د کتاب لیکوال:
John Bergerژباړه: عبدالملک پرهیز
څنګه کولی شو ، په داسې یوه نړۍ کې چې د نړۍ جوړونې له امله په ټولو سیاسي، ټولنیزو، او کولتوري نښو نښانو په کې بدلون راغلی او ګډوډ شوي دي ، خپل لوری وټاکو؟
انګلیسي لیکوال او انځورګر جان برګر چې په ۱۹۲۶ کال کې زېږېدلی دی او په ۱۹۷۷ کال کې يې د بوکز جایزه ګټلې، هغه کسانو ته چې لالهنده اوسرګردانه دي د لس لنډو پيغامونو
وړانديز کوي څو د خپل سیاسي هویت په بیا تر لاسه کولو کې له هغو سره مرسته وکړي.
د کتاب لیکوال:
John Berger
جان برګر:انګلیسي لیکوال دی، دا د هغه له وروستیوخپرو شویو کتابونو څخه دی، ۲۰۰۶ کال پاریس
د لیکوال وروستۍ لیکنې:
نشنل ګالري، هغه ځای چې ژاړي، د بندګۍ د منلو دپاره د تیر له منځه وړل، هلته زما وطن دی
(١)
یو څوک پوښتنه کوي، آيا اوس هم مارکسیست يې؟ هغه وراني چې پانګه والي يې د ګټې اخېستنې له لارې تحمیلوي ، پخوا دومره پراخ نه ول . نژدې ټول په دغه خبره پوهيږي. نو له دې کبله دا څنګه امکان لري مارکس ـ چې ددغه وراني وړاند وینه او ارزونه يې کړې وه، له پامه وغورځول شي؟ شاید له همدې کبله دی چې ، زیاتو خلکو ، خپلې سياسي نښې له لاسه ورکړي . هغوی پرته له نقشې نه پوهيږي کومې خواته ځي.
(٢)
هره ورځ خلک د اورګاډي په تم ځایونو، هوايي ډګرونو کې بېلابیل اعلانونه، لکه د لارښونې او موټر چلولو نښې او علامې ویني چې پر هغو دداسې ځایونو نومونه لیکل شوي چې ددوی د اوسېدو ځایونه نه دي خو هغه ځایونه دي چې دوی د تلو دپاره غوره کړي. ځنې د ساعترۍ د پاره هلته ځي، ځنې د کار دپاره او ځنې نور د نهیلۍ او مایوسۍ د احساس له امله. کله چې خپل ټاکلي ځای ته رسيږي ، پوهيږي دا هغه ځای نه دی چې په اعلانونو کې لیکل شوي ؤ. البته جغرافیوي پراختیا او اوږدوالی او پيسې چې چلند لري ، هماغه دي چې په اعلانونوکې ترې یادونه شوې وه. خو هغه ځانګړې وړتیا نه لري کوم چې دوی غوره کړي ول.
هغوی د هغه ځای تر څنګ ولاړ دي چې غوښتل يې هلته لاړ شي. خو هغه واټن چې دوی له هغه ځایه بېلوي خورا ستر او د محاسبې وړ نه دی. دغه واټن کېدی شي د یوې کوڅې په پراختیا او یا هم د یوې نړۍ په پراختیا وي. دغه ځای هغه ځانګړنې نه لري چې له هغې نه يې یو هدف جوړولو. دغه ځای د خپلې تجربې اډانه ورکه کړې ده.
څو تنه شخصي سفر ته ځي او هغه ځای ته رسيږي چې دوی غوښتل لاړ شي ، که ځای ته په رسېدو کې ددوی کړاو تر هغې زیات وي چې دوی ګومان کاوه ، بیا هم دوی د خپل پام وړ ځای په زیاتې خوښۍ تر لاسه کوي. خو زیات کسان هيڅکله هم خپل هدف ته نه رسيږي. دوی اعلانونه اخلي او دهغې لیکنو ته پام اړوي. خو داسې ښکاري چې دوی نور مسافرت نه کوي، او دتل دپاره پر ځای کښیني.
(٣)
د کاله بندر او د مانش تر سیندلاندې تونل ته نژدې، دپناه غوښتونکو په مرکز سانکات کې د جزئیاتو عکسونه چې آنابل ګوئررو اخستي ول تر سترګو کيږي. دغه مرکز وروسته د فرانسې او انګلیس ددولتونو په غوښتنه وتړل شو. دلته په سل ګونه کسانو پناه راوړې وه چې ډېرو يې ددې هیله لرله څو له دې ځایه انګلستان ته لاړ شي. هغه سړی چې په عکس کې لیدل کيږي د زئیر له هیواده راغی او آنابل ګوئررو نه غواړي د هغې نوم څرګند کړي.
هره میاشت په میلیونونو خلک خپل کورونه خوشې کوي ، دوی له خپل هیواد څخه وځې ځکه ددوی په هیواد کې له هغه څه پرته چې دوی لري ، بل څه نشته او دا ددوی د کورنیو د تغذيې دپاره بس نه کوي. پخوا به لږ څه پيدا کېدل، چې بس ول. دغه بې وزلي د نوې پانګه والۍ زېګنده ده.
له یوه اوږده او وحشتناکه سفر او زیاتو توهینو او تحقیرونو وروسته چې هر څوک يې د زغم وس نه لري، کله چې دوی پر خپل لوړ شهامت او مقاومت باور پيداکوي ،د ګډوالو او پناه غوښتونکو دپاره په موقتي مرکزونو کې د ګډوالۍ او پناه غوښتنې د حق د تر لاسه کولو په تمه پاتې کېږي او ددوی د هیلو له سمندر څخه هغه څه چې دوی ته پاتې کېږي هغه ددوی بدن او هغه څه چې دوی يې په ځان کې لري: یانې ددوی لاسونه، سترګې، پښې، اوږې، بدن او کوم څه چې ددوی په ځان کې دي او یا هغه څه چې د شپې له خوا يې پر ځان اچوي، ځکه دوی چت پرسر نه لري.
د آنابل ګوئررو تصویرونه له موږسره مرسته کوي څو پوه شو د یو سړي ګوتې له هغه څه زیات نه دي چې د یوې ټوټې ځمکې له کرلو ورته پاتې دي. او د لاس اورغوی يې د رودخانې تل دی او سترګې يې د هغه کورنۍ د راټولیدو څرګندونه کوي چې دوی نور نه شي کولی له هغې سره بیرته یوځای شي. د یو کډوال د لويې وچې تصویر.
(٤)
« الف. دلته ډېره ګڼه ګوڼه ده. ته چیرته يې؟ ب. د میترو له زینو ښکته ځم څو په ریل کې کينم. هوا څنګه ده؟ اوس ریل ته خېږم. بیا وروسته به درته زنګ وهم . » همدغه خبرې په هغه میلیوني تیلیفوني خبرو اترو کې تکراریږي چې د موبایل تیلفون له لارې خلک يې په ښارونو او شا او خوا سیمو کې یو له بل سره کوي ، که دا خبرې شخصي، یا رسمي وي!! خلک د معمول سره سم خپلې خبرې له هغه سیمې پيلوي چې دوی پکې موقعیت لري. خلک عادت لري ډېر ژر ووايي چې په دقیقه توګه چيرته موقعیت لري ، ته به وايې باور نه لري او غواړي مقابل لوري ته ووايي چې په نشتونستان کې دي. د چاپيریال په انتزاع کې ډوب د ځان نښې نښانې جوړوي او له نورو سره يې شریکوي.
ګي دویور ګي دیرش کاله دمخه لکه بيغمبرانو وړاند وینه کړې وه چې د هغه کالیو ذخیره کېدل چې د انتزاعي بازار دپاره په پراخه پيمانه تولیدېږي نه یوازې ټول جغرافیوي او حقوقي پولې ماتوي بلکې د ځایونو خپلواکي او کیفیت هم له منځه وړي. د اوس وخت نړیوال کړکیچ د تولیدي مرکزونو دځای پرځای کېدو او یا د هغو د بدلیدو له امله دی. دا نه یوازې هغه سیمو ته ویل کيږي چې د کار قوه په کې ارزانه ده او قوانین او مقررات يې ناچیزه . بلکې همدارنګه د بې وطنه شرکتونو د لیونتیا ډک خوبونو سرهم تړاو لري چې نوی واکمن ځواک هغې ته لمن وهي: او هغه هم د ټولو ځایونو د اساساتو او اصولو سستول دي چې تر اوسه ثابت ول. څو ټوله نړۍ د یو خلاص بازار بڼه غوره کړي.
مصرفونکی په غوره توګه هغه څږکدی چې ځان ورک شوی احساسوي او هغه ته وايي که لګښت ونه کړي ځان به ورک شوی احساس کړي. د جنسونو مارکونه(نښې) او علامې ، په هغه اعلانونو آوړي چې د نشتونستان ځایونه پرې ډکېږي.
نور اعلانونه چې د آزادۍ او دموکراسۍ څرګندونکي دي، د لېرې پخواني وختونو څخه غلا شوي کلمات دي چې د خلکو د روح او فکرونو د ګډوډولو دپاره ترې کار اخیستل کېږي. پخوا، هغه کسانو چې د تیري کوونکو پر خلاف يې له خپل هیواد څخه دفاع کړې وه ، په عمومي ډول د مبارزې له داسې بڼو کار اخیست چې د اعلانونو د لوري د بدلولو لوری يې درلود. هغه علامه چې د ساراګزا د ښار لوری يې درلود ،مخالف لوري د بورګس د ښار په لور يې اړولو.خو نن دا مدافعین نه دي چې د علامو او نښو لوری مخالف لوري ته اړوي بلکې پردي تيري کوونکي دي چې د سیمه ایزه خلکو د تیر ایستلو او ددې حقیقت د پټولودپاره دا چې څوک پر چا حکومت کوي ، د نیکمرغۍ د طبیعت څه دی، د پراخ ربړ او کړاو د شتون او یا په دې اړوند چې ابدیت چيرته موندلی شو، د اعلانونو لوری اړوي. دغه ټول کاذبه لوري ددې دپاره کارول کيږي چې پيرودل (خریداري) د ژغورنې یوازنۍ لاره ده. په هر صورت، دا د تحولولو صندوق یا هغه ځای دی چې پېرودونکي پيسې تحویلوي چې د پېریدونکي مفهوم مشخصوي نه د هغه ځای چې انسان په کې ژوند کوي او یا مري.
(٥)
ډېرې هغه پراخې سیمې چې پخوا به د کرهڼې سیمې وي په صنعتي سیمو بدل شوي. ددغه پېښې اغيزه په بېلابیلو سیمو لکه د افریقې په لویه وچه ، مرکزي امریکا اویا د اسیا په جنوب ختیځه برخه کې یو له بله سره توپیر لري. خو لومړنی توپیر او تجربه له بل ځای ، د خصوصي ګټو او د پانګې د ټولېدد بې پایه اشتها سره تړاو لري او په عمل کې په بیلابیلو سیمو کې د طبیعي شتمنیو لکه :د ویکتوریا د سیند د کبانو، د آمازون دځنګلونو د لرګیو، نفت چې په هر ځای کې وي، د ګابن د اورانیمو او داسې نورو غصبول دي ، بې له دې چې د ځمکو او اوبو اصلي خاوندان په پام کې ونیول شي. د غصب شویو شتمنیو د سانتې لپاره هوايي ډګرونه، پوځي آډې او وسله والې ډلې په کار اچوي اوپه همدې ډول د سیمه ایزه مافیايي ډلو سره همکاري لري، او قبیلوي جګړې، قحطي چې نسل وژنې له ځانه سره لري په لاره اچوي.
په دغه صنعتي سیمو کې ، خلک په یو ځای کې د اوسیدو هر راز مفهوم له لاسه ورکوي: ماشومان ان چې یتیمان نه وي په یتیمانو آوړي، ښځې په :وینځو اونارینه په یاغیان آوړي. همدا چې دغه پړاو ته ورسيږي، څو نسله په کار دي څو د کورنۍ د جوړښت احساس بیرته ژوندی شي. د پانګې له غونډولو هر کال چې تیریږي، نشتونستان په فضا او زمان کې لا اوږديږي.
(٦)
په دغه زماني واټن کې (سیاسي مقاومت په عمومي ډول په یو ټاکلي زماني واټن کې رامنځ ته کيږي) هغه مهم څيز چې باید پرې ځان پوه کړو او په یاد يې وساتو ، دادی، هغه کسان چې له اوسني کړکېچ څخه ګټه اخلي ،خپل مفسران يې په ډله ایزه رسنیو کې ګمارلي، دوی د «خبر ضد» له خپرولو او د خلکو له تېر ایستلو لاس نه اخلي . هيڅکله هم نه باید د هغوی د څرګندونو په وړاندې یا د غصب شویو کلماتو تر وړاندې چې له هغو څخه په کار اخیستو کې مهارت لري، د استدلال هڅه وکړو. باید هغوی په ټولیز ډول ليرې وغورځول شي او پر خپل حال پرېښودل شي. هغوی څوک کوم ځای ته نه رسوي.
د اطلاعاتو د تکنالوژي جال د سترو شرکتونو اود هغوی د لښکر په مرسته خپور شوی څو په چټکۍ سره پر خپل نشتونستان تسلط پيداکړي، د اړیکو دوسیلې په توګه په «هر ځای» کې چې هغوی خپل هدف ته ورسوي، ترې کار اخلي.
د کارائیب یو لیکوال ادوارد ګلیسانت، نوموړې موضوع ډېر ښه او په لڼډه توګه بیانوي.:« د نړیوال کېدو تر وړاندې د مقامت چلند دا نه دی چې د هغې شتون په پام کې ونه نیسو بلکې ددې خبرې پوهیدل دي چې نړیوال کېدل د ټولو ممکنه ځانګړتیاو یو بشپړ ټولیز دی، موږ باید له دې افکاروسره عادت وکړو تر هغې چې په دغه ټولیز کې یوه ځانګړتیا نه وي ، نړیوال کېدل موږ ته هغه څه کېدی نه شي چې باید وي.» موږ پخپله خپلې نښې جوړوو، ځایونو ته نوم ورکوو، شعر اوشاعري ته مخه کوو.
د هغه کاڼو په څېر چې دنیمې ورځې له ګرمې وروسته د ورځې بڼه په ځان کې ساتي
د سره ګل په څیر چې د یو شین بخنه آسویلي په وسیله غوړیږي
او په باد کې غوړیږي کوي
د ولې د ماتیدونکو ونو په څېر چې په درمندونو کې د خپل باد داستانونه نهیلو ته
انګازه کوي
د ګڼو پاڼو په څېر چې په ځان کې يې لري
دهغه رڼا په څېر چې په ورځ کې يې ګومان کاوه ورک کړی يې دی
ستا د لستوڼې د سر ځالې په څېر
د زړه په ګرزنده هوا کې الوتنه کوي
د ها غږونو په شان چې د ځمکې ساینه کوي او په آسمان کې خپلې سترګې پرانیزي
چې پرله پسې یو بل پسې تیارو کې ګړنګونه باسي
دغه هر څه په خپله غېږ کې واخله
گارث ايونس (٥)
(٧)
ددوی نشتونستان د عجیبه غریبه وخت په اړوند مالومات رامنځ ته کوي دغه مالومات تیر بنسټ نه لري. شمیریز وخت چې سره تړلی او ځنډ په منځ کې نه نشته، شپه او ورځ، اوړی او ژمی، د پيدا کېدو له وخته تر مړینې . د پیسو په شان بې توپیره. سره له دې ، چې سره تړلی دی بیخي منفرد دی. د اوس چې له تیر او راتلونکي وخت څخه بیخي جلا دی. اوسنی وخت له راتلونکې څخه جلا دی. په دغه وخت کې تیر او راتلونکی وزن نه لري. یوازی اوس دی چې وزن لري. بل وخت، د پایو یا ستنو قطار نه دی بلکې یوازې یوه ستن یا پایه ده چې له صفرونو او یوونو جوړ شوی دی. عمودي وخت چې په خپل شا او خوا کې هيڅ نه لري بلکې یوازې نشتون.
د امېلي دیکنسن یو څو کرښې ولولۍ او بیا وروسته لاړ شۍ او د داګ ویل فیلم چې د لارس ون تریر آثر دی، وګورۍ. د امیلي دیکنسن په شعرونو کې د هغې په هره مقطع کې ازلي او ابدي حضور تر سترګو کېږي. ددې خلاف په فیلم کې څه تېریږي ، په ډېرې بې رحمۍ سره موږ ته داسې ښودل کېږي چې په ورځني ژوند ابدي او ازلي بیخي له منځه تللی وي.ټولې کلمې او ټوله ژبه چې کلمې په هغې پورې اړه لري، بیخي له خپلې مانا تشې دي.
په یو منفرد وخت کې، په عددي وخت کې، نه شو کولی خپل ځای وټاکو.
(٨)
موږ باید د وخت په اندازه کولو کې خپلې نښې بیامومو. د اسپينوزا ( مارکس ته ډير محترم فیلسفوف ؤ) له نظره ازلي او ابدي همدا اوس شتون لري. ازلي او ابدي هغه څه نه دي چې زموږ په تمه و اوسي بلکې دا موږ یو چې د لنډ وخت په نه منل کېدونکو شیبو کې ورسره مخامخ کیږو چې د هغې په اوږدو کې هر څه جوړیږي او په هغې کې هيڅ راکړه ورکړه بیځایه نه ده.
ریکاسونیت،په خپل کتاب «په تیارو کې هيله سوزونکې عمل لري» کې ، د ساندینیست شاعر جیاکاندي بللي څخه یادونه کوي، نوموړی د هغې شیبې یادونه کوي کله چې ساندینیستانوپه نیکاراګوا کې سموزا وپرځوه. « دوه ورځې ، موږ ته داسې ښکاره شوه چې موږ د څو پيړیو په کوډو (ګادو) کې ایسار شوي وو چې موږ يې د پيدایښت د پیل وخت ، هغه ځای ته چې نړۍ په کې پیداشوه، وړي وو».دا چې د امریکې متحده ایالتونو اونوکرانو يې ساندستانو ته ماتې ور کړه، د هغه شیبې ارزښت چې په تیر، اوس او راتلونکي کې شتون لري ، کمولی نه شي.
(٩)
له هغه واټ څخه یو کیلو متر لیرې چېرې چې زه دغه کرښې لیکم، په یوه کرونده کې څلور کچرې ، دوه ښځينه کچرې او دوه د هغو کوټي څريږي. د ټيټو کچرو له نژاده دي. کله چې دوه ښځينه کچرې خپل غوږونه شخوي، د هغوی ونه زما تر تخرونو رسیږي. کوټي چې له زېږېدو يې یوازې څو ورځې تیريږي د لویو ښکاري سپو په اندازه دي. توپير يې یوازې په سر کې دی چې لوی دي.
له زینو پورته ځم او په کرونده کې د مڼې د ونې پر ډډ کینم. د هغو د پښو پل لیدل کيږي. ځنې يې د ډېرو ټيټو څانګو لاندې تیریږي چې زه له هماغه ځایه د تیریدو په خاطر باید بیخي ځان کړوپ کړم. هغوی ماته ګوري. ددې کروندې په دوو برخو کې هيڅ واښه نشته او یوازې سره بخنه خاوره لیدل کیږي. دوی هره ورځ څو ځله دغو ځایو ته ځي او ځان پر خاورو چپه غورځوي. لومړی ښځينه کچرې او بیا کوټي. په کوټو کې په تازه ګۍ سره د درد او کړاو تورې کرښې پیدا شوي.
هغوی ماته نژدې کیږي. لهکچرو د اوربشو بوی راځي. د آس له بوی نه چې یوڅه ناڅرګند دی توپير لري. کچرې په خپل اوربوز زما سر لمسوي . سپين اوربوز لري. مچان چې ددوی د سترګو شا اوخوا دورې وهي ددوی له پوښتنو ډکو کتو څخه زیات پریشان دي.
کله چې تر سیوري لاندې یو ځای ته پناه وړي ، مچان ورکیږي او کچرې نژدې نیم ساعت آرامه ولاړې وي. په سیوري کې، په نیمه ورځ کې، د وخت حرکت ورو کیږي.کله چې یو کوټی شیدې څکي ( داد کچرې شيدې دي چې د نورو شیدو په پرتله د ښځو شیدو ته ورته دي)، د کچرې غوږونه د شا لوري ته غزیدلي دي او خپله لکۍ يې نښه کړې. څلور واړه کچرې زما شا او خوا رڼا ته ولاړ دي، زما پام د هغو پښو ته ، شپاړلسو پښو ته آوښتی . د هغو نازک والي، ظریف والي، د بار تمرکز ، او د هغو ډاډ ته. ( د آسونو د پښو په پرتله هسې له لیونتیا ډک ښکاري) داسې پښې چې یوازې د هغو د ګونډو، د ګونډو دشا، ورنو، د پښو د هډوکو، دمفصلونو او د پښو د تلو په اړه قضاوت کېدی شي چې د زغم وتو بارونو د چلولو دپاره جوړ شوي دي او د غرونو له داسې پيچومو آوښتی شي چې هیڅ آس يې شاید د تیریدو وس ونه لري. په ټيټو سرونو او داسې غوږونو چې د هرڅه آوريدو ته چمتو دي لرې کيږي ، په څرېدو بوخت دي. هغوی په خلاصو سترګو وینم. په خپلو راکړو ورکړو کې، ددغه نیمې ورځې په ملګرتیا کې چې یو بل ته ورکوو یو بنسټ پروت دی چې د قدر په سترګه ورته ګورم.
د ۲۰۰۵ کال د جون میاشت په یوه کرونده کې
(١٠)
هو، د نوروڅيزونو سربیره ، زه تر اوسه هم مارکسیست یم.