عبد الحنان مجاهد
په دغه یونیم متر سور، او دوه متره اوږده خونه کې ۱۲ کسان، ورسره بوټان، او ورسره د خوراک لوښي، پیالې، چایبرې، ستل، او نور د هر بندي خپلې خپلې جامې، د هر بندي لپاره دوه دوه وړې کمپلې! یقینا چې سخت په تنګ وو، ټول داسې سره ناست وو چې که به یو پښې لږ وغځولې، هغه بل به ټولولې او که به بل وغځولې بیا به هغه بل ټولولې.
په عام ډول په خونه کې د ورورولۍ او خواخوږۍ فضا وه، ډاکتر صیب راته ویل چې ځه ښه شوې له مونږ سره شوې، اوس به همدلته سره اوسو، بیغمه واړه، وهل او ټکول نشته، ما ویل په تحقیق کې هم وهل نشته؟ دوی ویل، نه، وهل نشته، هسې کوم کوم کس که لږ لږ ووهي، نور په عام ډول وهل نشته، ما ویل ځه چې وهل نه وي نور به سره جوړ شو!
دغه دهلیز ته یې جزايي دهلیز ویلو، ځکه خو یې په یوه وړه خونه کې دومره زیات کسان اچول، او نور شرایط یې هم سخت وو، ملګري به ټول په یو اړخ پرېوتل، نیم به له یوې خوا او نیم به له خوا را پرېوتل، د هغه لورې پښې به ددې لوري له سرونو سره او ددې لوري پښې به د هغه لوري له سرونو سره لګیدل، مجبوریت و، بل څه نه کېدل! کله به چې په یو اړخ پرېوتلو بیا ددې امکان نه وو چې په بل اړخ دې سړی واوړي، ځکه که اوښتی نو د دواړو څنګونو ملګري، ښه کلک په تکلیف کېدل! که څه هم چې ځای ډېر تنګ وو خو دا چې زړونه سره نېږدې وو ملګرو په خپل منځ کې د کوم مشکل احساس نه کولو.
د اوداسه لپاره به په ۲۴ ساعتونو کې څلور ځله اجازه وه، که به قضا حاجت ضرورت و هم په همدې څلورو وختونو کې باید پوره شوی وای، که به د غسل ضرورت و هم باید په همدې څلورو وختونو کې پوره شوی وای، له دې پرته يې په هېڅ ډول څوک نه پرېښودل او دا د ټولو بندیانو لپاره ډېر لوی اذیت وو.
په ریاست ۹۰ کې هم په ۲۴ ساعتونو کې د اودلاسه لپاره څلور ځله پرېښودل وو، خو هلته یو خو وهل ډېر وو، د بندیانو چېغې او نارې به وې! سړی به څلور ویشت ساعته روحا نا آرامه او په اندېښنو کې ډوب و! خوراک چا سم نشو کولی! چای په ۲۴ ساعتونو کې یو ګیلاس و! ځکه خو نه سم خوراک کېدای شوای او نه آرام! له همدې کبله به حمام ته ضرورت هم ډېر کم پېښېدو!
خو په ریاست ۱۷ یو له یوې خوا چای په نسبت هغه ځای ته زیات و، بل وهل او ټکول نه وو، ځکه خو هم ډوډۍ ډېره خوړل کېده او هم آرام کېدای شوای، له دې کبله به دلته ضرورت زیات پېښېدو!
په دې دهلیز کې په غالب ګومان چې څوارلس خونې وې، او ټولې په یوه کچه وې، اوداسه ته بیول یې په نوبت وو، او ټولې خونې یې په یو ځل نه خوشې کولې، د یوې یوې خونې بندیان به یې خوشي کول، بندیانو به له ځان سره د خوړولو لوښي هم وړل، په همدې وخت کې به یې هغه وینځل، هغه کوم ستل چې په خونه کې به ایښی و، هغه به یې هم په همدې وخت کې له ځان سره وړلو، درې تشنابونه، او دوه حمامونه، دوه دلاس وینځلو ځایونه وو، کله به يې چې د یوې خونې ټول بندیان ور د ننه کړل نور به یې دروازه پسې بنده کړه!
ټول بندیان به همدلته په دغه واړه ځای کې په نوبت تشنابونو ته ولاړ وو، چا به پیالې ووینځلې، چا کاسې، چا چایبر، چا به ستل خالي کړ او وبه یې وینځلو، تر هغه به ځینو ملګرو اودسونه سره وکړل، بیا به دغه نورو وکړل، کله به چې ټول فارغ شول، دروازه به یې وټکوله، هغه موظف باشي به راغی دروازه به یې خلاصه کړه، ټول بندیان به یې خپلې خونې ته بوتلل دروازه به یې ور پسې بنده کړه، بیا به یې د بلې خونې بندیان را خوشي کړل!
د تشنابونو سرونه خلاص وو، یعني جلا چتونه یې نه درلودل، همغه دلویې خونې چت د ټولو چت وو، کیسه بالکل لاس په لستوڼي وه، صرف له دیوالونو سره پناه وو، نور سخته بې شرمي وه، زه خپله بلکې ټول بندیان دغه حالت ډېر سخت ځورولو! خو څه مو کړې وای! په دې به هم مونږ خوشحاله وو چې ځه ښه دي چې په ۲۴ ساعتونو کې مو څلور ځله تشناب او اوداسه ته پرېږدي!
که به چا د ګېډې تکلیف درلود هغه ته هم اجازه نه وه، مګر دا چې دروازه به دې سخته سخته وډبوله، باشي به راغی، څلور، پنځه ځله به دې ورته وویل چې دلته یو ملګری تکلیف دی، بیا به یې ویل چې باش صبر کو! که تشناب فارغ شود، صبر کو! به نو کله کله تر یوې ګینټې آن دوه ګینټو هم رسیدو، هغه په تکلیف ملګری به داسې شو چې تر ده به دا نور ملګري ډېر ورته ځورېدل!
که به خالي حاجت و نو بیا به یو دوه ملګرو یوه کمبله یا څادر ونیولو، هغه ملګري غریب به په ستل کې خپل حاجت پوره کړ، او یقینا چې دا سخت درد ناک حالت و، سخت د شرم او خجالت حالت وو، په هيڅ ډول د انسان بیا مسلمان او بیا د افغان وجدان او ضمیر نشوای برداشت کولی! خو څه به دې کول! انسان ډېر کمزوری دی! زیاتره ملګري به ناروغان وو، د خالي حاجت به یې داسې بد بوی لګېدو چې د ویلو نه دي!
هغه کوم ملګري به چې حاجت پوره هم کړ، تر څو ورځو به خجالت وو، سره له دې چې نورو ملګرو الحمد لله داسې هېڅ کوم حرکت یا خبره نه کوله چې هغه ملګری دې پرې خجالت شي، ځکه دا حالت په ټولو راتلو، او بل دا چې ټول پوهېدل چې دا یو مجبوریت دی، خو بیا به هم د سړي وجدان او ضمیر ځورېدو، چې دا څه حال دی!
هغه ملګر غریب به له خجالت او شرم نه په خولو کې ډوب شو، خو څه یې کړې وای! خپله دغه ډاکتر صیب د شکرې ناروغي درلوده، هغه غریب ته لحظه په لحظه ضرورت پېښیدو، یو لوی د شربتو بوتل یې پیدا کړی وو لږ به کونج ته شو خپل حاجت به یې پوره کړ!
خو که به چا لوی حاجت درلود، دا نو تر ټولو ډېر ځورونکی حالت و! نیم ساعت، کله یو ساعت به یې انتظار کولو، داسې به هم کله کله پېښېدل چې له مجبوریته نور ملګري څادر ونیسي او هغه په تکلیف ملګري خپل حاجت پوره کړي، دا کار خپله زمونږ په خونه کې و نه شو، خو نورو ملګرو ویل چې مونږ له داسې یو حالت سره هم مخ شوي یو، ځکه کله کله به یې آن یو ساعت، دوه ساعته وروسته دروازه خلاصوله!
یوه ورځ زه خپله سخت په تکلیف شوم، یو په یو د ګېډې تکلیف را ته پیدا شو، سمدستي پورته شوم، دروازه مې وډبوله، موظف باشي راغی، وايي څه خبره ده، ما ویل: ډېر سخت په تکلیف یم! که دا دروازه خلاصه کړې، یو ځل حمام ته ځم! په ډېره بې باکانه لهجه یې ویل: صبر کو!
زه بیرته ناهیلی را وګرځېدم، په خپل ځای کېناستم، خو طاقت مې نه کېدو! بیا ور جګ شوم، خبره همغه د صبر وه، بیا ورجګ شوم! سخت په تکلیف وم، ما ویل کولمې مې غوڅې شوې! د خونې ملګري راباندې وپوهېدل، آخر یو ملګری ور پورته شو، غږ یې پرې وکړ، چې دلته یو ملګری ډېر په تکلیف دی! دا دروازه زر خلاصه کړه! باشي بیا د صبر تلقین وکړ!
هغه یو ملګري چې زما حالت ولید، ډېر زیات غوسه شو، غږ یې ور وکړ چې دا کس په تکلیف دی دروازه خلاصه کړۍ! چا ته وايې! ورووسته یې بیا دروازه خلاصه کړه، هغه ملګري ویل چې زه خو دومره بې اختیاره شوم چې نېږدې مې دروازه په غبرګو لغتو وهلې وه! مونږ ویل ښه شو چې داسې دې ونه کړل، که نه اوس به بهر په پنجرو کې ځوړند وې!... نور بیا
عبد الحنان مجاهد