ع. شريف زاد
ټولنپوهان په ټولنيز ژوند کې د تقليد د اغيزو ته ګوته نيسي او د هغوله جملې څخه د ابن خلدون او فرانسوي ټولنپوه" تارد" نظريات:
ابن خلدون د خپلې مشهورې خطبې په ګڼ شمير فصلونو کې د تقليدپه هر اړخيزه هکله خبرې کړې دي. او زيات نومونه ېې ور باندې ايښي دي.لکه تشبيه،اقتدا، او اجتماعي
محاکات او همدارنګه ېې د تمدن په خپرېدو، د تمدن ماهيت، تعليم او تر بيه، او ټولنيزو بشپړو برخو د هغو د اغيزو يادونه کړې ده چې وايي: قياس او محا کات د انسان پيژندل شوى طبيعيت دي او د تقليد د ګڼ شمير ډولونو يادونه ېې کړې لکه د ځينو کسانو د نورو تقليد بې له دې چې مثبت او منفي اړخ ېې پوه شى. دبل چا د پېښو په هکله ، کا ذب او ړوند تقليد، د غالب او مغلوب تقليد، د بهرنيو تقليد، د پخوانيو او اوسنيو تقليد، د خپلو�
�نو، مخالفينو، نسلونو، دا او هغه تقليد.د سازونو او فلمونو تقليدونه، او په تيره بيا کوم تقليد چې په ټولنه کې پاسيفه بڼه لري او حتي تر دې چې په ادب او ا دبياتو کې په پردى ژبه کې رامنځ ته شى.
ابن خلدون وايي انساني "روان" د غالب ټولې لارې خپلې کوي او ځان ورسره مشابه کوي همدې کار ته تقليد ويلآ ى شو . دى وايي چې د تقليد اسباب رواني حالت راجع کوي او وايي روان په خپل ګومان سره د غالب د کمال باور لري او ورته تابع کيږي. لهذا دده نظر څرګندونې ددرې اسبابونو له کبله رامنځ ته شوې.
١¬ د تقليد کوونکي په زړه کې د غالب لوېې ځاى نيولى او د کمال ګومان ور باندې کوي.
٢¬" روان " په خپل تقليد غلط ګومان کړى او دغه انقياد طبيعي نه بلکې د غالب د کمال له کبله دى
ددغې څېړنې د تاييد لپاره ابن خلدون د ګڼ شمېر د ليلونو يادونه کړې او د هغو رواني غريزو يادونه ېې کوي چې تقليد لور ته خوځونه کوي چې ځينې د ليلونه ېې دادي:
١¬ د پلرونو تقليد د زامنو لخوا
د حمايت کولولپاره د خلکو تقليد
٣¬ ديوې کتلې ، قشر عادتونه او حالتونه بل ګاونډي قشر يا هغو خلکو ته چې ګډهستوګنه ورسره کوي نقليږي. ابن خلدون وايي که يو امت له بل امت سر هستوګنه کوي او د تعداد په لحاظ ور څخه کم وي نو د زيات امت تشابه او اقتدا خپرېدل ډيره برخه په کې اخلي.
فرانسوي عالم "تارد" نظر لري پوهان او عبقريان ني شيان او افکار اختراع کوﻻاى شي او د ټولنې په پر مختګ او نوښت کې ټولنه ور باندې باور کولآى شي. مشران، مصلحين او عبقريان د پوهې خاوندان دي کولآى شي نوي افکار او ابتکارات رامنځ ته کړي او بيا دغه افکار د افرادو له لاړې خپاره او په ټولنه کې عام شي.
په لنډه توګه ويلى شو چې تقليد د ټولنيز ژوند هغه سنتونه دي چې په فطري توګه په خلکو کې شته. ماشوم د لوى تقليد کوي.مغلوب د غالب تقليد کوي.ورستني د پخوانيو تقيد کوي. او خلک د خپل مشر تقليد کوي . فضيلت، نيگ اخلاق، ابتکار، صحيح فکراو سوچ، مثبت ا و هر اړخيزه انساني کرامت او شها مت، ابرو او عزت ساتل، دسمې او سالمي لارې څخه پيروي کول، د خپل کلتور اوفرهنګ درناوى او ساتل، ايمان او مسلک لرل د ټولنې هغه ګټور عا مه خبرې دي چې د فاسدو ، ناوړو، واردو، سرو او سپينو، موقتي او بې څيرې او بې بنياده تقليدونو مخه نيسي ټو فاسد تقليدونه نه يواځې ټولنه د مشکلاتو سره مخامخ ب�
�کې هغه له خپله مسيره جلاکوي او د تباهيو کندې ته ېې سپاري.
په در ناوي