د مسجد له منبره د سندرۍ غږ کلیوال حیران کړل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نـــــــــصر الــــــــلـــــه   احـــــــــمـــدزی
څنګه  چې   یوه کورنئ  غړی  لری   او هغي ته  بیا  کورنی  ویل  کیږی  او له  کورنیو بیا کلی  جوړیږی  او له یوه او بل سره یې  غم او درد شریک وئ ،  همدغه   ډول  دا  نړی   هم  د کور مثال  لری  او  په  دی  کورنی کې   پراته   هیوادونه  او  ولسونه   ددی نړیوال  کلئ  کورنی او  غړی   دی   نو که کلی کې کوم  چرسی  او فاسد  پیدا شی  ټول   کلی  پری  

تبصري  کوی  او د هغه  له  شر هم   امان   غواړی  او د دین  دارانو هڅه  دا  وئ  چې  کلی ته  د هغه  له  شر او  فتنی  نجات   ورکړی  او که غه   ډول  کوم  فتنه ګر  په کوم  سیاسی  جریان  کې  ، کوم صالح ګوند او ټولګئ کې  ځاي  ولری  نو  باور  وکړی  دا  داسی  یو مثال  لری  لکه   د هغه  کلئ   دینداره  کلی  اوسیدونکي  چې   خرما په   لاس  او د منبر  له   سپیڅلی  مقام  د  اذان   په  ځاي  سندره  په لاډسپیکر کې  زمزمه   شی  .
نن مي  چې د حزب اسلامی   د شهادت   ویبپاڼه  له   تندی  د همایون  جریر  په   هکله   نشریات   ولیدل  نو دا  داسی   بدمرغه   غږ  ته   ورته  و لکه  د مسجد له منبر  څخه   د سندری   د  غږ   پورته  کیدل   ، همایون جریر  د ښاغلی حکمتیار  د ورور   زوم   ده  خو  ځینی  کسان  يې  د خاصو  اغراضو  لپاره  د حکمتیار  د زوم خطاب   او یا  نوم   ورکوئ    د فیروز حکمتیار  په نامه   کس  چې   د همایون جریر  اوښئ  کیږی  او خلکو ته هم ځان  د ښاغلی حکمتیار  زوی معرفئ کوئ   ددوی  دواړو  هڅه   دادی   چې  د حزب اسلامی  د مشر  ښاغلی حکمتیار  له   تخلص او نوم   ناوړه  ګټه   واخلئ   څو کاله د مخه  همایون جریر  کله قبرس  کله  تهران او کله   د مالدیف   هیواد  څخه   د غونډو او  تبلیغاتو  په  خاطر  سر  راپورته  کاؤ  ددغه    ټولو غونډو  مصارف  د ایران  حکومت   ورکول  او همدا  اوس   هم  د میاشتی   معاش   او  د سفرونو  خرچه    ورکوئ  ، جریر  د ایران  د  سپاه پاسداران  داسی یو فعال  جاسوس  ده لکه  څنګه  چې  د محقیق  په څیر  کسان  دی  دلته پاسداران   ایران  په   جاسوسانو  ډیره  سرمایه  ګذاری  کړی  ده  او کوئ   يې  جریر اوس  په تولنه کې رټل شوی  ، د حزب اسلامی  امیر   او  اجرا   شورای   ورته   رخصت    ورکړی  ، دی ایرانی جاسوس   له حکمتیار سره هغه  وخت   مخالف  شو  چې  حکمتیار  د ایران   د  رژیم   دا  غوښتنه   رد کړه   چې  د  طالبانو  خلاف   د شمال   ټلوالی  سره   یوځای    شی  .
همایون  جریر  د بن په لومړی غونډه کې  د ایرانی رژیم  د یو استازی  په صفت  ګډون کړی   و  ځکه   هغه   وخت  کې  د قدرت ویش  د لیاقت او حقیقت تر مخې  نه ؤ بلکه  امریا د یو بدماش  په صفت  غوښتل  چې  هغه منفوری  څیری  دی غونډی ته راکش کړی  چې  د امریکا  د ګټو ترجمانی وکړی   دا چې امریکا  هم اړه وه او تهران هم  خپلی ملی ګټی  لټولی  نو  غونډه   کې  یې   هغه   څیري   واشنګټن   ته    معرفی کړی   چې  ددوی   پری   باور    و  ، ددي  غونډی  ځینی  ګډون وال  تر دی  حده   هم  نالایقه   او تمبل  وول  چې  سیواد یې هم نه درلود او د لاسلیک  خانه یې  هم نه پیژانده   او د تلویزون  به پرده  یې دنیا ننداره کوله  البته  د غه  دول کسان  د پخوانی   پاچا  ظاهر    شاه  هغه کاری  ټیم  ؤ  چې   دوه لسیزی   غربیانو او میډیا   ورته    تبلیغات   کول    او روشنفکران    یې   ورته    ویل  خو اخر  هم  له ۵۲ او کروز  سره  هیواد ته   راستانه   شول  دوي  داسی ثابت   شول   لکه   د مصر  فوځي   دیکتاتوران   او  اوس   یې  د  مفکرانو  په  نوم   راپیژنی   ځکه    روشن   فکر خو  د  چا  خبره    ټر رررررررررررررررررر .
د بن   په   غونډه  کې    د همایون  جریر  او حاجی  منګل حسین  کښینول   د ښاغلی حکمتیار   هغه دریځ   ته  د امریکا عکس العمل   و چې  تهران کې  یې  څرګند کړ  او ویل  یې  چې  زما دریځ  د امریکا  په وړاندی  همغه  دی کوم  چې  د روسانو  په  وړاندی  ؤ  او ددی ترڅنګ  د شمال  ټلوال هم   ډیره هڅه   دا  وه  چې  د جریر  په څیر  کسان  د حکمتیار  د کمزوری کولو او د  رازونو  د ترلاسه  کولو  په  خاطر  له ځان   سره  ملګری  کړی  او  تر   یوه  حده  بریالی  هم   شول   خو تر کومه   چې  سړی   د ښاغلی  حکمتیار  سیاسی  او د   مبارزی   ژوند   ته   ځیر    شی  نو ویلی  شو  چې  حکمتیار   د اوسپنیزی  ارادی   لرونکئ     شخص   دی  او له حالاتو او   ستونزو سره  څنګه    مقاومت    وکړی  د هغه دا نوم   په ولس   او د حزب  په   پلویانو  کې  دومره   مطرح    او  ریښه دار  ده   چې  که  یو کس هم    ورپاتی وی   بیا هم   مطرح   حکمتیار  ده  موږ عملآ  ولیدل   له مرحوم  مولوی  صیب  خالص  رح   نه  راوروسته  زما  په حضور  قاضی   امین وقاد ، وحیدالله  سباوون  ، ارغندیوال  ، همایون   جریر  او خالد فاروقی   جدا   جدا   بیرغونه    ودرول   څوک  ایران   په   شا  وټپول  ، څوک  امریکا ،څوک    استاد ربانی  او  احمدشاه  مسعود، نو ایا  نن  دوی  د حزب اسلامی    د امیرانو  په نوم   حزبیانو ته څه وکړل ؟  څومره    یې  په   ځان   راتول  کړل ؟  څومره یې  له انتقام    وساتل ؟  څومره یې  د ملی امنیت  له  بندیخانو  راوویستل  ؟  څومره   ته   یې  کلی   او فامیلي  جوړی  کړی   تر څو   یی غم   او ښادی   سره   یو ځاي   وئ ؟  دوی  فکر کوی  رهبری  دی   ته   وايې ځان   ته  دوه   دری   موټر   پیدا کړه   او  لوحه   هسکه  کړه  که   دی   ته   وايې  زه  هم   رهبر  کیدای    شم   دادی  اوس خو  قطب الدین  هلال هم    جنډه   پورته   کړی، د بن په کرغیړنه  غونده  کې  زموږ  به حقوقو سودا   شوی  د افغانستان  د خرڅلاؤ  سند لاسلیک    شوی   ده  دغه دیارلس  کلن   ناورین  د همدغی  معاهده   زیږنده  ده  ،هلته   پریکړی  د احساساتو  له    مخې شوی  دی  هیچا  هم  حقیقت   ته پام  نده   کړی   نه امریکا ،نه اروپا ،  نه ملګرو ملتونو ، نه   د امنیت   شورای  او نه  اخیستل  شوی افغانی  لورئ  د خپلی  ټولنې  درک   محسوس  کړی   باید  په یاد ولرو جریر همدلته  دري مخی  رول ادا کړی  هم د ایران جاسوسی  ، هم  د افغانستان  د خرڅلاؤ  سند لاسلیکول  او هم  حزب اسلامی  ته  صدمه رسول  نو اوس  نه  پوهیږی  چې  همایون  جریر  تهران  کې    حزب اسلامی  په  آستازیتوب  د څه شی غونډه   درلوده ؟   او دا  کوم    هواداران  حزب   ورته   راټول   شوی  و؟  دا خبر  اول ځل  فیسبوک  کې  د جریر  د تبلیغاتو  مسؤل  فیروز  نامی  نشر کړ   چې   له سخت  عکس العمل  سره هم   مخ   شو او   دادی    اوس   خبره   له    منبر  هم    را پورته   شوه  .
زه  د هغه  ټول  درناوی  او احترام  سره  سره  چې   شخصآ  ښاغلی حکمتیار  ته یې  لرم   نوموړی   د  رهبری  او  سیاست  تر څنګ  یوه  ستره  فرهنګی   پانګه  ده  ، نوموړی   د افغانستان  او د سیمه  په  سطحه  د یو ستر عالم ،معلیم ،لیکوال   او آدیب  په صفت  پیژنم   نوموړی  زموږ  ټولنې  ته  له   یو سلو  شلو  پورته  کتابونه   او  د قران تفسیر  مبارک   په شه   معیار  ولیکل   او  وړاندی    یې  کړل  بې له شکه  موږ او راتلونګئ   نسل  ته   یې  ډیره  سپیڅلی  ډالئ  مخی ته  کیښوده  او دا کار یې  له ډیرو ستونزو  او مصروفیتونو  سره    سره    تر سره   کړ   نو یوه توقع ترینه لرم  چې  زموږ  ولس  د همایون جریر  په  څیر  شخصیتونو  عادلانه    محاکمه  غواړی   نه  د هغه   تقدیرول .
په درنـــــــــــښـــــت
نـــــــــصر الــــــــلـــــه   احـــــــــمـــدزی