام و بایلود نو تاسو به بیا څه کوې ؟ مجله په دیرش زره افغانیو زر (۱۰۰۰) دانی چاپ کیدای شی نو له چا مفکر جوړ کړم؟ هیله دی چی خپل افغان ته خپله قدر ورکړو لکه څنګه چې ښاغلی اشرف غنی یوه له زړه پوری خبره کړی چې افغانستان کې درجه یک او درجه دو ولایات نشته موږ افغانان ټول درجه یک یوو او یا د ښاغلی حکمتیار دا وینا چې ( مړه قومونه خپل زعامه په هدیرو کې لټوئ او ژوندی قومونه ژوندی قیادتونه جوړوی) ځینی وروڼه په دی نظر دی چې اشرف غنی احمدزی تیز او قاطع کس ده همدا یې ښه والی ده خو دغه تیزوالی یې ولی نه تعریف کوي چې سم پری بوه شو تاسو چې هر څه ورته وايې مګر زه برعکس نظر او وړاندیز لرم : موږ نه تیز او قاطع ولسمشر ته ضرورت لرو او نه معمیلګر او داسی چا ته چې د هیواد ستری ستری دشتي یې په سیاسی رشوت کې د فرمان به بڼه وویشلي متاسفآنه له کمونستی رژیم وروسته ښاغلی حامد کرزی او مسؤلینو يې په دی اړوند نه جبرانیدونکی او نه بښوونکئ فرمانونه صادر کړی دی چې نه کوم مستحق افغان ته پکې چا یوه لویشت ځمکه ورکړه او نه هغه خلک د نظام او ولس په ګټه څه وکړل او د هغو دشتو په خرڅلاؤ یې اوس زامن او د کورنی غړی بهرنی تجارت کوئ ، افغانستان داسی ولسمشر او مامور ته تنده لری چې یوازی قانون ته درناوئ او عملی بڼه ورکړی نو دا کار چې وشی هر څه به د سمون او اصلاح په لور پرمخ لاړ شی ، زه د یو افغان په صفت ښاغلی اشرف غنی ته له هغې په لوړ آرزښت قانع یم کوم چې یوی مجلی موږ ته رامعرفی کړی او د مجلی پریکړه او ورکړه زما له نظره رد دی ، که ښاغلی احمدزی تر ارګ ور د ننه شی نو هیله دی چې ټولنې او ولس ته د خدمت جوګه ثابت شی او د ملی یوالی پخاطر سیاسی عناد له ځان کډه کړی .
د ملی هنداری یوۍ ګڼی کې لیکل شوی و چې جنرال ټومی فرانکس د تاجکستان د کولاب په هوايې ډګر کې د ننه څو نفري غونډه کې مارشال فهیم ته وویل زه داسی یو جنرال یم چې وغواړم هر چا ته او ددنیا په هر ځاي کې په کونه کې لغته ورکولی شم خو اوس هغه د لغتی ورکولو مغرور هم د ملاعمر او حکمتیار او ملګرو له لاسه یې داسی لغته کونه کې وخوړه چې تصور یی نه کیدو.
کیداي شی لوستوونکي په زغرده دی ته ګوته و نیسی چې د حکمتیار او ملاعمر تر شا پاکستان ولاړ دی خو بې له دی چې بحث پری وکړو باید دا ومنو چی هو د پاکستان ملاتړ ورسره شته هغوئ هلته ښکاره دفترونه لری ، غونډې کولی شی ، مظاهري ترتیبوئ ، حتی د جمعه په ورځ د آټک له خیر اباد سره کمپ کې ښکاره په مساجدو کې چنده راټولیږی د بشیر اباد په سیمه کې هره جمعه له لمانځه د مخه څو احساساتی کسان وینا وکړی د باندی یی نور ملګری غوړې ږیري ولاړ وی او څادرونه یی ځولئ نیولی وی جهاد ده ، امریکا ده مرسته وکړی خلک د اسلام او الله ج په نوم او پیسی ورکړی نور په موټر سایکلونو سپاره شی په خپله مخه ځئ هیڅوک یې نه پیژنی څوک وو او چیری یې پیسی یوړي ؟ دغه ډول حالت عام شوی ده سړی نه پوهیږی چی دا رښتیا د طالبانو کسان دی او که د ماډرن زمانی د ملایانو غلا او چور؟ .
د مرحوم مولوی صیب خالص ملګری هم پیښور کې خپل شمشتو کې فعال دی خو په مستقل ډول د حساب وړ ندی ځکه هغوئ له تحریک سره بیعت کړی .
طالبان هم په ډیرو کمپونو کی فعال کار او فعالیت کوئ چندي راټولوې تر قطر یې آستازی په پاکستانیو پاسپورټونو سفر وکړ او د پاکستان له هوايې ډګرونو يې سفر پیل کړ ، پاکستان کې زوند کوئ د کویټه شورای تر نامه لاندی سره منسجم او فعال دی خو د افغان مهاجرو لپاره ټولنیز ډول يې کار او خدمت صفر ده هیڅ هم نلرئ او کومي مدرسی چې فعالې دی هغه له تحریک د مخه هم موجودی وې له دی هر څه سترګي پټول د احمقانو کار وی .
د حزب اسلامی د سیاسی چارو ریس ښاغلی بهیر اسلام اباد کې زوند کوی شمشتو کمپ یې مرکز بلل کیږی خو د طالبانو او مرحوم مولوی خالص د ملګرو تر واک لاندی کمپونو په نسبت د حزب اسلامی د کمپ رونق ښه دی هلته د زرګونو افغان مهاجرو لپاره لیسه ،دارالمعلمین ،مدرسه ،مکتبونه ، طیبی انستیتیوت او د انجونو او زنانه لپاره فعاله ټولنه او د البنات المومینات په نامه تعلیمی موسسه او اداره فعاله ده د ځوانانو لپاره د ځوانانو اسلامی تنظیم او د سپورټ څانګه هم فعالیت کوی په کابل کې د پوهنی وزارت سره ثبت هم دی خو دولت ورسره هیڅ ډول مرسته او بودیجه نه ورکوئ .
خو ددی نسبی ازادی په ورکړی برسیره د پاکستان حکومت ورسره د کیمپ د برق ، اوبو او تعلیمې ادارو د ستونزو په حل کې هیڅ همدردی ور سره نلری او نه طالبانو او حزب اسلامی په پاکستان کې د میشتو کډوالو هغه ستره ستونزه چې امنیتی ادارو افغان مهاجرو ته راپورته کړی دي او ناحقه يې زوروئ نه یې د حل لپاره کوم حرکت کړی او نه یې د افغان مهاجرو د کمپونو په سطحه کومه هماهنګې رامنځ ته کړې حتی که د مهاجرینو د ستونزو په هکله د طالبانو او حزب اسلامی بریښنا پاڼو ته لیکل هم ولیږی له نشرولو یې ډډه کوئ شخصآ ما ورته لیکلی خو نشر کړی یې ندئ حتی د کوهاټ د کمپونو د ټولنی لخوا ورته څو ځله وړاندیز ، عریضي شوی چې پولیس مو په ناحقه زوروئ خو د حزب او طالبانو د مهاجرینو د ریسانو او نورو چارواکو په راویښولو هغه وروڼه موفق نشول په دی هکله د دعوت پاڼه او سپورغې بریښنا پاڼي د ستایلو دی چې پدی هکله یې خپله همدردی ترینه دریغ نکړه او د هغوئ غږ یې اوچت کړ .
هو : بل طرف ته کابل حکومت هم له بهرنی مرستی یتیم نده د څه د پاسه د څلویښتو هیوادونو فوځئ حضور ددوی د حکومت د ټینګښت لپاره قربانی ورکوئ ، مالی بودیجه مصرفوئ ، میډیا یې په ګټه تبلیغات کوئ ، په سلګونو بندیخانی یې جوړی کړی او مخالفین ورته ټکوئ د سیلاب په څیر ډالر یی ورپیچکاری کړل له وکیلانو او سناتورانو یې خدای هیر کړی ، ولس یې هیر ده ، ملی ګټې خو هډو پیژنی هم نه سم ورسره الیرجیک دی پاکستان هم ۵۰٪ د دوی په خدمت کې ځان نذرانه کړی یوه توره لیکه سړک یې لکه د پوزی پیزوان له طورخم ورته راو غځاؤ او بله لیکه یی هیره کړه ، په دغه پروسه کې ډیر کسان ونیول او لاستړلی یې کابل او واشنګټن ته وسپارل نو باید ومنو چې اسلام اباد له کابل سره هم څه نا څه پالنه لری ، دولت دولس کاله کیږی د مهاجرو لپاره ۱٪ کار هم نده کړی د پیښور کونسلګری او د اسلام اباد سفارت هم کوڼ او هم ړوند ده .
ایران هره میاشت کی راته د ناحقه اعدام شوو افغانانو جسدونه په داسی حالت کې له سرحد دیخوا را غورزوئ چې په مړو جسدونو یې لومړی داکتری زده کوې او بیا یې را باندی خرڅوئ دوي یې د غندنې جرات هم نشی کولی ځکه د ارګ مشر ډوډی او نمک له تهران حواله ده ځکه حرام نمکې خو زموږ له شان او شوکت سره نه ښايې اخر خدای ج ته به څه ځواب ورکو او هسی نه چې د خمینی دوزخئ روح مو له لاسه نا ارامه نشی . تیره ورځ لوګر ولایت کې امریکایې عسکرو په تاؤ کړو لاسونو د افغانستان له ملی فوځ څخه د پاکستانی طالبانو مشهور قومندان برمته کړ او له ځان سره یی یوړ نو ایا ملی فوځ لرو؟ خپلواکئ لرو؟ دا ټولټاکني به د منلو وی ؟
د ډیویډ پټروس ویډیو خو به مو کتلی چې د نیو یارک کوڅو کې خلکو په چیغو او پیغورونو ، سپکو سپورو ترینه هغه د کوهاټ بازار د وچې خرچه والا تری جوړ کړی و ( کوهاټ بازار کې یو کس و چې کله به بازار ته راغې نو هلته څو کسانو پیژانده هغوئ به مخ بل طرف ته واړولو او غږونه به یی شرع کړل نو له دی سره به دی سړی په ښکنځلو شروع وکړه نو د ټولي کوڅي به ورپسی پام شو نو اینده به چې راغی نو دوکاندار او ریړی والا هر چا به چیغي پسې وهلی وچه خرچه وچه خرچه او ده به ښکنځل هم کول او لار یې هم نه بدلوله څه وخت وروسته ورته ناروغئ پیښه شوه او ترینه ومړ ، د ډیرو ظلمونو له لاسه د ډیویډ پیټروس حال هم همداسی وینم .
ښاغلی سرور احمدزی هم د لوګر ولایت څخه یو بل کاندید دی خو له حشمت غنی احمدزی ډیر مینه وال لری او په وړتیا او لیاقت کې هم ترینه غوره او ښه دی او ځان یې هم مطرح کړی ، د هغه په نسبت نوموړی د کار کولو جذبه هم لری خو د شناخت او مطرح کیدو سیمه او ساحه یې پراخه نده زما په نظر دده لپاره به غوره دا وه چې له اشرف غنی سره یې همکاری پیل کړی وایې او یا یی د لوګر ولایت د ولایتی شورای د ریاست له مقام د ولس خدمت ته ملا تړلی وایې .
پــــــــه درنــــــــښــــــت
نـــــــــصــــــــــرالله احــــــــــمــدزی
۱۲/۱۰/۲۰۱۳
هفته ورځ