حاجی معراج الدين
کله چې مصر کې د مبارک سیکولر استبدادي نظام په ۲۰۱۱م کال د اولسي پاڅون په ترڅ کې راوپرځول شو، او بیا د انتخاباتو له لیارې د اخوان المسلمین کاندید دوکتور محمد مرسي د مصر د ولسمشر په توګه دولتي واګې په لاس کې واخستې، نو د مصر سيکولرانو، غربیانو او غرب پلوه عربي هیوادونو لکه سعودي عربستان
او نورو سره دا ويره پیدا شوه، چې د اخوان المسلمين ګوند به په مصر کې یو اسلامي فکري نظام رامنځته کړي، او مصر به د دوی په اصطلاح د سخت دريځه اسلامي افکارو د مرکز په توګه د سيمې هیوادو ته د نفوذ کولو په لور پرمختګ وکړي. نو په دې فکر کې شول چې په څه ډول د مصر منتخب حکومت له منځه یوسي.
نو څرنګه چې د ښاغلي دکتور محمد المرسي څخه د واک ترلاسه کولو په لومړي پړاو کې یوه ستره تېروتنه دا شوې وه چې د حسن مبارک سیکولر فوځ یې په خپل حال پرېښود، هيڅ د پام وړ تغيرات يې پکې رانه وستل، نو د اخوان المسلمين ګوند مخالفین چې لومړی یې د مظاهرو لار خپله کړه، خو هیڅ په لاس ورنغلل، نو بیا د دغې سترې تیېروتنې څخه په ګټه، د سیکولر غرب پلوه جنرال سیسې په مټ له یوې سترې دسیسې څخه کار واخستل شو، هغه دا چې د فوځي کودتا په ترڅ کې ښاغلی دوکتور محمد مرسي له واکه ګوښه کړل شو، د زندان تورو تنبو شاته واچول شو، او په ځای یو مؤقت سیکولر نظام رامنځته کړل.
د اخوان المسلمين غړو په لاريونونو پیل وکړ، او د محمد مرسي تر خوشې کولو يې د خپلو لاریونو د غځولو هوډ څرګند کړ، بالمقابل فوځي کودتاچیانو يې مخنیوی کاوه، خو وروسته ترهغه يې د مظاهره چیانو په ځپلو کې د ډېر سخت چلند څخه کار واخست کله چې د سعودي پاچا ملک عبد الله يې کلک ملاتړ اعلان کړ، د مصري فوځ ملاتړ ته د عربي نړۍ د هڅونې ترڅنګ يې په مصري پوځ هم غږ وکړ، چې د اخوانیانو کلکه مخه ونیسئ مونږ درسره یو، دوی دهشتګر دي، په وژلو يې صرفه مه کوئ.
د سعودي پاچا چې کله د مظاهره چيانو د ځپلو ملاتړ وکړ، نو ورسره سم د دوبۍ، بحرین، کويټ سوريه هیوادونو هم، خپل ملاتړ د سعودي پاچا د دريځ په ستایلو سره اعلان کړ.
غربي نړۍ مصري فوځي کودتاچیانو سره خپله مرسته یوازې په داسې ډول ترسره کړه، چې ښکاره يې د بې ګناه خلکو په وژلو او بنديانولو باندې سترګې پټې کړې، غوږونه يې پرې کاڼه کړل، او په پټه يې د ځپولو مشورې ورکولې، خو د سعودي عربستان، کويټ، او متحده عربي امارات هيوادونو چې په عربي نړۍ کې، امریکا ته ترټولو وړاندې او لاسپوڅي هیوادونه بلل کېږي او تل يې د امریکایانو اهدفو په ترسره کولو کې ګامونه پورته کړي، نو په څرګند ډول يې د مصر د فوځ لخوا د ولسي خلکو وژل وستایل او پخپله يې هم په خپلو پیسو د مصر د مظلوم ولس د وژلو لپاره بډې ووهلې. هغه دا چې د مصر فوځي استبدادي نظام سره يې تر ۱۲ ملیارده ډالرو پورې مرستې وکړې.
خو ترټولو يې زيات په څرګند ډول د سعودي پاچا عبد الله، د مصر د مسلمان ولس د پاکو وينو تويولو ته لوالتیا وښودله، کلک ملاتړ يې ترې وکړ، اخوانیانو سره د تړاو په تور يې ځينې سعوديان ونيول او ځينې يې له دندو کوښه کړل. او د یوې اعلامې په ترڅ کې خپله وحشي تګلاره اعلان کړه، او خپل کړغيړنه، اسلام ضد، غربي مفکورې څخه يې پرده پورته کړه، هغه دا چې مظاهره چيان يې دهشتګرد وبلل او ويې ویل: د سعودي حکومت او ولس د دهشتګردو په وړاندې د مصر د فوځ ملاتړ کوي.
http://www.light-dark.net/vb/showthread.php?t=1062817432
http://www.youtube.com/watch?v=jFTBCEoKJRc
نوموړي دې ته په اشارې سره چې لاريون کوونکي ترورستان دي، عربۍ نړۍ يې هم د مصري فوځ ملاتړ ته وهڅوله، او پخپله يې هم ورسره د پنځه ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه اعلان کړه، او زیاته يې کړه (الساكت عن الحق شيطان أخرس) د حق څخه چپه خوله پاتې کېدونکی ګونګ شیطان دی.
http://almasdaronline.com/article/48981
د نوموړي د یاد ملاتړ او مرستې څخه وروسته، مصري فوځ په خپل وحشت کې زیاتوالی راووست، په زرګونه بې ګناه خلک يې شهیدان کړل، په زرګونه يې بندیان کړل، تر دې چې ځينې لاريون کوونکي مسلمانان يې ژوندي له مسجد او قرآن کریم سره یو ځای وسوځول.
د نوموړي ددغو څرګندونو څخه د ستاینې په موخه د مصر اوسني سیکولرو واکمنو هم خپله خوښي څرګنده کړه، او عاموژنه يې لا کړندۍ کړه، تر دې چې د مصر د جمهوري رياست د رسنيزو چارو مشاور وویل: مصر به هیڅکله د د سعودي پاچا تاريخي دريځ هیر نه کړي، تل به ورته د ورونو، ملګرو او ملاتړو په توګه ګورو.
http://www.light-dark.net/vb/showthread.php?t=1062817432
همدارنګه په رياض کې د مصر سفير عفيفي عبد الوهاب وویل: له ډېرې مودې راهيسې دا یو پېژندل شوی حقیقت دی چې سعودي د تروریزم په وړاندې د رهبرۍ رول لري، او د سعودي پاچا دريځ به هیڅکله د فشارونو تر اغيز لاندې رانه شي.
http://www.elwatannews.com/news/details/266064
د سعودي د واکمنې کورنۍ یو ځواکمن غړي الولید بن طلال هم د الرسالة دعوتي تلويزون مشر د کويټ یو دعوتګر شيخ طارق السويدان له خپلې دندې څخه اخوانيانو سره د تړاو په تور ګوښه کړ . نوموړي دغه شيخ ته د ټويټر له لیارې په استول شوي یوه لیک کې لیکلي وه، چې زمونږ په ټولنه کې هيڅ اخواني ته ځای نشته.
په حقیقت کې د شيخ طارق السويدان له دندې څخه د ګوښه کېدلو یوازینی لامل دا وه، چې د مصر د مظلوم ولس د عام وژنې سره يې خپله کرکه څرګنده کړې وه. نو ځکه يې ورته ډېر په میړانه ځواب ورکړ چې د پیسو په بدل کې به هیڅکله د خپل دريځ څخه تېر نه شم. http://www.alquds.co.uk/?p=75680
د سيمې سياسي ډيپلوماټان او شنونکي وايي: کېدای شي سعودي له دې څخه په ډار کې وي، چې په داخل کې به ورته د سخت دريځه مسلمانانو څخه ستر تهديد متوجه شي. لکه چې په جنيف کې د خلیج د څېړنيز مرکز څخه مصطفی العاني وايي: د دوي ډار له اخوان المسلمين ډلې څخه دی، چې د دوی په کورنۍ چارو کې به مداخلې پيل کړي. http://www.alquds.co.uk/?p=62639
خو حقيقت داسې نه دی، لکه چې دغه شنونکي نظر لري، سعودي ته هيڅکله د اخوان المسلمين څخه ګواښ متوجه نه دی، ځکه دغه ډله په سعودي کې د یادونې وړ هيڅ نفوذ نه لري، د دوی ډار اصلا په عربي نړۍ کې د اسلامي نظام څخه دی، کوم څخه چې امریکایان په ډار کې دي، او امریکایان خپلې دسيسې د خپلو غلامانو په ملتیا عملي کوي، چې ترټولو ستر رول پکې د سعودي دولت ترسره کوي.
د سعودي حکومت د امریکایانو او غربیانو د اهدافو د پوره کولو لپاره هر څه ته تیار دي، ټولې غیر اسلامي او غیر انساني کړنې يې د دوی خوشاله کولو لپاره دي، د همدوی لپاره يې د خپلو اسلامي او عربي ولسونو په وينو باندې لاسونه سره کړي دي، نه یوازې د مصر د مظلوم ولس په وينو يې لاسونه سره دي، بلکې د فلسطين مسلمان ولس په وينو يې هم لاسونه او داړې سرې دي. http://arabic.rt.com/forum/showthread.php/280240-%D9%88%D9%87%D8%A8-%D9%85%D8%A7-%D9%84%D8%A7-%D9%8A%D9%85%D9%84%D9%83
همدارنګه په کويټ او عراق باندې د امریکایی یرغل پر مهال هم سعودي واکمن نظام د امریکایانو د ملاتړې په توګه تر ټولو ستر رول لوبولی وه، چې فوځي اډې يې هم ورکړې وې. او تراوسه امریکایی ځواکونه په سعودي کې مېشت دي.
د همدوی په تیلو د امریکایانو الوتکې پورته کېدلې او د عراق په مظلوم ولس يې بمبار کاوه.
حاجی معراج الدين