رفيع الله روشن
دافغانستان داساسي قانون له مخې بابايد د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ل کال د وري يا حمل په ۱۶مه نېټه تر سره شي،چې هېڅوک يې د معطل او يا وړاندې تر سره کولو حق نلري،خو داچي موږ افغانانو يوڅه ويلي وي او ځان مو بې خبرو کولو نه وي پرې ايښي هر يو تبي بايد وکو ځکه چې وايي: خړي هم له برګي کم ندي، حامدکرزي چې د اوسنۍ
پای ته رسېدونکې دورې مشر دی د رسينو له خولې ويل شوي او ليکل شوي چې حامدکرزی بيا نغواړي نوموړې څوکۍ ته نوماند شي،چې ولسمشر هم داخبره کړي نغواړي بيا ځان ونوموي اونه هم دافغانستان اساسي قانون دا اجازه ورکوي،چې يو نوماند اودهغه دوه معاونين دګټلو په صورت کې له دوه ځلو ډير ځان کانديد کړي،مګر د ولسمشر کرزي ځيني خير غوښتوکي اوهغه ته وفادار خلک کله کله د بلوا جوړولو په خاطر په ځينو کارونو لاس پورې کوي،ترڅو شته اختلافونه او دزونه لا پسې پراخه شی، دبېلګې په ډول څو ورځې دمخه په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملا ترخيل محمد ي دکابل په ممتاز محل هوټل کې يوه لويه غونډه را وبلله شعار اوغوښتنه يې داوه چې د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره دې تر ۲۰۱۸م پورې وغزول شي،هغوي داخبره اوغونډه په دې موخه کوي چې که چېرې دغه موده وغزول شي نو په هېواد کې به ملي روغه جوړه وشي،اوسني بي امنيتي اوخپل منځي وژني به خلاصي شي.
که چېرې دوي په رښتيا هم د ملي روغي جوړي او امنيت لپاره هلي ځلې کوي، اوبه نه خړوي اوماهيان نه نيسی اوپه همدې ډول دټولو خلکو سترګوته خاورې نه ورشيندي ،نو بيا ولي يې په تېرو لسو کلونوکې داسي فکر نه کاوه، اوکه داسي و چې دوی په دومره وخت کې له هېواده بهر په کوم همسايه هېواد کې ول او له لرې يې ددې لوبې تماشه کوله،مګر داسې هم نده،ځکه ددوی حضور دلته ثابت و،بله داچې ملا تره خېل او پلويانو يې اساسي قانون بيخي خپل ميراث او شخصي ملکيت بللی، دښاغلي ترخيل وياند چې حماس تخلص کوي، د شمشاد ټلوېزېون په يوه تاوده بحث کې مېلمه وه،دکوربه ددې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرې ټاکنې تر ۲۰۱۸م پورې وځنډول شي نو دا له اساسي قانون سره په ټکر کې نه راځي،اوبل داچې که ستاسوپه اند ټاکنې شاته ولاړې شی بديل به يې څه وي؟ وويل:( اساسي قانوم ما جوړ کړي،ولس ما جوړ کړي نو پکې د تعديل او بدلون را وستلو حق لرم )
حماس وايي که چېرې څوک په داسي شرايطوکې ټاکنې غواړي نو هغه په ښکاره دهېواد او هېوادوالو ملي منافعو ته غله اوپه کمين کې ناست خلک دي،هغه زياته کړه ولس له دولته خپل حق غواړي او کوښښ کوي چې ټاکنې وځنډول شي، که بياهم د ټاکنو دځنډ په صورت کي ستونزي رامنځته کېږي او وضعيت خرابېږي دابه دهېواد دملي ګټو ددښمنانو کار وي،نو کله چې دوي دټاکنو له ځنډولو وروسته هم په دې باور دي چې وضعيت به د ثبات نه بلکې د بحران خواته ولاړ شي نو بيا دا مداري توب دڅه په خاطر،ولې ټاکنې وځنډول شي.
حماس په يوه بل ځواب کې وايي که چېرې د ولس خبروته غوږ کېنښودل شي ،ولس به خپل حق پخپله وغواړي،لار يونونه به وکړي مونږ به په حکومت فشار راوړو چې لويه جرګه را وغواړي ملا ترخېل او ځينې نورې کړي په دې خاطر ټاکنې معطل کول غواړي چې په هېواد کې امنيت نشته،او خلک نشي کوالي حتی تر يو کيلو مټر پورې د رايو صندوقونو ته ولاړ شي اوخپلې رايې استعمال کړي، مګرپه همدې حالاتو او شرايطوکې له کندهار،هلمند،خوست،هرات او نورو ولاياتو څخه د لويي جرګي په موخه مشران را غواړي عجيبه قضاوت ،عجيبه منطق او استدلال دي.
داچې ټاکنې وشي يا ونه شي فکر کوم په هرچا پورې هېڅ تړاونلري که داحق له چاسره وي نو دټاکنو کميسيون به وي، تر ټولو جالبه اوحيرانونکي خبره داده چې تېره ورځ دويسا په ورځپاڼه کې د ولسمشر حامدکرزي له خولي راغلي چې ( دټاکنو دنه تر سره کيدو هڅې زمونږ په ګټه ندي، هغه ويلي چې دنده يي داده څو ټاکنې په بشپړ ډول بې پرې او دولت په ټاکنيزو چاروکې لاسوهنه ونکړي، کرزي ويلي چې دهېواد په بېلابېلو ولاياتوکې به دټاکنو دښه ترسره کېدو لپآره هڅي وشي خصوصاً په غور او فارياب ولايتونوکې)
نوپه ډاګه شوه چې د هغه څوک چې دټاکنو ځنډول غواړي او هسي اوازي خپروي هم خپل وخت ضايع کوي او هم د نورو،هسي يي کوښښونه بابيزه دي،نوښه داده چې په دې برخه کې څوک دخپلو شخصي موخو لپآره ملي ګټي په قمار ونه وهي،ځکه دا يواځې ديوه يا دوه نفرونه بلکې دټول ملت دي،نو دوی دې نه غواړي خېټه ورباندې واچوي،دټاکنوپه برخه کې چې هره پرېکړه کېږي دټاکنو خپلواک کمېسيون به يې کوي.