حقمل
د كابل چارواكو د شهيدانو اونۍ ولمانځله، د غونډي يو ويناوال سياف وو، هغه يو ځل بيا د مجاهدينو د وژلو فتوى وركړه، د خبرو اساسي برخي ئې دا وې: طالبان د پرديو مزدوران دي خو موږ آزاد يو، د دوى عمل او كړني د اسلام ضد دي، طالبان د خداى د غضب او لعنت وړ دي، زه نه وايم رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي، حديث دئ چي د يوې ډلي په اړه وايي:
په لاس كي به ئې د غوايي لكۍ ته ورته متروكي وي، خلك به وهي، پر دوى د الله تعالى لعنت دئ او د ده په غضب اخته دي، دا طالبان دي چي خلك په خردم وهي، (خردم هغه كېبل دئ چي په سر كي ئې گرده اوسپنه وي او د كندهار اوباشو به كاروله)، په خداى قسم چي په طالبانو مو دا نه پېرزو كېږي، له مزدور سره صلح نشي كېدى، دوى ځكه له موږ سره مخامخ خبرو ته نه كښېني چي له شرمه پورته نشي راكتلى، عدلي ارگانونه بايد له دوى سره جدي چلن وكړي، د ملي اردو سرتېري د هېواد د دفاع په لوړو څوكو كي ناست دي، د خواشيني ځاى دا ده چي زموږ له منځه ځيني د دوى په اړه داسي خبري كوي چي روحيه ئې كمزورې كوي، له داسي خبرو بايد ډډه وشي،... د سياف خبري كه څه هم ډېري كچه، پرېوتې او سپكي دي، نه له ديني پلوه كوم وزن لري او نه له سياسي پلوه كوم ارزښت، هغه په دې خبرو سره له يوې خوا غواړي د امريكايانو توجه ځان ته راواړوي او له بلي خوا شمالي ټلواله راضي كړي، د مسعود او د ملي اردو سرتېرو داسي له مبالغې ډكه ستاينه چي په خپله هم پرې باور نه لري او د مجاهدينو داسي كلكه او له كينې ډكه غندنه ښيي چي موخه ئې د دغو دواړو لوريو د مزيدو احساناتو او پېرزوينو ترلاسه كول دي. دا ځكه چي انتخابات راروان دي، له پايلو ئې وېره لري، نه پوهېږي چي په راتلونكي نظام كي به ده ته اوسنى حيثيت په لاس ورشي كه نه، بهرني ځواكونه وځي، مشوش دئ چي له كوم تور برخليك سره به مخامخ كېږي، له وينا ئې په څرگنده توگه معلومېده چي نه روغه جوړه او صلح خوښوي، او نه انتخابات او د بهرنيو ځواكونو وتل، ويل ئې: خداى دي هغه مخكنى حالت بيا نه راولي، خو كه راغى موږ به له هېواده نه تښتو!!!
د ده د دغو خبرو په اړه څو عرائض لرم:
هغه به څوك وي چي نه پوهېږي څوك مزدور دئ او څوك آزاد؟!! ښايي د سياف په دې وينا به هر افغان خندلي وي دى او ملگري ئې آزاد او طالبان د پرديو مزدوران دي!! هر عقلمن انسان پوهېږي مزدور هغه دئ چي د پرديو په چوپړ كي وي، د پرديو د گټو لپاره او د هغوى تر امر او حكم لاندي جنگېږي، په جېب كي ئې د پرديو پيسې وي، پر اوږه ئې د پرديو ټوپك، پر تن ئې د پرديو جامه او يونيفورم، او د پرديو د مټو په زور او د هغوى د جازونو تر وزر لاندي پر ولس حكومت كوي، آزاد هغه دئ چي اشغالگرانو ته سر نه ټيټوي، د پرديو واكمني نه مني، له خپل هېواد د ټولو بهرنيو ځواكونو بلاقيد او شرط وتل غواړي، نه ئې شعار دښمن ته ورته وي او نه ئې كړنلاره او تگلاره، د دغه تعريف له مخي هر افغان هغه چا ته د مزدور خطاب كولو چي پرون د انگرېزانو په چوپړ كي وو، شاه شجاع او د هغه ملگري ئې د انگرېزانو مزدوران گڼل، او هغه سرلوړي افغانان ئې آزدي غوښتونكي مجاهدين گڼل چي د انگرېزانو په ضد جنگېدل، هغه ئې د شوروي اتحاد مزدوران گڼل چي په هر څه كي پردي پال شول، له خپل ولس، دين او ملي هويت پردي شول، شوروي ځواكونو ته ئې بلنه وركړه چي پر افغانستان تېرى وكړي او خپل فوځونه افغانستان ته راولېږي، د راتلو په وخت كي ئې پر هغوى د گلانو پاڼي شيندلې، د سړك دواړو خواوو ته لاس پر سينه ورته ولاړ ول، د روسي افسرانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېدل، په مقابل كي ئې ټولو افغانانو او ټولو نړۍ والو هغه جنگيالي د مجاهدينو او آزادي غوښتونكو په نامه يادول چي د خپل هېواد آزادي ئې غوښتله او د خپلواكۍ لپاره ئې قرباني وركوله، نن هم هر مؤمن او آزاد افغان هغو ته د سرلوړو مجاهدينو په سترگه گوري چي د خپلواكۍ لپاره قرباني وركوي، افغانان ټول هغه جنگيالي د مجاهدينو په نامه ستايي چي د انگرېزانو، شوروي اتحاد او امريكايانو په ضد جنگېدلي او جنگېږي، جنگيالي ئې د مجاهد او غازي په نامه او مړ ئې د شهيد په نامه يادوي، په مقابل كي ئې هغه د پرديو مزدوران گڼي چي امريكايانو ته ئې پر افغانستان د تېري بلنه وركړه، هغوى ته ئې په خپلو صوتي او تصويري مركو كي ويل: موږ ته وسلې راكړئ چي له مخالفينو سره وجنگېږو، د جنگ تجربه لرو، د هېواد په ور او گودر بلد يو، په غرونو او رغونو كي ښه جنگېدلى شو، ستاسو سرتېري زموږ په څېر نشي جنگېدلى، كله چي يرغل پيل شو دوى د لا لويو لويو او زورورو بمونو د ورولو غوښتنه ترې كوله، د امريكايانو په لاس د كابل له فتحي وروسته دوى كابل ته ننوتل، منتظر ول چي امريكايان به څوك د قدرت پر گدۍ كښېنوي، ډېر ورته كانديد ول، خو د بخت باز د داسي چا پر سر كښېناست چي د يوې امريكايي كمپنۍ (يونوكال) مأمور وو، په خوا كي ئې هغه څېرې كښېنولې چي هر يو ئې د امريكا د يوه ملگري هېواد د گټو استازى او جاسوس وو، په حقيقت كي د كابل حكومت پر هغو هېوادو ووېشل شو چي په يرغل كي ئې د امريكايانو ملگرتيا وكړه، لويه برخه شمالي ټلوالي ته وسپارل شوه، دا ځكه چي په دې ډلي كي د پخواني شوروي اتحاد، ايران، هند او اسرائيل مزدوري ډلگۍ او څېرې راغونډي شوې وې، سياف د شوراى نظار ملگرى وو، هغوى داسي چا ته ضرورت درلود چي له يوې خوا فتواوي وركړي او له بلي خوا د دوى په خوا كي د پښتنو تشه پرې ډكه كړي، هغه ته هم خپله برخه ورسېده، د مهاجرينو او معيوبينو وزارتونه، يو دوه واليان، او هره مياشت څو زره ډالر حقوق، سياف په دې نظام كي داسي دئ لكه مولوي عبدالولي او مولوي عبدالعزيز د نجيب په حكومت كي، هر چا حتى سياف هم دغو دين پلورو ملايانو ته د مرتد شوو په سترگه كتل، او په دې كي هيڅ شك نشته چي هغوى مرتد شوي وو، په دې اړه د قرآن وينا دومره څرگنده او واضح ده چي هر څوك پرې پوهېږي، قرآن په واضح الفاظو او په مكرره توگه وايي: هغه څوك د كافرانو له ډلي گڼل كېږي چي له كافر سره موالات لري، موالات يعني د دوستي داسي تړون چي وايي: د تړون شامل لوري به يو له بل په دفاع ملزم او مكلف وي، هغه خو په بشپړه توگه مرتد گڼي چي دښمن ته تسليم شي، د هغه په وړاندي وسله پر زمكه كېږدي او د هغه تر حكم او قيادت لاندي له مسلمان سره جنگېږي، له لسگونو آيتونو دا دوه بېلگي د يوه مؤمن او عقلمن انسان لپاره كافي دي:
يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيهُودَ وَ النَّصرَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَ مَن يَتَوَلهَُّم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِى الْقَوْمَ الظلِمِينَ المائده:51
اې مؤمنانو! يهود او نصارا په دوستۍ مه نيسئ، دوى په خپلو كي يو د بل دوستان دي او له تاسو چى چا لدوى سره دوستي وكړه، هغه به د دوى له ډلي وي او يقيناً چي الله د ظالمانو دا ډله هيڅكله نه هدايت كوي.
په دې آيت كي مؤمنانو ته ويل شوي چي يهود او نصارا په دوستۍ مه نيسئ، چا چي لدوى سره دوستي وكړه، د مؤمنانو له ډلي وتلى او د يهودو او نصاراوو په ډلي كي شامل شوى!!
تاسو پوهېږئ چي نصارا او يهود تر نورو ټولو خلكو له اعتقادي پلوه مسلمانانو ته ورنږدې دي، خو د همدوى په اړه هم حكم شوى چي دوستي به ورسره نه پالئ كه نه نو د دوى له ډلي شمېرل كېږئ. د قرآن گڼ شمېر آيتونه په همدې مطلب تأكيد كوي او مسلمانان له كافرانو او مشركينو سره له دوستۍ منع كوي.
قرآن دا د منافق خصلت گڼي چي د عزت ترلاسه كولو په موخه له كافرانو سره دوستي كوي:
بَشِّرِ الْمُنَـفِقِينَ بِأَنَّ لهَُمْ عَذَاباً أَلِيماً * الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَفِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ للَّهِ جَمِيعاً* النساء: 138-139
منافقينو ته د دې زېرى وركړه چي دوى ته دردونكى عذاب دئ. همغو ته چي له مؤمنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د دوى خوا ته عزت لټوي؟ نو عزت خو ټول له الله سره دئ.
يعني دوى له كافرانو سره دوستي كوي، گمان او انتظار ئې دا دئ چي د كافرانو تر څنگ به عزت تر لاسه كړي، په دې نه پوهېږي چي په منافقت او دښمن ته په تسليمېدو سره خپل موجود عزت او اعتبار هم له لاسه وركوي، په دې نه پوهېږي چي د عزت پرېكړه الله كوي، عزت له ايمان پرته له بلي لاري نشي ترلاسه كېدى، يوازي د الله مؤمن او صالح بنده د واقعي عزت خاوند دئ، منافق د هر چا له نظره سپك، ذليل او بې اعتباره وي، هرڅوك ئې يوه بې اعتباره وسله گڼي، هيڅوك د يوه مطمئن دوست په سترگه ورته نه گوري.
له دې آيت معلومېږي چي له كافرانو سره دوستي او ملگرتيا د نفاق نښه ده، منافق د عزت په طمع دا كار كوي او هغه وخت ئې كوي چي دښمن ورته قوي او مسلمانان ورته ضعيف معلوم شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
عن أَوْس بْن شُرَحْبِيل أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ مَشَى مَعَ ظَالِمٍ لِيُعِينَهُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ ظَالِمٌ، فَقَدْ خَرَجَ مِنَ الْإِسْلَامِ» المعجم الكبير لطبراني
له اوس بن شرحبيل روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ئې واورېدل: څوك چي له يوه ظالم سره په دې موخه روان شي چي د هغه مرسته وكړي، په داسي حال كي چي پوهېږي هغه ظالم دئ نو يقيناً چي له اسلام ووت.
كه څوك له ظالم سره د ملگرتيا له كبله د اسلام له دائرې وځي نو له كافر سره د ملگرتيا پايله به ئې څه وي.
ټول فقهاء پر دې متفق دي چي له يرغلگر او محارب دښمن سره ملگرتيا د ارتداد او نفاق نښه ده، ټول مذاهب، ټول ائمه، فقهاء، محدثين او مفسرين په دې اړه په بشپړه توگه متفق دي، په دوى كي داسي څوك نه موندل كېږي چي د يرغلگر كافر ملگري د مرتد او منافق په نامه ياد نه كړي.
همدا سبب دئ چي افغانان په عامه توگه او علماء په خاصه توگه د كابل رژيم د امنيتي ځواكونو د مړو له جنازې ډډه كوي، حتى هغه ملايان هم چي د اوقافو له وزارت مياشتنى معاش ترلاسه كوي، همغه چي سياف په خپلي وينا كي پرې غصه وو او ويل ئې د مخالفينو مړي د شهيدانو په نامه يادوي او زموږ د شهيدانو له جنازې ډډه كوي!!
متأسفانه د ځينو خلكو زړونه مسخ شي، معيارونه ئې بدل شي، د خپلو كږو معيارونو په تله كي به خپله غلطه او شيطاني تگلاره سمه گڼي (يحسبون انهم مهتدون)، په داسي حال كي چي هغه به سخت تېروتى وي او د قرآن په اصطلاح شيطان به له حق لاري ډېر كوږ بېولى وي. سياف له شك پرته د دې قرآني وينا يو مصداق دئ، څه موده وړاندي هغه د امريكايانو غوږ ته دا خبره ورسوله چي د مخالفينو د مقابلې تر ټولو غوره، آسانه او كممصرفه لار دا ده چي مجاهدين مسلح كړى شي، دا هغه مهال وو چي امريكايانو د اربكيو جوړولو طرح ترلاس لاندي نيولې وه، دى اربكي كېدو ته كانديد شو، هغوى ته ئې دا هم وويل: كله چي تاسو دا وسلې بېرته وغواړئ موږ به ئې له ځنډ پرته تسليموو، په همدې ارتباط د نيازمحمد په نامه د ده يوه ملگري له طلوع ټلويزيون سره په مركې كي وويل: موږ په ټول اخلاص او صداقت سره خپلي ټولي وسلې ډايلاك ته وسپارلې، يو كارتوس مو هم له ځان سره ونه ساتو، كه نه منئ ورشئ له امريكايانو وپوښتئ!!!
آيا عجيبه نه ده چي يو څوك د امريكايانو واكمني مني، د دوى په لاس تپل شوى نظام مني، پر دې اعتراض نه لري چي د هېواد زمكه او فضاء د پرديو په واك كي ده، د 48 هېوادونو يوسل پنځوس زره وسله وال ځواكونه په هېواد كي مستقر شوي، شاوخوا زر فوځي اډې لري، نه په راتلو كي وېزې ته ضرورت لري او نه په وتلو كي اجازې ته، حتى حكام نه خبرېږي چي څوك راغى او څوك ولاړ، څومره راغلل او څومره ولاړل، په تېرو دولسو كلونو كي نږدې دوه مليونه بهرني سرتېري له وېزې پرته افغانستان ته راغلي او له اجازې پرته تللي، زندانونه لري، افغانان نيسي او د خپلي خوښي زندانونو ته ئې لېږدوي، په يولسم كال كي حكومت ترې وغوښتل چي زندانونه دوى ته وسپاري، له ډېرو لانجو وروسته ئې په مشروط توگه وروسپارل، د كابل له حكومت غواړي چي داسي اوږدمهال تړون ورسره لاسليك كړي چي په هېواد كي به دائمي اډې لري او فوځيانو ته به ئې قضائي امنيت حاصل وي او د جرم او جنايت په صورت كي به دلته نه محاكمه كېږي، د همدې حكومت دوو وزيرانو (د كورنيو چارو وزير يونس قانوني او د بهرنيو چارو وزير عبدالله) دې ته ورته سندونه ورسره امضاء كړي، اوس ئې د لويي جرگې د رسمي پرېكړي په توگه غواړي، د هېواد امنيتي ځواكونه د پرديو په لاس روزل كېږي، معاش، لباس او وسله ئې پردي وركوي، مهار ئې په بشپړه توگه د پرديو په لاس كي، د جنگ لورى، ډگر او پلان د دوى له لوري ټاكل كېږي، تر نن پوري ئې نږدې يو لك اويا زره افغانان ووژل، هره ورځ په لسگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، د شپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي پر كورونو ورننوځي، دروازې په بمونو پرانيزي، ماشومان، ښځي او بوډاگان وژني، مړي سوزوي، پزي او غوږونه ترې پرې كوي، متيازي پرې كوي، په سلگونو، ټلويزيونونه، راډيوگاني، مجلې، ورځپاڼي لري، اخلاقي فساد خوروي، د اسلام ضد خپروني لري، ... سياف نه يوازي دا هر څه مني بلكي د همدې حالت دوام غواړي، هغه سرپلوري اجير فوځيان ستايي او د هېواد د دفاع اتلان ئې گڼي چي اشغالگرانو روزلي او د هغوى لپاره د خپل ولس په ضد جنگېږي، ده تر ننه يوه كلمه د دغو جنايتونو په رد او غندلو كي ونه كړه، خو د مجاهدينو په ضد ئې اوږده او تېره ژبه ايستلې ده، د هغوى د وژلو فتوى وركوي او له عدلي ادارو غواړي چي دوى په سختي سزا محكوم كړي، حتى غواړي د كابل په څلور لارو كي د مجاهدينو مړي په دار وځړول شي!! د صلحي له بهير سره كلك مخالفت كوي، طالبان د پرديو مزدوران گڼي او وايي: له مزدور سره صلح نشي كېدى!! د امريكايانو غلامي مني خو له مجاهدينو سره صلح نه مني!!!
هغه په پوره بې باكۍ سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث تحريفوي او طالبان د هغه مصداق گڼي، راشئ دغه حديث ته لږ ځير شئ او وگورئ چي سياف حتى د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه د وينا په اړه له افتراء ډډه نه كوي، حديث دا دئ:
عن عَبْدُ اللهِ بْن رَافِعٍ مَوْلَى أُمِّ سَلَمَةَ قَالَ : سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : إِنْ طَالَتْ بِكَ مُدَّةٌ، أَوْشَكْتَ أَنْ تَرَى قَوْمًا يَغْدُونَ فِي سَخَطِ اللهِ، وَيَرُوحُونَ فِي لَعْنَتِهِ، فِي أَيْدِيهِمْ مِثْلُ أَذْنَابِ الْبَقَرِ» رواه مسلم
د ام سلمه رضى الله عنها له آزاد شوي غلام عبدالله بن رافع روايت دئ چي له ابوهريره رضى الله عنه مي واورېدل چي ويل ئې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم مي اورېدلي چي ويل ئې: كه موده درباندي اوږده شوه ښايي هغه خلك به وگورې چي سبايي د الله په غضب اخته كېږي او ماښام د الله په لعنت، په لاسونو كي ئې داسي څه چي د غوايي لكۍ ته ورته دي.
كه څه هم د ابوهريره رضى الله عنه په دې روايت كي د (سوط) يعني متروكي يادونه نه ده شوې او دا هم نه دي ويل شوي چي په دې متروكي به خلك وهي، خو د نورو راويانو په رواياتو كي دواړه خبري راغلې دي، په ځينو كي ويل شوي چي دا به د بدلمنو او فاحشو په لاس كي وي، او په ځينو كي ويل شوي چي دا به متروكي وي او خلك به پرې وهي، په ځينو كي دا هم ويل شوي چي دا به دُرې وي او د هغه چا په لاس كي به وي چي عراقيان ئې د شرطي (پوليس) په نامه يادوي، كه له دې تېر شو چي په دې رواياتو كي كوم يو ارجح دئ او د سياف ناقص او غلط تعبير ومنو نو له هغه پوښتو:
سوط له څرمني جوړه شوې متروكي ته وايي چي موږ ئې د دُرې په نامه يادوو، پر كېبل ئې په هيڅ توگه اطلاق نشي كېدى. ولي د خلكو په سترگو كي خاوري اچوې او حديث غلط تعبيروې؟!!
خردم د غوايي لكۍ ته ورته نه دئ، ډېر بدسليقه او بدفهم انسان به خردم د هغه مصداق گڼي، د غوايي لكۍ په سر كي د اوږدو اوږدو وېښتانو تارونه لري، داسي متروكه ئې مصداق گڼلى شو چي په سر كي نري زنځيرونه ولري، لكه هغه څه چي شيعه د عاشورى په ورځ ځانونه پرې وهي.
د روايت له الفاظو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا ډله به هغه مهال رامنځته شي چي ښايي ابوهريره رضى الله عنه به ئې په خپلو سترگو وگوري، خو كه عمر ورسره ياري وكړي، يعني دا ډله به د صحابه وو دور ته نږدې كالونو كي رامنځته شي. جناب سياف دي ووايي: د كوم منطق له مخي طالبان د دې مصداق گڼې؟!! آيا عقل دا مني چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به ابوهريره رضى الله عنه ته ويلي وي چي ښايي ته به هغه طالبان په خپلو سترگو وگورې چي كېبلونه به ئې په لاس كي وي او خلك به پرې وهي!!
موږ د هغه چا له غلطو كړنو دفاع نه كوو چي بې گناه خلك ځوروي او د كېبلونو گوزارونه پرې كوي، په دې كي هيڅ شك نشته چي د شرعي محكمې له حكم پرته د چا وهل جائز نه دي، كه دا په كومي لښتي، كېبل، درې، خردم يا كومي بلي وسيلې وي، او كه د ټوپك په ميل يا قنداغ وي، موږ هغه څوك په كلكه غندو او كړني ئې د اسلام ضد گڼو چي په جوماتونو، زيارتونو، بازارونو او د خلكو د تجمع په ځايونو كي چاودني كوي او بې گناه خلك وژني، كه هر څوك وي او تر هر نامه لاندي دا كار كوي، يقيناً چي دا كارونه د پرديو مزدوران كوي، د سي آى اې په امر او د ملي امنيت د جاسوسانو په لاس تر سره كېږي، موخه ئې د مجاهدينو بدنامول دي، يوه بېلگه ئې د سياف د يوه قومندان هغه جنگيالي دي چي امريكايونو كندز ته لېږلي، د طالبانو جامې ئې وراغوستې دي، خلك ځوروي او د طالب په نامه داسي جنايات او فسادونه كوي چي ولس له مجاهدينو بېل او له امريكايانو سره ملگرتيا ته اړ كړي، د كندز خلك جنگيالي په دريو ډلو وېشلي: مجاهدين، مجاهد طالبان او امريكايي طالبان، سياف دا ټول طالبانو ته منسوبوي او د هغوى كار ئې گڼي، د كندهاريانو د خردم يادونه كوي خو د امريكايانو له لوري د ډرون طيارو وحشيانه راكټ وروني نه يادوي، په دشت ليلي او قلعه جنگي كي د جنرال دوستم او په چمتله، كاپيسا، فرخار او خواجه بهاء الدين كي د شوراى نظار هغه ډله ايز قبرونه نه يادوي چي په زرگونو بې گناه او مظلوم افغانان ئې په كي ښخ كړي!!