علي خان صافی
درنووروڼووخویندوترسلام څخه ورسته - په فیسبوک کې یوه ورورلیکلي ووچې دتراویح لونځ شل(۲۰) رکعتونه دي،اود سرچین په هکله یې یوه کتاب ته اشاره کړې چې په بیروت- لبنان ـ کې راوتلی دی.
پخوابه چې موږته وویل شول دا کتابي خبره ده،نوموږبه داخیال کاووچې دقرآن ودسنت خبره ده،داسوال به مو نه کاووچې دې کوم کتاب؟لیکونکی یې څوک دی؟سني لیکلی که شیعی،مسلمان لیکلی که مسیحې یااسرائیلي؟..داخیال به مونه کاووچې سم دی که ناسم دی، په پټوسترګوپه مو اخستنه پرې کوله،ځکه کتابي خبره به وَه..
دې ورورته ماوویل چې دې اسلام دین اسانتیاده یولس(۱۱)رکعته دې تراویح لمونځ کفایت کوي لکه څنګه به چې رسول الله(ص) اداء کاوو،ده په ځواب کې راته ولیکل چې دې ده خبره په دلیل ثابته ده،اوزما خبره بې دلیله ده،دې دین په حقیقت کې تحریف دی،دی په دې ونه پوهېده چې عاقل وپه دین پوه وعالم ته اشاره په کار ده،اوزه په دې باندې نه پوهېدم چې دی ده مالومات به په اسلام کې دیر محدود وي..نوځکه مې وغوښتل چې درنووروڼو وخویندو ته له خپلو لولویو اسلامي سرچینوواسلامي پوهانوڅخه دې دین حقیقت دې تراویح دلمږنځ په هکله په لاندې ډیرلنډلنډیزکې راوړم:
۱/ دتراویح درکعتونوشمیرزموږ درسول(ص) په سنت ویلووحدیث کې ندی ثابت شوی،اوپدې باندې دټولواسلامي پوهانو وعالمانوپه منځ کې کوم بډ(اختلاف) نشته.
۲/ داسلام لوئ لوئ دیني پوهان په قوي و(متفق علیه) حدیث باندې په دین کې اخستنه کوي،اوپه ضعیف و(غیر متفق علیه) حدیث باندې ډیر کم عالمان اخستنه کوي،چې دپېږندنې اړوندونو(سببونو)ته یې اړین(ضرورت) نلرو،خودادې دې مانا نده چې دوی په دین کې بدلون راولي یا انحراف پکښې کوي.
۳/ له عائشې(ْض) څخه پوښتنه وشوله چې رسولله دتراویح لمونځ څورکعته کاوو؟هغې په ځواب کې وویل: له یولسو رکعتوڅخه یې ډیرنه دې روږې په میاشت اونه په نورمیاشتوکې کړی دی.،څلورڅلوربه یې تراویح کاوو،دوه رکعته به یې شفع ،یورکعت به یې وترکاوو،له دې څخه به یې نه ډیراوو- متفق علیه –سرچینونه:البخاري ومسلم وسنن ابي داود... وغرهم.
بل داچې دابن کعب حدیث غیر متفق علیه لکه دعائشې(ض) دحدیث غوندې(متفق علیه) نشې کیدای،نوموږ دلته باید ضعیف پریدو په قوي ومتفق علیه حدیث باندې اخستنه وکړو.
۴/نن په عربي نړۍ کې ټول مسلمانان(۱۱)رکعتونه دتراویح لمونځ کوي،نوایادوی ټول دین تحریف کوي او په حقیقت باندې نه پوهیږي؟
۵/ نن په اسلام کې هرڅوک فتواوې کوي،کتابونه لیکي،دې تولوپه خبروولیکلو باندې اخستنه نه کیږي،ځني په دروغجنواحادیثو،وځنې په ضعیفواحادیثواوځنې نوربیا په اسرائیلیاتوباندې خپله برهنه کوي..نوځکه دمسلمانانوپوهانو وعالمانو اواسلامي ټولنې دافیصله وکړله چې بې له قرآن کریم وسم ومتفق علیه حدیٍث څخه په نورودلائلووکتابونوباندې په اسلام کې اخستنه ونشې،ځکه دې یوه عالم اجتهاد اورأی له بل عالم سره بډواختلاف لري.
۶/ ابن تیمیة چې تایې نوم هم سم ندی لیکلی (تیمیمة) له هغې کمې ډلې عالمانو څخه دی چې تراویح شل رکعته تأئید کوي،خودانوایې چې بې له دې څخه په دین کې نوراحادیث تحریفي وناحیقتي دي، نوایا ته ترهغه څخه لوی عالم یاست؟ وروره الله دې تاته هدایت وکړي،له دین څخه مسخره مه جوړه وَه..ځکه دا زموږ په غاړو الهي امانت دی،حق ته پکشې تحریف مه وایه،اومتفق علیه وقوي حدیث په غیرمتفق علیه وضعیف حدیث باندې مه بدلوله.
وګوره ابن حجرپخپل کتاب الفتح کې څه وایې؟دتراویح لمونځ یې:
۱۱رکعتونه/۱۳رکعتونه/۲۱رکعتونه/۳۰رکعتونه/۳۳رکعتونه/۲۹رکعتونه ۴۰کعتو نه/۴۹رکعتونه شمیرکړي دي – له دې ټولوسره یې قوي وضعیف دلیلونه هم لیکلي دي،کوم چې قوي ومتفق علیه دلیلونه دي په هغؤباندې یې پیل کړی،لکه(۱۳،۱۱) اوکوم چې ضعیف دي په هغؤیې پای کړی لکه دانور،نوایا داتحریف ګڼل کیدای شي؟دې ته ترتیب ودې اراءُ راټولول وایې:
أحصى الحافظ ابن حجر في كتابه الفتح الأقوال في ذلك مع ذكر الأدلة، وهي:
• إحدى عشرة ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• ثلاث عشرة ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• إحدى وعشرون ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• ثلاث وعشرون ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• تسع وثلاثون ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• إحدى وأربعون ركعة مع الوتر بثلاث ركعات.
• تسع وأربعون ركعة مع الوتر بثلاث ركعات
زماپه اند دالاندې سرچینو ومصدرونوته ګرځونه وروکړه قناعت به درته پپداشي په دین کې سرتمبګي نشته،سم وناسم ټول پکښې بیان شوي دی،موږته یې ځای ندی پرې اېشی چې بې ځایه خبرې پکښې وکړواویا دځینو اندونه په چا ومنوکه څه هم کمزوري وضعیف وي،اودې ځینونورواندونه پرېدوکه څه هم کلک وقوي وي..
وروڼوکه چیرې خبره دې اصل وفصل یا وصول وفروع وي.. نوبیا تررسول علیه السلام اوام المؤمنین عایشې(ض) څخه بل څوک بنسټ واصل نشي کیدای،که عایشه(ض) شهادت ورکوي چې رسول الله دتراویح لونځ له یولس رکعتو څخه نه ډیراوواو نه یې کم کاوو،او احادیث راټولونکي وکتونکي عالمان دې هغې خبره باندې اتفاق راو ړي(متفق علیه)نو بیادِ دې ځاي نشته چې یا دعمر(ض) په بدعه بوسې وګرځواویا په مکه و مدینه کې کړو وړوته وګورو،دعمر(ض)بدعه خو درسول الله ترمرګه ورسته هغه مهال را پیداشوله، کله یې چې ولیدل خلک په فردي ډول سره هرسړی څوک ۱۱ څوک ۱۳ څوک ۲۱ څوک ۲۳ څوک ۳۹ څوک ۴۱ اوڅوک تردېنه ډیررکعتونه په تفاوت ډول سره کوي چې دمسلمانانویوالی ونظام نه پکښې لیدل کیږي،نوپرې کړه یې وکړه چې دې دوی دبډو(اختلافو) دِدوی دیوالي ونظام لپاره منځنۍ شمیرچې نه لږ ونه ډیروي او دې ټولو اتفاق پرې راشې اختیار کړي چې هغه ۲۰رکعته تراویح دي،سره له دې چې پرې کړه بدعه وَه،خو دې مسلمانو دې یوالي لپاره ښه ونعمة بدعه ته ور وُوَیل شوله،چې تراوسه پورې یوازې دسعودي ځني خلک پرې روان دي،خودادې دې مانا نده چې دعمر(ض) بدعه اصل شي او دې رسول(ص) حدیث فرع شي..نن اسلام له مکې ومدینې څخه نه اخستل کیږي،تاسو پوهیږي چې نن په سعودي کې دجهادزده کړې وخبرې منې دې،په داسې مهال کې چې جهاد داسلام سرګڼل کیږي، نن دې عمر(ض) دبدعې مهال ندی،نن هرڅه باید له اصل څخه(کتاب الله وسنة الرسول) چې اصل دین دی په عقل سره واخستل شي،نه داچې په غیر متفق احادیثواو یا دې ځینوپخوانیو په ښوبدعوباندې واخستل شي.
أ- علي خان صافي
سرچینونه ومراجع:
1. ^ حديث: من قام رمضان إيمانًا واحتسابا غُفر له ما تقدم من ذنبه
2. ^ صلاة التراويح
3. ^ مكتبة نداء الإيمان, البخاري ومسلم
4. ^ صلاة التراويح دار الغزالي
.