اختر پټ مېړه نه دى چې تيرشي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.سريف زاد
چيرې چې د ژوند د پېښو لړۍ په تورو طوفانونو کې د مظلومې ټولنې په چاپيريال، ښار، کلي او کور کې حاکمې دى.
چيرې چې د ا ستعمار ناوړه کردې په ډول ډول رنګونو هر چاته بر بنډي لوڅې او څرګندې دي


چيرې چې زړونه له ډاره ، وېرې، نفرت ، کثافت او فساد نه نور په بشپړه توګه ستومانه شوي دي  
چيرې چې د علم اوفان ښا يسته شمعې او څراغونه د بې فرهنګو خرڅ شوو نا پوهو د لاسه مړه شويدي
چيرې چې دغه جهان په ماشومو وړو فکرونو له حده زيات او نه مننونکې سطحې کوچني شوي او ټوکيدلي دي
چيرې چې د حقيقت، ميړانې او شجا عت انساني ښېګڼې د غلامۍ په پړې له ولس څخه جلا شوي
چيرې چې د خلکو غوښتنې د واعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقو له لارې بې لارې او ورکې شوې دي
چيرې چې د وچو په زور په يوويشتمې پېړۍ  کې د هندوکش، پامير، سپين غر او کوه بابا پر سوي دي
چيرې چې د انسانانو ذهنونه  او دماغونه د زور، چل، فريب، ګټو او فساد په ډول ور ګډ شوي دي
اختره ! رښتيا ووايه  دا انسان صحيح دى؟
رښتيا په لاره د الله کې فصيح دى ؟
اختره ! دا پيشو واکي او ګيدړ واکي اخر د څه لپاره . دا ګونګ د زمانې دي او که دا وژونکې د هرې افسانې؟
اختره ! ستا برکت  او فضيلت ،ستا خوښي او خوشحالي، ستا د ښايسته هيلو کاروان د هر چا لپره ستر پيغام دى او په هر ځاي کې سر لوړلى، وياړلى، ښکاره او عيان دى.زه منم چې اختر ېې او د هرچا لپاره بختور ېې نو ستا بختور توب به هر چا د زړه له کومي وړاندې کړم.  اختر مو مبارک شه!
په درناوى