ایمل نوري
تېر کال د هغو بریتانویانو شمېره په بې کچې توګه لوړه شوې کوم چې د ږیرې کرل خوښوي، او دا شمېره یوازې په ۱۲ میاشتو کې دومره لوړه شوې ده.
څېړنې ښيي چې د سړو تر منځ د ږیرې یا په مخ ویښتو کرلو عملیات د پزې ښکلا د عملیاتو په پرتله چې د ښایست لپاره تر سره کېږي، او ډېر خلک یې کوي، درې برابره زیات شوي.
څېړونکي باور لري چې دغه پېښه ځينې مشهور کسان د ږیرو په پرېښودلو سره په خپله نارینیي بڼه پر مخ وړي، او دوی په دې کې د مشهور بریتانوي ستوري ( جاري بارلو ) او امریکايي ستوري ( برادبیټ ) تقلید کوي، دې کار ډېر بریتانویان چې ددغه نارینه بڼې مینان دي دغه تقلید ته وهڅول تر څو دخپلو میرمنو په سترګوې کې ډېر ښه اغیزمن واوسي.
۶۳ کلن وتلي بریتانوي خبریال ( جیرمي باکسمان ) د بریتانوي بی بی سي رادیو په پلاوي کې هغه وخت د جنجال څپې را وپارولې، کله چې د وړې شیشې پر مخ له خپلې کلنۍ رخصتۍ وروسته له مهذبې ږیرې سره را څرګند شو.
باکسمان له دغه جنجال وروسته چې دده ږیرې را پورته کړ وویل: ( په دې وروستي دوبې کې مې ږیره پرېښوده چې لویه شي، وروسته مې بیا له ځان سره وویل چې د پروګرام د وړاندې کولو لپاره به یې خرییل را باندې لازمې وي! )
د ښکلا عملیاتو ډاکتران وایي چې د سر له وروستۍ برخې نه د ویښتانو ځينې بوټي را اخیستل کېږي او بیا د ږیرې په ځای کې کرل کېږي، او دا کار له ۳ ساعتو زیات وخت نه نیسي.
د ویښته کرلو نړیوالې ټولنې دنویو څېړنو پر بنسټ د تېر کال په پرتله د ٪۱۳ په زیاتوالي سره په بریتانیا کې ۴،۵۰۰ زره د ویښته کرنې عملیات تر سره شوي.
اروا پوهان وايي چې د ږیرې کرل په ډېرو نارینه وو کې د ځان درناوي او په ځان باور میکانیزم پیاوړی کوي، او هم د ډېرو ښځو پام د ځان په لوري را اړوي، چې په دې توګه د ډېرو ښځو خوښېږي.
په دې وروستیو کې یوه څېړنه ښيي چې ډیری نارینه د ږیرې په هکله د ښځو نظر ته ارزښت ور کوي، دا په داسې حال کې چې ثابته شوې ده چې له دریو نه دوه برخې ښځې د ږیرې والا سړي خوښوي، ٪۴۸ بریتانویانې باور لري چې ږیرې والا سړي ډېر جلبوونکي، پاروونکي، او له نارینتوب نه برخمن دي.
http://maktoob.helwa.yahoo.com/%D8%B9%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%A7%D8%AA-%D8%B2%D8%B1%D8%B9-%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%AD%D9%8A%D8%A9-%D8%AA%D9%82%D9%81%D8%B2-%D8%A8%D9%86%D8%B3%D8%A8%D8%A9-13-051705804.html
یادونې:
۱ – کله چې غربیان له انساني فطرت نه پردي شول، د الهي سنتو دښمنۍ ته یې بډې را ووهلې، له پېړیو پېړیو تجربو وروسته اوس په غیر شعوري ډول بیرته د سلیم فطرت په لوري مخه کوي! او له همدې نه ښه څرکندېږی چې د اسلام مبارک دین د فطرت دین دی، د اسلام احکام هېڅ کله له انساني فطرت سره په ټکر کې نه دي، هر هغه حکم چې اسلام امر پرې کوي، او یا یې ښه ګڼې په هېڅ ډول له مادي او یا هم له معنوي ګټو خالي نه دي.
دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث مبارک کې فرمايي چې الله جل جلاله په هغو ښځو لعنت وايي چې ځان د نارینه وو په څېر کوي او پر هغو نارینه وو لعنت وايې چې ځان د ښځو په څېر کوي، کېدای شي یو لامل یې دا وي چې دغه ډول نارینه او ښځې له فطرت سره دښمني کوي، د فطرت طبیعي ښکلا نه مني.
۲ – دا ټکی ډېر د غور وړ دی چې هغه ښځې چې د فطرت له چمبې بهر یې هر رنګه سړې او تودې تېرې کړې دي، او یو وخت دا آوازه خپره وه چې ښځې بې ږیرې سړي خوښوي، بلکې تر ننه پورې ډېر ساده خلک همداسې ګومان کوي، او دوی په خپل ګومان د ښځو د خوښۍ لپاره مبارکه ږیره خریيي، دا دي اوس ثابته شوه چې ښځه په فطري ډول بې ږیرې سړی نه خوښوي، ځکه خو دا دي له دریو نه دوه برخې ښځې په غیر شعوري ډول د ږیرې والا سړي خوښوي!
په یو حدیث کې راځي چې الله جل جلاله نارینه په ږیرو او ښځې په ویښتانو ښایسته کړې دي، که څه هم چې د دې حدیث په اړه اختلاف شته، خو له دې حقیقت نه څوک سترګې نشي پټولی چې ږیره د نارینه او ویښتان د ښځو لپاره ښکلا ده، په دې معنی چې کوم نارینه چې ږیره خريي په حقیقت کې ځان بدرنګوي، او په دې ټول سره یوه خوله دي چې ځان بدرنګول نه شرعا جواز لري او نه عقلا.
او دا چې زیاتره ښځې ږیرې والا سړي خوښوي، او ټول سړي ويښتو والا مېرمن خوښوي لامل یې دا دی چې انسان په فطري ډول فطري ښکلا او ښایست خوښوي، او د نر فطري ښکلا په ږیره او د ښځې په ویښتانو کې ده، که لږ دقیق پام وشي د نارینه لپاره د ږیرې خرییل داسې دي لکه د ښځو لپاره د ویښتانو خرییل!
۳ – تر ټولو د پام وړ دا چې اروا پوهان وايي چې ږیره په سړي کې په ځان باور او اعتماد پیاوړی کوي، په دې معنی چې ږیره د نارینتوب نښه ده، څوک چې ږیره نه لري او یا یې خریي په حقیقت کې یې نارینوالی کمزوری دی، او که لږ په غور ځير شو نو وینو چې دا هغه څرګند حقیقت دی چې هر څوک په ځانګړي ډول مونږ او تاسو یې په اسلامي ټولنو خصوصا په خپله افغاني ټولنه کې عملا محسوسوو!
۴ - ولې په هره ټولنه کې سړي د هلکانو او ښځو په پرتله درانه وي؟ او یا هلک ولې تر هغه پورې چې ږیره یې نه وي راغلې په غیر شعوري ډول تېز او چابک حرکتونه کوي؟ ځغلې را ځغلې! ځکه چې سنګین والی لا نه وي پکې راغلی، او د سنګین والي یوه نښه ږیره ده!
په عام ډول په ټولو ټولنو کې د سړو او ښځو حرکات او سکنات توپیر لري، د ښځو په ناستو پاستو کې شور ماشور، خنداوې، غال مغال وي، خو د سړو په ناستو پاستو کې که هر څو ډېر سره غونډ شي یو رنګه آرامي او سکون وي!!
۵ - په نړیوالو بازارونو، هوايي ډګرونو،روغتونونو او... کې چې کله له موظفو ښځو سره سړی مخ کېږي ډېری ښځې چې دوه خبرې چې درته وکړي په دریمه کې بې اختیاره د عاطفې په څپو کې را ګیر شي! او که په همدغو ځایونو کې له موظفو سړو سره مخ شې، او یو ساعت ور سره وغږېږي نه به بې ځایه درته موسکی شي او نه به د موسکي کیدو احساس در کړي!
دا ځکه چې په عام ډول په ښځو کې دروندوالی د نارینه وو په پرتله کم وي، خو که بیا د ږیرې والا او بې ږیرې والا ته وکتل شي نو تر یو ځایه به هغه توپیر محسوس شي کوم چې د ښځې او نارینه تر منځ احساسېږي.
همدلته سړي ته د محدثینو کرامو او فقهای کرامو هغه ایماني او فطري فراست مخې ته درېږي چې د ږیرې خرییل یې د عدالت او شهادت ورکولو منافي ګڼلي دي! دږیرې او بې ږېرې والا تر منځ یې توپیر کړی.
۶ - سره له دې چې ډېر خلک ږیرې خریي خو بیا هم په عام ډول خپل وجدان او ضمیر ته یو رنګه ملامت وي چې ولې ږیره خریي؟ او کله چې له داسې کوم سړي سره مخ شي چې هغه ږیره لري دی د هغه په وړاندې د کمي احساس کوی! همغه د پورتنۍ څېړنې خبره ده چې ږیره په سړي کې د نارینتوب احساس پیاوړی کوي، او چې نه وي نو نارینتوب یو څه کمزوری غوندې وي!
۷ – ددې معنی دا نه ده چې هر بې ږیرې سړی به سپک وي او هر ږیرې والا به دروند سړی وي، بلکې دا هسې په عام ډول، که نه په ږیرو والا کې داسې سړي شته چې له دوی نه ځینې بې ږیرې والا ډېر درانه او سنګین وي.
۸ – ډېر د افسوس ځای دا دی چې نن ورځ غربي نړۍ ورو ورو عملا اسلام او داسلام مبارکو ارشاداتو او فطرت ته په خپله خوښه او په شعوري ډول مخه کوي، خو زمونږ په اسلامي ټولنو کې بیا ډېری خلک ورو ورو او ورځ تر بلې له فطرت سره دښمني کوي! له اسلام او د اسلام له مبارکو ارشاداتو مخ اړوي! یقینا چې دا ډېر د اندېښنې وړ او افسوس ځای دی!
۹ – په هر مسلمان لازمه ده چې تر خپله وسه د اسلام په احکامو کې تدبر وکړي، ځکه خو قرآن کریم بار بار ټینګار کوي چې د الله جل جلاله په مخلوقاتو، د الله جل جلاله په حکمتونو کې تدبر وکړئ، قرآن کریم په تدبر سره ولولئ، تر څو عملا د اسلام په حقانیت وپوهېږئ!
۱۰ - په پورتنۍ څېړنه کې یو ځای راځي چې ( دغه پېښه ځينې مشهور کسان د ږیرو په پرېښودلو سره په خپله نارینيي بڼه پر مخ وړي )، دلته د پام وړ ټکی دا دی چې په دغه لیکنه کې د ( مظهر الرجل یعني نارینیي بڼه ) ټکی راغلی په دې معنی چې ږیره د نارینيي بڼې نښه ده، او بې ږیرېتوب د ښځینه بڼې نښه ده. دا چې ځینې کسان یې خرییي په حقیقت کې د نارینه بڼه په ښځینه بڼه بدلوي.
ایمل نوري