ژباړه : ع. شريف زاد
عبدالحميد بن مصطفى بن باديس د الجزاير دا زادى ګوند مشر وه. په کال ١٨٨٩م د دسمبر مياشتې په پنځمه نېټه په قسطنطيه کې زېږدلى دى. نوموړى د اوچتې کورنۍ ځخه وه په علم او پوهه، فضل ،سخاوت او مالداري کې ېې شهرت درلود همدا سبب وه چې د فرانسوي اداري ډ نډې او مسوليتونو ته ېې په غا ړه وا نه خيستل او په دې هڅه کې نه وه.خپل
ژوند ېې د الجزاير د خلکو په چاپيريال کې تېر کړ. خپل ملت ېې د هر ډول او رنګارنګ فرانسوي ښکېلاک د مقابلې لپاره په بشپړه توګه د بيدارۍ لارې ته چمتو کړ.
د فرانسوي استعمار او د هغه د پلويانو هېلي، له چل او فرېب ډک سازشونه ېې رسوا کړل او په دې لاره کې ېې ډير کار وکړ. په دې وخت کې ېې د خپل قوم ځوانان د قران او سنتو په زده کړو بوخت او ديوه اسلامي نهضت په سوچ او اند ېښنه کې شو. خپل تعليمي ژوند ېې په قسطنطنيه کې پيل کړ او د اسلامي فرهنګ لوست ته ېې پاملرنه وکړه. د نوموړي شيخ او استاد حمدان الونيسي چې يو وطنپال شخصيت وه. دخپلو نظرياتو له لارې ېې وکولاى شو چې ابن اباديس ددين اووطن لپاره کار ته تيار کړي او د دولت له مقيدو، فاسدو، چل او سازشونواو ناوړو داړو نه ازاد او خپلواک وى. کله چې د هغه شيخ حمدان الونيسي له �
�پل وطن ځخه حجاز ته سفر وکړا بن باديس جامعه الزيتون ته په کال ١٩٠٨کې سفر وکړ په دې وخت کې ١٩ کلنۍ ته نژدې وه چې د پوهنتون درسي نظام دده له علمي او اسلامي روحېي سره سازش ونه کړ. ابن اباديس په کال ١٩١٢م کې د حج فريضې اداکولو لپاره حج ته لاړ او هلته له خپل شيخ حمدان الونيسي او دمصر او شام له نورو علماوو سره مخ شو. په دې وخت کې د شيخ احمد الهندى زده کووونکى شو. ځينو علماوو په حجاز کې د پاتې کېدو ټينګار ورته وکړ خو ده په ١٩١٣ م کال کې خپل وطن ته د جهاد لپاره د ستنېدو تصميم ونيوه.
په قسطنطنيه کې ېې د سيدي قموش مسجد او لوى جامع کې خپل تدريس پيل کړ چې د سهار له لمانځه څخه پيل تر نيمې شپې پورې ېې کار کاوه. ما شومانو ته ېې دديني او عربي علومو زده کړه کوله او سپين ږيرو ته ېې په الجامع الا خضر کې د قران تفسير کاوه. هغوى ته ېې د بشپړې جهان بينۍ لاره ښود له او هغوى سمې لارې ته دعوت کول څو خداى (ج) د هغوى په افکارو کې د رښتيني عقا يدو مقاومت راژوندى کړى. همغه وه چې د الجزاير علماوو د جمعيت د تاسيس فکر وکړ. او دغه جمعيت په کال ١٩٣١م کې راڅرګند شو چې د الجزاير د پاڅون د غه شعاروټاکه:
ان الله لايغيرما بقوم حتي يغيروا ما با نفسهم
دده افکار پايتخت او نورو ښارونو لکه هران، تلمسان او نورو ته ورسيدل چې هلته ېې درسونه ورکول او د لومړې نړېوالې نښتې په جريان کې فرانسې ډير څه ترينه وګالل خو دده پلار د موقعيت له کبله چيرې چې اوسيد زيان ونه شو رسولاى. ان باديس په صحافت بوخت شو څو د خپل وطن هر ګوټ او بهر ته خپل افکار او عقايد ورسوي.
ابن باديس د شهاب جريده چې اوونيزه وه خپروله او بيا په مياشتنۍ بدله شوه او په هغې کې دده ځينې د تفسير او احاديثو درسونه هم وه دغې جريدې چې ديني رنګ ېې درلود او خلکو ورته مخه کړې وه فرانسې ونه شو کولاى چې مصادره ېې کړي. نورې جريدې لکه : شريعت،محمدي سنت، او الصراط خپرې کړې فرانسه ورته متوجه شوه او هغه جرايد ېې تعطيل کړل.فرانسه په دې لټه کې وه چې دديني امورو رياست ور وسپاري او دوکه ور سره وکړي. اباديس د فکر، وحدت، ملت پالنې، ترقي او ازادي په هکله ځانګړي ابتکار درلود . هغه د خلکو له عقايدو سر ه نژدې اړيکي درلود او په دې پوهېده چې له خلکو سره څرنګه برخورد و�
�ري. شعارو ېې په وطن کې تاثير درلود او د هېڅ ډول پلمې، چل، فريب او سياسي پوچ رنګ سره ملګري نه وه. هغه به تل ويل چې : اسلام زمونږ دين دي.عربي زمونږ ژبه ده. او الجزاير زمونږ هېواد دي.ابن باديس داسې يو علمي مسلک غوره کړ چې له حزبي تا کتيکونو، مهارتونو او نورو تګلارو څخه ليري وه. د فرانسې نر مو او ګرمو ده ته دوکه ور نه کړاي شوه حتي په کوم کنفرانس کې چې د فرانسې سره تړون وشو او په نتيجه کې فرانسى ټول الجزايري هيت له تهديد سره بيرته الجزاير ته را واستول بيا هم دې په خپلو افکارو کې استوار، متدين، قوي، پوه او عالم غړي وه . ده ته په خپل دعوت کې اسلام او عربي توب ډ�
�ر مهم وه. ابن ابديس په کال ١٩٤٠م د اپريل په مياشت کې د يو قول پر بنا په زهرو وفات شو.
پاى