بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبد الحنان مجاهد
څه موده وړاندې رسنیو خبر خپور کړ  چې  یو افغان امریکایی چې زکریا نومېږي او د کندهار  اوسېدونکی دی، په میدان وردګو ولایت کې یې خلک شکنجه کړي، ټکولي او وهلي دي، آن تر دې چې وژلې يې هم دي، څه وخت وروسته بیا خبر خپور شو چې زکریا کندهاری کرزیانو نیولی او پلټنې ترې روانې دي چې ولې یې خلک شکنجه کړي، ځورولي او وژلي؟


دا دي اوس رسنۍ وايي چې زکریا نامي پرې لګول شوي تورونه ناسم بللي، بلکې پړه یې پر خپلو مشرانو ( امریکایانو ) ور اچولې ده، او ګواهي یې پرې ویلې چې بندیان هغوی وژلي، اصلي واکداران دوی وو، زه هسې  د یو بې واکه مزدور په توګه ور سره وم، د ننه اډې ته یې نه پرېښودم، د تحقیق خونو ته مې د ورتګ اجازه نه لرله،هو! یو کس مې په لغتو او سوکانو ووهلو، بیا مې خپلو مشرانو (  امریکایانو ) ته وسپارلو، څه وخت وروسته مې یې مړی ولیدو، نور ما څه نه دي کړي، زه تک سپین بې ښکرو باز یم!
په هر صورت، کرزی او انډیوالان یې چې اوس د الله جل جلاله او د ولس د لعنت توندې څپې پرې را روانې دي، غواړي په دې توګه ولس ته ځان ور لنډ کړي، دوی غواړي وښيي چې له امریکایانو سره جوړ نه دي، او حال دا چې تر لمر روښانه ده چې کرزی او ملګري یې د امریکایانو په بدرګه او ځانګړې څارنه کابل ته راغلل، او تر ننه پورې د ارګ په دروازو کې امریکايان پیرې کوي.
    د کرزي خیلو پلټنو ښودلې چې امریکایانو خلک ځورولي دي، وهلي او وژلي یې دي! او حال دا چې کوم جنایتونه چې کرزیانو کړي او کوي یې، او ما په خپلو ګنهګارو سترګو لیدلي بلکې قرباني شوی یې یم، نور بندیان مې لیدلي، چې په یوه خونه کې یوه، دوه، درې او څلور هفتې را سره اوسېدلي،  پر  بدنونو  مې یې ټپونه لیدلي، په پوره باور سره ویلی شم چې کوم بشر ضد جنایتونه چې کرزیانو کړي او کوي یې امریکایانو به په خپل ټول بدنام تاریخ کې هم نه وي کړي.
   ما د خاد په ریاست ۹۰ چې اوس ریاست ۱۲۴ ورته وايي، په ریاست ۱۷  چې اوس ریاست ۴۰ ورته وايي، او په پل چرخي کې شپې او ورځې تېرې کړې دي، او په دې لنډ وخت کې د لوی الله جل جلاله په فضل سره د وحشي او د ځینو ځناورو  له ناولو منګولو څخه را خلاص شوم.
ریاست ۹۰ او ریاست ۱۷ تقریبا په یوه سیمه کې سره پراته دي، ریاست ۹۰  تر ځمکه لاندې اوه لویې خونې، او څلور یو نفري خونې د بندیانو د ساتلو لپاره لري، خونې یوې او بلې خوا ته په منځ کې لوی دهلیز لري، چې په یو او بل سر کې یې اوسپنیز پنجریي دیوالونه دي، د جنوبي لوري تر پنجرو اخوا هغه څلور یو نفري خونې دي، دوه لویديځ لوري ته او دوه ختیځ لوري ته، او د شمالي لوري تر پنجرو اخوا بیا د تحقیق خونې دي، په غالب ګومان چې څلور وړې او دوه لویې خونې دي، او یوه هم  د نورو لوازمو لکه انځورونو اخیستلو خونه ده.
د یادونې ده چې دهلیز هم فرش دی او هلته هم ډېری جزايي او نوي راوستل شوي بندیان کښینوي، که چا زر ددوی خبره ومنله، په اصطلاح اعتراف یې وکړ هغه بیا سمدستي د ننه خونو ته ننباسي، دا خو یې هغه یوه برخه ده په کومه کې چې زه بندي وم، کېدای شي نورې تر دې سختې برخې به هم لري، ځکه ځینو بندیانو چې خپلې کیسې را ته کولې داسې معلومیده چې ریاست ۹۰ د بندیانو د وهلو ټکولو لپاره نورې برخې هم لري.
    دریاست  ۹۰ د نوموړې برخې ټول بندیان د ګوانتانامو په څېر په نارنجي تنګو تروشو جامو نازول کېږي، د دهلیز  د بندیانو یو امتیاز دا دی چې  ټول په لاسونو کې زولنې او پر سرونو تورې کڅوړې  لري! نه د و درېدو او نه هم د پرېوتو اجازه لري، همداسې به د پښو په سرو او یا هم پلتۍ وهلي ناست وي، د پښو غځولو اجازه هم سمه نشته، تکیه وهل او ډه ډه وهل هم پرې حرام دي.
له یو او بل سره خبرې کول، یا یو او بل ته حتی په توره کڅوړه کې پښولی پټ مخ ور اړول هم د نه بښوونکو جرمونو له جملې څخه وو، په دې ځای کې په عمومي ډول د اویا او اتیا شاوخوا بندیان ساتل کېږي، کله تر سلو واوړي او کله کله بیا څلویښتو ته را ښکته شي، دلته بندیان ډېر نه ساتل کېږي، د یوې او دوو هفتو په ترڅ کې د وهلو ټکولو په زور لومړنۍ پلټنې بشپړوي او بیا له دې ځایه بندیان عموما ریاست ۱۷ ته بیايي، یو یو که له همدې ځای نه خوشی کړي،ځینې ځینې بندیان بیا درې او یا څلور هفتې هم ساتي، ځینې له یوې میاشتې زیات هم ساتي، خو دا ډېر کم وي، زه خپله د څه کم دوه میاشتو مودې والا وم.
     ددې لپاره چې پنجرې هم نه وي خپه شوې، څلور ویشت ساعته دوه، کله درې کله څلور او کله پنځه شپږ  اځل نیولي پکې ځوړند وي، ځوړندول په دوه ډوله دي، یو دا چې لاسونه پاس د پنجرو په لوړه برخه کې په داسې توګه ټينګ وتړي چې یوازې د پښو دلویو ګوتو سرونه یې په ځمکه څرښنده لګېږي او بس، په دې صورت کې نو یو کس که هر څومره تکړه وي زیات نه زیات له نیم ساعت نه اخوا ګوزاره نشي کولی، په لسو دقیقو کې وزرې په ختو شي، نیم ساعت خو چې تېر شي نو هر څو ک چې وي د بې وسۍ او بې کسۍ نارې به خامخا کوي.
   دا ډول سزا هغو بندیانو ته ور کول کېږي چې یا خو ددوی په قانون  کې سخت مجرم وي او یا اعتراف نه کوي، زه یې خپله  له یو ساعت نه زیات په مسلسل ډول په دغه سزا نازولی یم!
    بل ډول ځړول یې بیا داسې دي چې  دپښو تلې په پوره ډول په ځمکه لګېږي خو لاسونه له سر نه پاس په پنجرو کې تړل شوي وي، که څه هم چې دا سخته سزا ده خو هغه لومړنۍ ته یې دې بلا ور  وګرځي، په دې توګه سړی دوه درې یا څلور ورځې مسلسل ګوزاره کولی شي، په دې ډول سزا یې هم زه دوه درې ورځې په متفرق ډول، د شپږو، لسو او دولسو ساعتونو لپاره نازولی یم، او یا یې لاسونه د نامه په استقامت په پنجرو کې و تړي  په داسې توګه چې بندي همداسې په پرلپسې توګه ولاړ وي، نه کیناستی شي او نه لاس پورته کولی شي، دا سزا بیا تر هغه چې لاسونه پاس وتړي یو څه ګوزارې والا ده، اګر چې په دې دواړو صورتونو کې له خوب نه سړی لیونی کېږي، او دوی قصدا همداسې کوي تر څو له یوې خوا د بندي پښې، لاسونه او ملا وچ شي او له بلې خوا  بې خوبه شي.
  کوم بندیان چې په خونو کې وي هغوی بیا لاس خلاص او مخ لوڅ یو له بل سره خبرې کولی شي، ډه ډه وهلی شي، په توشکو او توسونو کې پرېوتلی شي، یو له بل سره پټ او په غلي آواز  ګپ شپ لګولی شي، هغوی په دې شکر وباسي چې ځه له دهلیز او پنجرو نه خو بې غمه یو، او کوم چې په دهلیز کې  لاس تړلي او پټ مخ د پښو په سرو له ټولو مرورو ناست وي هغوی بیا چې د پنجرو والا وګوري شکر وباسي چې ځه ناست خو یو.
او کوم چې په پنجرو کې تړلي وي دهغوی که له یوې خوا دا آرمان وي چې ای کاش د دوه دقیقو لپاره ناست وای، او یا پروت وای خو له بلې خوا بیا په دې شکر وباسي چې ځه د پیپ له وهلو نه خو د یو څو ساعتونو لپاره په امن کې یم، که څه هم چې وخت په وخت د پنجرو تړلي بندیان پیپ کار ۍ ته بیايي  ښه په خوند یې په درې څلورو کسانو پښې ور وتړي، لاسونه یې تر شاه ور وتړي، او بیا يې پر مخ واچوي، دوه کسان یې پښې په یو څادر کې تړلې یو کس یو لوري او بل  کس بل لوري ته پورته ونیسي! یو یا دوه یې پر شا او سر  ور سپاره شي، چې ونه خوځېږي، یو یا دوه ظالم پپونه ورته مرش کړي، نن نه وهي نو کله ، تر هغه یې وهي چې یا خو اعتراف وکړي که په رښتیا وي او که په درواغو، او ډېر دځان ژغورلو لپاره په درواغو دوسيې ورته ډکې کړي، کوم څه چې ما خپله هم وکړل، کله که کوم بندي غریب د ظالم پیپ له لاسه د بې وسۍ او بې کسۍ نارې وهي نو بیا یو بل احسان دا ور سره کوي چې یا یې په خوله پښه ور کېږدي او یا کوم څادر مادر په خوله کې ور  تخته کړي تر څو له یوې خوا یې دوی له چيغو نه بې غمه وي او له بلې خوا یې بهر ته آواز لاړ نه شي.
او که څوک اعتراف نه کوي نو بیا یې هغه وخت پرېږدي چې په ستونې کې یې چيغې وچې شي، پرکالي پرې راشي، او بختور هغه وي چې زر پرکالي پرې راشي! د پرکالۍ په حال کې یې له دې وجې نه پرېږدي چې زړه یې درد پر ې وکړي هغوی  اصلا له انسانیت او بشریت سره  له هر رنګه تړاو نه بې غمه دي! بلکې له دې وجې یې پرېږدي چې هغه غریب د درد احساس نه شي کولی، سمدستي یو ستل یا یوه کاسه یخې اوبه پرې واچوي، که د خوځېدو وي نو بیا شروع پرې وکړي او که دخوځېدو نه وي بیا یې په دوه درې کسانو تر  پنجرو پورې را وړي هلته یې را ځوړند کړي!
که په پنجرو کې ځان نیولی شي  او که نه همغه یې ځای دی، دا نه خیال دی نه محال بلکې د ۲ میاشتو په تر څ کې  دسترګو لیدلی حال او په ځان تیر شوی داستان، که یې څوک نه مني همدا اوس دې ریاست ۹۰ ته لاړ شي او په خپلو سترګو دې هر څه وګوري!
هو دلته نه کوم خارجی شته، نه کوم امریکایی، ټول هغه زاړه پخواني کمونیستان دي چې د خونخوار نجیب ګاو په وخت کې یې دلته له خلکو نه نوکان ایستل! او یا هغه ځینې ځناور پنجشیریان دي چې که په وحشت کې له کمونیستانو نه زیات نه وي نو کم خو په هېڅ صورت نه دي، حتی کله کله به کمونیستانو شرف پرې درلود، پاتې دې نه وي چې په پنجشیر کې ښه مجاهد او مسلمان خلک هم شته، ټول داسې نه دي لکه کومو چې د امریکا او روس د غلامۍ پړۍ په غاړه کې اچولی.
په ریاست ۹۰ کې ترخې خاطرې له شماره وتلې ده، هره شېبه یې یوه ترخه خاطره ده، خو زه دلته د کرزي د ځینو ځناورو د ړانده، کاڼه او ګونګي وحشت یو څو بېلګې له لوستونکو سره شریکوم، تر څو  خلک پوه شي چې بندیان څوک ځوروي؟  څوک یې وهي؟  او څوک یې وژني؟!
امریکایان او یا نور نیواکګر که له افغانانو سره وحشت او جنایت کوي نو ډېره ګیله ځکه نه ده ترېنه په کار چې یو خو کفار دي، زمونږ ددین ا وعقېدې دښمنان دي، او بل د پردي ملک خلک دي وايي په پردي زوی د چا زړه خوږېږي، راشه تا ته کرزیه!  چې ځان مسلمان هم بولې، افغان یې هم بولې او امریکایان د افغانانو په ځورولو او وژلو پړه بولې خو خپله  کوم کوم جنایتونه نه کوې!؟ :
تر ټولو ډېره ځوروونکې او دردوونکې صحنه د ځوانانو چيغې او ژړاوې وې! ځوان که هر څو کمزوری او ناتوانه وي زر نه ژاړي! او په لوړ آواز خو ژړا بیا لویه بې غیرتي ورته ښکاري! خو تاسو په الله باور وکوئ ... نور بیا...
عبد الحنان مجاهد