وروري به کوو د حساب له مينځه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد 
د يوې ټولنې روحي او اخلاقي نوا ميسو ته بايد په هيڅ نوم اوهيڅ پلمه خيانت ونشي.ددې لپاره چې د ټولنې معيار له هغه څه نه لوړ دى کوم چې اوس د سياست پوه، اګاه امور بين المللي، مفکر او متفکر په افکارو کې زمونږ جګړو ټپي کړې ټولنه کې په چټکه توګه را ځر ګنديږي ددې خلکو مثال هغو کسانو ته ورته دى چې ډيربې وخته د ملګرو ملتو د مرستندويه مو

سسوپه شان پيښې کوي.د انتقاد خبره په دې کې ده چې زمونږ د خلکو تاريخي اهميت ته، ټولو ديني اساساتو ته ،عقايد، فرهنګ،کلتور، او ژبې ته بايد سپکاوى ونشي او په هېڅ توګه د پلمو وړ خبره هم بايد نه وي دا يو ضرورت دى چې ز مونږ د نيم کله حک
ومت او اداره په ټولو برخو کې د دې خبرې او نزاکت که خوښ وي او که نه پاملرنه وکړي او ژبني توپير د ملت په صفوفو کې ايجاد نه کړي ځکه مونږ انګريزان نه يو او د همدې خاورې بچيانو يو.تاسې پوهيږي چې بشر يقين دى، عزم او يو فعال حرکت دى چې تاسې په هغو کې د ملت څيره ويني. عقيده ، ملي يووالي،خپلواکي او ازادي په دې کې ده چې په ټو لو ناروا، فاسدو کارونو باندې غالب شي او د پوهې له لاري، د انتقاد له لارې ددغو منفې اعمالو سره د خلکو د غوښتنو سره سم مقابله وکړي نوره د وژنو مخه ونيسي او په ولس د کرکې کچه را ټيټه کړي.
جاه وجلال، زور او قدرت،خودخواهي او جاهطلبي، ګواښ او بې ځايه ژبنى توپيراو تعصب د يو ويشتمې پېړۍ په درشل د يوه اسلامي هېواد لپاره په کلکه توهين دى په خاوره کې بدلون نه راوړي او د سولې لپاره زمينه نه برابره وي تاسې ښه ځير شي چې هېواد په کومه روان دى ؟ او زمونږ مسول حکومت څه کوي؟
په تاريخي لحاظ لوى احمد شا بابا د افغانستان ښايسته غرونه په هندوستان کې ستايي او ددې خاورې سره ېې دومره مينه لرله چې په هغه وخت هغه ته لوى افغانستان له هرڅه نه مخکې مطرح وه.سره ددې چې د هغه موقف او شخصيت د استاد رباني په تناسب ډير اوچت وه خو زمونږ پروفيسور رباني په يوه وينا کې وايي چې : جامعه بين المللي امده اينجا امنيت حاکم ميکنه درين کوه هاى خشک چې ميکنه ، پس ميروه. زه پوه نه شوم چې د جمعيت اسلامي امير ولې دغه خبره په دې ډير نازک وخت کې کوله . دغه خو وچ غرونه نه دي دا خو د لعلونو، لاجوردو، ياقوتو او زمردو غرونه دى چې د افغانستان پخواني سفير داود مير
او د هغه ډلې يا شريکانو په هم دي قيمتي ډبرو د لندن په ښار کې بې اتفاقه شول.له بلې خوا لکه د ښايسته کڼړ د چار تراشو په ډول پاکستان ته ټول د قاچاق په ډول تر مالګو منډيي پورې ورسيدل.

ګونګ سياست ديوې ټولنې لپاره په تيره بيا زمونږ افغانانو لپاره ډير خطر ناک ده ډير واړه خلک ، ناپوه خلک، تير وتلي مجهوالهويه خلک د مملکت لارې چارې نورې هم د بشپړ وګډوډيو سر ه ماخامخ کوي او هيڅ ګټه نه لري تاسې وګوري چې زمونږ ځينې وزيران ګونګ دي يا په ملي ژبو نه پوهيږي او يا د ا چې عمدا ېې نه وايي چې دا سياست بيا له کومې استخباراتي سورکى راوتى؟ دمخا براتو وزير خو بيا د پکتيا په لهجه کې دوهمه ژبه ډيره خوږه واېې.ولس بايد له ټاکنو مخکې د بشپړې محاسبې تر شا د ملت ملي حاکميت، خپلواکي او خاورنئ تماميت اود هر اړخيزه مدنې ژوند ټولې برخې په کورني او بهرنى تګلا�
�ي کې کلک په نظر کې وساتي او د اد هر چا ملي او ايماني وظيفه ده او يوا زې په وګړيتوب او چپن باندې څه نه کيږي .
په درناوي