زما ژوندی شهید ملګری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عارف امید
زموږدکلي دجومات ملاصاحب به ویل چې شهیددخدای تعالي دوست دۍ ، هغه  نه مري اوهغه دتل لپاره ژوندی پاتې کیږي۰ ما ته دملا صاحب داخبره  چې لس- یوولس کلن هلک وم  دمنلو وړ نه وه۰ خوکله مې چې  دهالنددشاهي دولت دلوی څارنوال  له لورې خپور شوي دشهیدانو لست ولوست په هغوکې مې دخپل ډیرنږدې ملګري نوم هم ترسترګوشو

اووپوهیدم چې زموږدکلي دملا خبره سمه وه چې شهید نه مري داځکه چې زما  ملګری ژوندی دۍ اواوس مهال په کابل کې ژوندکوي ۰ دا ژوندی شهید ښاغلی جنرال دوست محمددۍ۰  زما ژوندی شهید ملګری  د۱۳۵۸ کال دتلې په ۲۲ دحفیظ الله امین دواکمني پرمهال  چې دهوایي قواووسیاسي آمروزنداني شو اودویم ځل بیا د۱۳۶۹ کال دکب په اولسمه دډاکټرنحیب الله له لوري  زندان ته واچول شو۰ البته یوازې زما ملګری یوازینې ژوندی شهید نه دۍ بلکې  مشهورجهادي مشراوپه ولسي جرګه کې دپغمان دخلکواستازی عبدالرب رسول سیاف هم دشهیدانوپه لست کې لیدل کیږي ۰ د لست په ۵۱ پاڼه کې ښاغلي سیاف داډول معرفي شوی دۍ ۰ (شماره  ۱۵۹۵ ، عبدالرسول ولد فقیرمحمد مسکونه پغمان ، استاد) ۰ دیادولووړده چې د عبدالرسول سیاف نوم احمدتایب بادیب د عربستان داستخباراتودرییس مرستیال په عبدالرب  اړولی دۍ چې ددې نامه اړول یوه عجیبه کیسه هم لري چې یادول یې دلته اړین بریښي ۰ کیسه داسې ده چې دشوروی دیرغل وروسته په تایف کې داسلامي کنفرانس دغړوهیوادوغونډه جوړه شوه چې دافغانستان جهادي مشران هم وربلل شوي وو۰ سعودیانو دافغاني جهادي مشرانوپه استازیتوب « سیاف وټاکه چې دیاسرعرفات وروسته دهغه خلاف ویناوکړي ۰ خوبیله درنګه افغان مشرانوپه خپل منځ کې په جګړه کولوپیل وکړ، هریوه ادعا کوله چې دافغانانواستازی واوله دې کبله بایددی وینا وکړي ۰ صحنه دومره ګډه وډه شوه چې بادیب هغوی دتایف په یوه بندیخانه کې واچول ترڅوپخپلوکې په یوه ویاندسلا شي۰ په جیل کې له شپژوګړیووروسته افغانانوسیاف دویاندپه توګه  ومانه ۰ بادیب بیاپدې فکرشوچې مشتری ، لاسپوڅی یې دستیج لپاره ښه نوم ته ضرورت درلود۰ دنوموړي په ویناسیاف ده ته د عبدالرسول سیاف په نامه ورپیژندل شوی ودلومړي دوه نومونودپیغمبردبنده مانا ورکوله ۰ ددې مفهوم داوچې ګواکې دسیاف اسلاف تړل شوي مریان وو۰ په نوم یې دعبدالرب له زیاتولوسره بادیب دسیاف نوم عبدالرب رسول سیاف یانې دپیغمبر دخدای مریی کړچې دین ته دوقف مانا یې درلوده۰ داوږدوکلونو په بهیرکې بادیب پدې ویاړل چې سیاف ته دانوم دسعودي استخباراتو ورکړی دۍ » (۱)  دهالند ددولت له لوری  په خپاره شوي لست کې دژوندیوشهیدانودنومونوشتون اوتکرارآ دځینو قربانیانو راوړل ښيي چې هڅه اوموخه داوه چې لست هرڅومره چې کیږي اوږد شي۰ زما دشهیدملګري نوم هم په لست کې دوه ځله په ۱۳۵ او۱۴۱مخ کې راغلی دۍ چې په هغوکې ۴۹ تنه دي۰ ښايي په لست کې نورداسې نومونه هم وي چې شهیدان معرفي شوی خوهغوی ژوندي وي ۰ بله خبره داچې امان الله (ع )  چې عملآ  یې بندیان شکنجه کړي او ځورولي دي ولې دنولسو کلونوپه ترڅ کې دهغه له لوري دترسره شووجنایتونوله کبله محاکمه نشوپداسې حال کې چې تش په نامه نړیواله محکمه ( دهاګ محکمه ) په همدې هیوادکې قرارلري۰ ما دیوه افغان په توګه لکه دنوروسلګونوزرووطنوالوپه څیرپدې وروستیودری نیمولسیزوکې ددې یا هغې ډلې له لوري په مختلفونومونو( اشرارو، اخوانیانو ،کمونستانو ،ددولت دکارکونکو او۰۰۰) په نامه خپل خپلوان اودوستان اوپه هغوکې خپل ورورله لاسه ورکړی دۍ د هرانسان اوپه تیره دخپل وطنوال مرګ اووژنه اوهغه هم دسیاسي اوعقیدتي باورونوله امله دهرچا له لوري په هرنامه چې ترسره شوي اویا ترسره کیږي دانسان اوانسانیت په وړاندې جنایت ګڼم اودهغو کورنیوسره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي اوقربانیانوته دلوی څښتن څخه دفردوس جنت غواړم۰ خوداخبره هم راته دمنلووړنه ده چې دشهیدانوپه نامه سیاسي تجارت وشي ، دهغه نه سیاسي ډلې، پخپله دبشردحقوقو مستقیم اوغیرمستقیم ناقضین اودهغوی نړیوال ملاتړي ، دافغانستان په کړکیچ کې ښکیل دولتونه او استخباراتي کړۍ ناوړه ګټه پورته کړي ۰ دهالنددولت که دبشر د حقوقومدافع دۍ اونړیواله محکمه هم په همدې هیوادکې شتون لري ولې دامان الله په شان جنایت کار چې مړشوی دۍ اویایې مړمعرفي کوي محاکمه نکړ۰ همدا دهالنددولت دۍ چې دامریکي – انګریز دپوځي یرغل په پایله کې په افغانستان کې واک ته رسول شووجنګي جنایتکارانو اودبشردحقوقو څخه سرغړونکوته چې نومونه اوکرغیړنې تورې کارنامې یې دبشردحقوقوپه نړیوالوسازمانونوکې درج دي اودهیوادپه لوړودولتي څوکیواوپه هغوکې دجمهوررئیس مرستیالان هم شامل دي مالي اوپوځي مرستې ورکړې او لا یې ورکوي ۰ دا د آزادې غربي نړی له عجایباتوڅخه دي چې دولسواکۍ،  دبشردحقوقوددفاع  اوانتقالي عدالت خبرې کوي خوعملآ دولسواکۍ سره دښمنوپه دوی پورې تړلیوسیاسي کړیو، دبشردحقوقو سرغړونکو اومعلوم الحاله جنګي جنایتکارانوته مرستې ورکوي چې یا واک ته ورسیږي اویا په واک کې پاتې شي۰
۱-دپیریانوجګړې ،ستیوکول، ژباړه غلام محمدزرملوال ، مخ ۱۱۴