حاجي معراج الدين
د يوې امريکايي مجلي (ده ويک) د پرونۍ ګڼې په پوښ باندې د مصر فوځ او د کودتا مشر عبد الفتاح السیسي کړنې انځور شوي دي، چې په لاس کې یې وسله ده، او خپل ولس يې تر بريد لاندې نيولی دی، دا په داسې حال کې چې د مرميو په صندق يې امریکايي بیرغ دی، په جيب کې امريکایی ډالر دي، او شاوخوا پرې د ډالرو باران دی.
ده ويک امریکایی مجلې، د مصر د کودتا مشر عبد الفتاح سیسې د کړنو انځوره ونه کې زياتوي: خپل ولس په ټوپک وژني، لاندې او شاته ترې مړي پراته دي، خو دی ښه په حوصله د ولسي خلکو په وژلو بوخت دی.
د مجلې پوښ په رابعه عدويه او نهضة کې د سیسي لخوا د مصري ولس، د عام وژنې او جنایتونو ښکارندوی کوي، چې په زرګونو شهیدان، په زرګونو ټپيان، همدارنګه يې د سياسي او اسلامي مشرانو په شمول په زرهاؤ ولسي خلک بندیان له ځانه سره درلودل.
همدارنګه د مجلې پوښ او د مضمون مطلب، مصري فوځ سره د امریکايانو مرسته او ملاتړ روښانه کوي، چې غواړي مصر کې د سیکولرو کودتاچیانو، مخالفې اسلامي ډلې له منځه يوسي.
د یادونې وړ ده، چې امريکايي رسنۍ او د ديموکراسۍ فعالان تل د سیسي ډلې پسې منلډي وهي، او د امریکا د حکومت اینجنټ یې بولي.
بل لکه څنګه چې په دغه انځور کې د مصري ولس په وژنه کې د امریکا مرستې او ملاتړ ته ګوته نیول شوې، همدارنګه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو ته هم اشاره شوې چې په خپلو پیسې يې د مصري ولس وينې تویولو کې له سیسي سره لاس یو کړی دی.
حاجي معراج الدين.