ع.شريف زاد
د سيمې او نړۍ مېړنئ باتور څومره په پښتني غرور مين ، په پوهه، ابتکار، ليدنې او څېړنې کې د نفس اماره خبرې ته ګوته نيسي چې هم ادب دي او هم انتقاد، هم نصيحت دى او هم لارښوونه، هم نزاکت او هم ظرافت. د نوموړي احساسا ت په نفساني، ځاني او خپلو ګټو استوار نه دى بلکې هغه په ټولنې او کورنۍ پورې تړلې جهان بيني ده او په ډير مهارت
سر ېې د ټولنې ټول نزاکتونه، بر خوردونه، غټې او ړوې مراعات کړي سره ددې چې انګريزي ا ستعمار دغه د نړۍ ماهر شيطا نان دلته پراته وه پام کوي او هغو ته ګوري..د هغه په نظر کې دا نړۍ دا وخت ډيره ما شو مه ده لهذا خپل باور او ديدګاه په خپله مثن
وي کې په لاندې ډول څر ګندوي.
د هر چا سره چي يو نفس قرين شوم
د هغه له خويه بويه په زړه شين شوم
زړه مي خوښ په هيچا نه شو په عالم كښي
له عالمه سره زيست كړم په ډېر غم كښي
خود سود له مخه څوك راسره يار شو
چي ئې خپل مقصود پوره شو نو ويزار شو
هر چي تا سره ياري كا نه ياران دي
همګي واړه لړم دي يا ماران دي
زامن واړه د زړه رنځ د خپل بابا دي
لوڼه كُل د زړه ژوري د ماما دي
كه دي يار دى كه دي خېښ دى كه دى ورور دى
دخپل ځان دى د خپل سود دى د خپل كور دى
تش د خولې لباس مباس دى سره كيږي
د هر چا خاطر خپل سود وته پړ كيږي
د راحت په وخت سل لا پي د يارۍ كا
د محنت ساعت چي راسي ويزارۍ كا
د خو شحال خان په دريځ کې د محنت او راحت، دصنعي او لباسي کرکتر، ديار او دځان، د زوى او لور، دمقصود او زيست ټولې هغه برخې دى چې دده په افکارو کې منعکس کيږي. دده افکارو کې بشپړ فلسفي اړخ، علمي او عملي ګامونه پراته ى چې يادونه نه يوازې افتخار بلکې ملي يو والي بيداري او احساس او په تيرا بيا دپوهې سبک پروت دى
په درناوي