ایمل نوري
الجزیرې نړیوال تلویزیون په خپله ویب پاڼه کې یو په زړه پورې راپور خپور کړی، را پور وايي چې انګریزي پوځیان دخپل هېواد په لارو کوڅو کې دروېزه کوي! دا ده د نوموړي راپور ژباړه د لوستونکو مخې ته ږدم:
د نړۍ په څو سیمو کې ډېری مخکني بریتانوي پوځیان له کلونو خدمت کولو وروسته چې خپل سرونه به یې په لاسونو کې نیولي وو، اوسمهال په سرکونو له سوالګرو او بې برخلیکه کسانو سره یو ځای دروېزه کوي! هېڅوک یې نه پېژني! ځکه خو یې د ځان لپاره ځمکه لمڅی او آسمان بړستن کړې دي!
دا هغه مخکني جنګیالیان دي چې له یوګوسلاویا، افغانستان، عراق او د نړۍ له نورو سیمو نه یې خپل هېواد ته له ځانونو سره د وژلو او ډارولو نکلونه راوړي! له هغه سیمو نه چې مشرانو یې ورته ویلي وو چې تاسو هلته د هېواد دلوړو ګټو، انساني ارزښتونو او دیموکراسۍ څخه ددفاع لپاره لېږو !
له دماغي ټکان خوړلو وروسته:
بریتانوي راپورونه وايي چې دغه مخکني سرتېري د هېواد په لارو کوڅو کې د بې برخلیکه کسانو ۲۵ ٪ جوړوي، دا اوس یوه معمولي خبره ده چې نوموړي سرتېري د سرک پر غاړو، په عامو باغونو او هدیرو کې یې ویده ووینې! آن چې ځينې یې لکه راپورونه چې وايي د یخنۍ او د نیشه یي توکیو د ډېرو خوړلو له وجې مړه شوي هم دي!
ډېری یې له روانې ناروغیو ځورېږي، کومې چې معمولا هغه چا ته پښېږي چې د وژلو خطرناکې تجربې یې تر سره کړې وي، نوموړي راپورونه وايي چې ددغو سرتېرو بدنونه نیشه یې توکيو، شرابو او روغتیايي ستونزو خوړلي دي!
الجزیره نېټ دهغوی له ځینو سره خبرې کړې دي کوم چې تر بریتانوي وسلوالو ځواکونو پورې تړاو لري، چې د هغو له جملې نه د هوايي وسلو او غوره ځواک تر برخې پورې تړاو لرونکي هم پکې دي، الجزیرې ددوی کیسې اورېدلې دي، هغه کیسې چې کله دوی کولې نو ځینو یې له اوښکو او سلګیو سره د مقابلې توان نه درلود!
آرون نامی سرتېری د خپل عمر په پنځمه لسیزه کې دی، اوه کاله یې د پادشاهي په پیاده پوځ کې په ګڼو ځایونو کې خدمت کړی، چې له هغو نه په ۲۰۰۶ کې افغانستان ته هم تللی دی، اوس مهال له څو میاشتو راهیسې بې سر پناه دی، او د پلازمینې لندن په جنوبي برخه کې د هوف کلي په له ګڼې ګوڼې ډک سرک ګډایي کوي!
آرون په خپل نظامي لباس پر درویزه کولو ټینګار کولو، نوموړی نه غواړي چې د خپل کورني ژوند په اړه خبرې وکړي، یوازې په دې بسنه کوی چې ووايي: دی له خپلې کورنۍ نه د ډېر وخت لپاره لیرې پاتې شوی، چې له همدې کبله د هغه وخت له ښکلو یادګارونو پرته نور څه نه دي ور پاتې چې له خپلې یوویشت کلنې لور سره یو ځای تیر کړی و!
آرون الجزیزه نټ ته وویل چې له پوځ نه د ۲۰۱۲ په اګست کې ترخیص شوی، او دا وروسته له هغه چې د رواني ناروغی تشخیص یې وشو، کله مو چې په دې رواني ناروغۍ د اخته کېدو لامل تر وپوښت! له خبرو کولو څخه ودرېد! لکه له خپلو رواني ټپونو او ټکانونو نه چې ځوریږي! او ژړا پسې واخیست!
د ښځې خیانت:
جمیس چې په پراشوټي ځواکونو کې یې خدمت کړی، هغه څوک چې په لومړي سر کې ددفاع وزارت هغه قوي تبلیغاتو تېر ایستو چې ځوانان یې په وسلوالو ځواکونو کې شامېلېدلو ته تشویقول، خو وروسته پوه شو چې دا خو د شګو اوبه وې!
جمیس په ډېر درد سره وايي چې مونږ ته یې داسې په نظر را کوله چې مونږ عراق ته ځو تر څو خلک د هغه شیطان نه چې نوم یې صدام حسین دی خلاص کړو!
مخکې له دې چې نوموړی نورې خبرې وکړې، له مونږ نه یې پوښتنه وکړه چې آیا زما خبرې به تر لوستونکو پورې ورسېږي؟ او دا وروسته له هغه چې کله په دې شکمن شو چې مونږ به د ده ټولې هغه خبرې چې کوي یې نشر کړو!
نوموړی وروسته له هغه له عراق نه د ناروغۍ په یوه رخصتۍ راغی کله چې له دماغي ټکان خوړلو وروسته رواني ستونزو کړولو، دی له دې ټکان څخه ځورېدو که ګوري بل دماغي ټکان یې مخې ته راغی! دی وايي: ( زه باوري وم چې لومړنی کس چې له ما سره به مرسته کوي هغه به زما هغه مېرمن وي چې په راتګ مې راته معلومه شوه چې له بل کس سره شوې ده! له همغه ورځې زه دا دي په سرک ګرځم او نه غواړم چې بیرته طبیعي ژوند ته ور وګرځم!
جمیس نه شي کولی د لعنتي جګړې له یادونو څخه ځان بې غمه کړي، دده په خیال کې د هغه یو ځوان او مور انځور یې ځي راځي چې په عراق کې د خرماوو په باغونو کې د بریتانوي سرتېرو مرمیو غلبیل غلبیل کړل!
دغه تصور نه غواړي چې دده له خیال سره مخه ښه وکړي، او دی اوس په دې تمه شپې او ورځې تېروی چې د نورو بې برخلیکه کسانو په څېر په آرام او ډاډه ډول مړ شي!
په ډېر درد سره خپله کیسه داسې پسې بیانوي: ( په عراق کې زمونږ د عملیاتو پر مهال به زمونږ مشران د بریتانیا، هسپانیا، عمان او کويټ په سمندر غاړو کې وو، او مېرمنو به مو په شرابخانو کې زمونږ په نه شتون کې سړي لټول ) نوموړی زیاتوي: ( عراق لیونیان کړو، جګړې یې را وشړلو، ډېر داسې کسان شته چې په سرکونو یا د یخنۍ له وجې مړه شول، او یا د نیشه یې توکیو د ډېر استعمال له وجې، هغه یوه خو آن ځانوژنه وکړه!
حکومتي ژمنې:
د دفاع وزارت یو ویندوی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي له الجزیره نټ سره د خبرو په ترڅ کې د نوموړو سرتېرو د خبرو په رد کې وویل چې: حکومت هڅې کوي چې د جګړې له ډګرونو څخه راستانه شوي سرتیرې په عام ژوند کې ور ګډ کړي! او زیاتوي چې له ټولو هغو کسانو سره چې په وسلوالو ځواکونو کې خدمت پرېږدي یو لړ مرستې له دوی سره ملکي کامیاب ژوند ته د ور ګرځېدو په هیله تر سره کېږي، او ټينګار یې کولو چې په دغه مرستو کې مشوره ور کول، ځای، یو څه نغدې او له دې پرته جامې او تمرینونه ور کول کېږي!
ویندوی وايي چې حکومت یې د هغو کسانو د کمولو په هکله ځان ژمن بولي کوم چې د بریتانیا په لارو کوڅو کې بیدېږي، او له همدې کبله د ټولو بې برخلیکو کاسنو دعلاج لپاره ۴۷۰ استرالیايي جنیه ځانګړي شوي دي.
http://www.aljazeera.net/news/pages/4bb458d2-6bde-4eb1-88bf-1cd2156006d7
دا وه د راپور ژباړه، اوس په دې اړه یو څو د پام وړ ټکي:
۱ – له پورتني را پور څخه د اشغالګرو ځواکونو ماتې په ډېره ښه توګه جوتېږي، هغه ځواکونه چې له خپل هېواد نه بهر په نورو هېوادونو یرغلونه کوي، د جګړې اورونه پکې بلوي، دا دي وخت ثابته کړه چې له هر څه د مخه خپله دوی ددغه جګړې قرباني شوي دي، او همدا لامل دی چې نور خپل څړي ور ټولوي، دا چې دوی د وتلو خبرې کوي، هسې خوشې یې نه کوي، بلکې تر شا یې یو څه شته چې د زهرو غوړپ ته یې اړ کړي.
۲ - هغه کسان چې په افغانستان کې د نیواکګرو شتون ته د بشر دوستۍ جامه ور اغوندي، دا څه رنګه معقوله ده چې په خپل هېواد کې یې پوځ چې د یو هېواد زړه ګڼل کېږي په داسې حال کې وي چې په لارو کوڅو کې دروېزه کوي، او دوی په نورو هېوادونو کې د بشردوستۍ لپاره ځانونه کړوي!
۳ – له همدې نه څرګندېږي چې د نیواکګرو هېوادونو واکمنان چې شپه او ورځ د ولس ولس نارې وهي له خپلو ولسونو سره څومره خواخوږي لري! تر کومه ځایه له خپلو ولسونو سره ريښتیني دي! په دې خو ټول پوهېږي چې یو هېواد که هر څومره کمزوری شي دخپل ولس په ځانګړي ډول د خپل پوځ په اړه دومره نه بې پروا کېږي چې پوځیان یې په لارو کوڅو کې دروېزه وکړي او دوی یې د ساتنې توان ونه لري!
دلته اصلي خبره دا ده چې دنیواکګرو واکمنان له خپلو شخصي ګټو پرته بل هېڅ شی نه پېژني، نه انساني ارزښتونه پېژني، او نه خپل ولسونه، دولس واکۍ او دیموکراسۍ خبرې هسې د شعار په توګه د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه کولو لپاره کاروي.
۴ - تر ټولو د پام وړ خبره دا چې خپله ددوی پوځيان هم په دې پوهېدلي دي چې مشران مو په غلطه روان دي، او مونږ یې دخپلو ګټو لپاره د اور لمبو ته اچولي یو، لکه هغه یو انګریزی سرتیری چې وايي چې مونږ جګړې کوو، مشران مو د سمندرنو په غاړو مزې چړچې کوي...
۵ – دا چې آرون نامی سرتېری په نظامي جامه کې په درویزه کولو ټینګار کوي، ښايي موخه یې دا وي چې نورو ته به دا ویل غواړي چې ګورئ په پوځ کې ځان شامل نه کړئ! د خپلو بې بندوباره ځان غوښتونکو مشرانو په خبرو تېر نه وزئ! پام چې نظامي لباس په تن نه کړئ! پام چې په مظلومانو ظلم ونه کړئ! که نه بیا به مو حال داسې وي لکه زما چې دی!
۶ – او دا هم ښه ترې معلومېږي چې غربي ټولنې تر کومه پورې بې بندوباره ټولنې دي! تر کومه په خیانت لړلې ټولنې دي، یو پوځي د ددوی په اصطلاح د خپل هېواد او ولس د ګټو لپاره بل هېواد ته ځي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، خو مېرمنې یې ددې پرځای چې دددوی دغه قرباني وستايي، قدرداني یې وکړي، وفا ور سره وکړي، بر عکس د خپلو شهوت پرستیو لپاره هر څه هېروي، خپل خاوند هېروي، دا هېروي چې هغه چېرته او دڅه لپاره تللی دی، له نورو سره ګوتې خوږوي!
یوازې دا نه چې ښځې یې بیلارې دي، بلکې نارینه یې تر ښځو زیات بې لارې دي، کم تر کمه له نارینه وو سره یې هم دومره فکر نه پیدا کېږي چې زه ولې د خپل یو وطندار په آبرو او عزت لوبې وکړم، په داسې حال کې چې هغه زما اوزما د ولس د ګټو لپاره ځان قربانوي...
۷ - هغه په نامه افغانان چې نیواکګر خپل دوستان بولي له همدې نه باید پوه شي چې هغوی یوازې او یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي، که ددوی ګټې نه وې د یوې شیبې لپاره هم نه د بشر دوستۍ غم ور سره شته او نه د انساني خواخوږۍ، هغوی د خپلو هغو سرتېرو پروا نه لري کوم چې ددوی د خاورې دي، ددوی د ولس بچیان دي، ددوی د فکر او عقېدې وروڼه دي، همدوی روزلي دي، په ملیونونو ملیونونو لګښتونه یې پرې کړي، نو بیا به ستاسو او ستاسو په څېر د نورو څه پروا ولري! په داسې حال کې چې نه یې د خاورې یئ، نه یې د ولس یئ او نه یې ستاسو په روزلو دومره لګښتونه کړي لکه په خپلو یې چې کړي!
ددې لپاره چې خپل دیني، ملي او تاریخي مسولیت مو ادا کړی وي غوره او د عزت لار دا ده چې دخپل ولس غېږې ته راشئ د اسلامي امارت له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام په قایمولو کې مرسته وکړئ.
۸ - دا دهغو ځورېدلو، کړېدولو، ببر سرو او سپېره مخو یتیمانو، څېرې ګرېوان کونډو او بورو، او مظلومو شهیدانو یو رنګه کرامت هم دی چې د نړیوال وحشت ظالمو څاپېړو وخت پر وخت په خورا بې پروايۍ پر مخ مخ وهلي دي! هو! دا د بې وسه او بې کسه مظلومانو د اوښکو سمندرونه او د سویو آهونو اورونه دي چې په زرهاوو کیلومتره لېرې یې د وحشي ظالمانو ځالې ړنګې، کبرجن او ناولي مخونه یې د لارو کوڅو په سپېرو خاورو ولړل!
وحشت او بربریت که زمونږ ماشومان یتیمان کړل، میندې مو یې بورې او مېرمنې مو یې کونډې کړې! دا دي الله جل جلاله د وحشت او بربریت له مخکښانو نه د مظلومانو غچ واخیست، داسې چې په خپل کور، کلي اوهېواد کې پردي شول! نه یې مېرمنې پروا لري، نه یې پلرونه! نه یې وروڼه او نه یې هم حکومت! دوی په حقیقت کې د مېرمنو په شتون کې بې کوره شول! د پلرونو په شتون کې یتیمان شول! او د وروڼو او ملګرو په شتون کې بې کسه او بې وسه شول! د ښه آرام حکومت په شتون کې بې سرپناه درویز ګر شول!
ایمل نوري