ع.شريف زاد
کله چې د اميه د خا ندان د زوال څخه وروسته خلافت عبا سيانو ته ورسېد د اميه د خاندان مشران ټول پټ شول په هغو کې ابراهيم بن سليمان بن عبدالملک هم شامل وه.څرنګه چې دى نسبتا کم ګويه او شريف الطبع او اديب وه . نو خليفه ابوالعباس عبدالله بن محمد سفاح ٧٥٠¬٧٥٤ هغه معاف کړ. يوه ورځ سفاح د ابراهيم څخه پوښتنه وکړه کله چې ته پټ
وې د هغو ورځو يوه کيسه ماته ووايه.ابراهيم وويل چې يوه ورځ يوازې په ويره کې کوفې ته ولاړم ګورم چې مخې ته مې يو پوليس راغي.ما يوه دروازه وشرنګوله ،يوه سپين ږىري سړي دروازه را خلاصه کړه او ما له هغه څخه پناه وغوښتله هغه زه د ننه بوتلم او يو�
� جلا کوټه ېې راکړه او تر کومه پورې چې هلته وم په اخره درجې ېې ماسره ډير مهربانه سلوک کاوه چې زه ېې ستره ميړانه بولم.
يوه ورځ ما ور څخه پوښتنه وکړه چې ته هر سهار مسلح له کوره وځې او بيا چيرته ځې؟هغه وويل چې زه د اميه د کورنۍ د يوه امير په لټه او تا لاشى کې يم .ما ېې د کار او نوم پوښتنه وکړه هغه وويل نوم ېې ابراهيم دى دامې چې واوريدل نو سخت وډار شوم . پوښتنه مې وکړه د هغه سره دې څه کار دى؟ هغه وويل چې زما د پلار قا تل دى او زه د هغه څخه انتقام /غچ اخلم ما ځان سره وويل چې هى! بد قسمتي، ته چيرې ګير راغلى ؟
اوس نو ماسره دوه لارې وې يوه دا چې بايد چپ پاتې شم او د شپې په پټه باندې ووځم او وتښتم. دوهمه لاره داده چې هغه ته حقيقت ووايم.
پس له ډير سوچ او فکر څخه مادوهمه لاره غوره کړه او خپل ځان مې ور معرفي کړ.هغه چې زم انوم واورېد د سترګونه ېې شغلې راووتې او پر خوله ېې لاس تير کړاو وېې ويل ابراهيمه دا واخله يو زر ديناره او يو چټک اوښ ،سر له نن څخه دومره ليرې ولاړ شه چې زه دې بيا پيدا نه کړاى شم!ما د هغه شخص حوصله، درايت،ميړانه، کردار او لوړ نظر مثال نه دى ليدلى او وروسته به ېې هم ونه ګورم.
په درناوى