فریدالله (مهرووال)
فساد په لغت کې د خرابوالي یعنی بربادۍ، تباهۍ او د ظلم کولو په معنی سره تعبیر شوی دی او په اصطلاح کې د قانون په خلاف له خپل موقف څخه ناوړه استفادې کولو ته وایي.
هغه که په هره برخه کې وي یعنی که د قوم، ژبې، نژاد او یا هم د نورو شخصي ګټو د لاسته راوړلو لپاره وي.
فساد هم مختلف اړخونه لري لکه: اداري، اخلاقی، سیاسي. په سوداګرۍ، اقتصاد، ټولنه او داسې نورو.... کې.
فساد یوه تاریخي موضوع ده چه د انسان د پیدایښت سره جوخته پیدا شوې ده یعني د آدم او حوا علیه وسلام هغه کیسه چه خدای ج په جنت کې ورته د ژوند تیرولو اجازه ورکړی وه خو د یوې ونې د میوی له استفادې څخه یی منع کړي وو. کله چه دوی د شیطان په تیر ایستنې سره د الله ج د فرمان څخه سرغړونه وکړه نو له جنت څخه یی خارج کړل او یو له بل څخه یی لري د نړۍ په یو ګوټ او بل ګوټ کې استوګن کړل چه د زیاتو توبو، عذر او زاریو کولو نه وروسته وبخښل شول. نو دې ته هم یو نوعه فساد ویلای شو.
دلته اوس ما موضوع اداري فساد ته پدې خاطر ځانګړې کړې چه پدې وختونو کې زمونږ ګران هیوادوال ورڅخه ډیرې بدې ورځې کوي او ډیر ترې تنګ شوي دي. اداري فساد هم د ادارې له را پیدا کیدو سره یو ځای پیدا شوی. که چیرې مونږ د پخواني روم امپراطوریو ته نظر وکړو د هغه وخت په ادارو کې به چا چه له قانون څخه سرغړونه وکړه نو ویل به یی چه دا په اداري فساد ککړ دی او مشخصي سزاګانې به یی ورته ورکولې. په همدې اساس سره په اوسنی نړی کې به داسې هیواد پیدا نشي چه په اداري فساد کې ښکیل نه وي.
د یوې سروي په نتیجه کې چه په نایجیریا کې د یوه ګروپ له خوا ترسره شوې ده اکثره خلکو فساد د ورځني ژوند یوه برخه ګڼلې ده نو په همدې خاطر زمونږ ګران هیوادول هم له سیالۍ څخه محرومه نه دي پاتې شوي او ګران هیواد ته یی د فساد په هسکو موجونو کې اهتزاز ورکړی دی او ورځ په ورځ زیاتیدونکی دی یعني که چیرې یو نفر په یوه اداره کی د یو ساعت کار ولری نو په دوه دریو ساعتونو، حتی ځنی وخت په څو ورځو کی یی هم نه ورته خلاصوي. بلآخره فایده یې یوې مخصوصې ډلی او یا هم یوه نفر ته رسیږی خو تاوانونه یی خوار او غریب ټول ملت ته رسیږي. نو په اخر کې به ښه دا وي چه حکومت یې نور د مخنیوي هلی ځلی وکړي که نه نو پیداوار به یی ډیر دردوونکي وي. له همدې امله ما ګټوره او ضرور وبلله چه د حل او د مخنیوي له پاره یی یو څو د حل لارې ستاسو مبارک حضور ته وړاندې کړم.
هغه لاري چاري چه کولای شی د فساد ریښې له منځه څخه یوسی په لاندې ډول دي:
۱- په قرانکریم کی خدای ج فرمایلي دي چه فساد مه کوی نو باید په قرانکریم باندې عمل وکړو. ( وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿١١﴾أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لَّا يَشْعُرُونَ) ﴿١٢﴾ (سورت بقره) ژباړه: کله چې دوى ته وویل شي، په ځمکه کې فساد مه کوی، دوی وايي موږ اصلاح کوونکي یوو، خبردار اوسی یقیناً همدوی مفسدین دي، لیکن شعور نلري.
۲- زدکړه: د زده کړې په واسطه مونږ کولای شو چه فساد خپلې نهایی درجې ته راټیټ کړو. د دې ښه مثال په هندوستان کې د کرلا سیمه په ګوته کولای شو چه د تعلیم سطحه نظر نورو برخه ته پکې جګه ده نو؛ د فساد اندازه هم پکې بیخې ټیټه ده.
۳- د کار سپارل اهل کار ته یعنې هر کس باید په خپل مسلک کې په دنده وګومارل شي.
۴- ضعیف مدیریت باید له منځه لاړ شي.
۵- په عامه خدمتونو کې د روڼوالي او شفافیت رامنځته کول.
۶- د هغه وسایلو پیدا کول چه کارګران وڅاري یعني د فساد ضد وسایل لکه کیمره او داسې نور...
۷- د بې ګټې سیاسي لارو چارو له منځه وړل.
۸- د لوړ پورو چارواکو د غیر قانوني ادعاوو نه پر ځای کول.
۹- د قومي، نژادي، مذهبي او خپلویو پالل له منځه وړل.
۱۰ د خلکو صمیمیت د حکومت سره رامنځته کول.
۱۱- عامه معلوماتو ته د خلکو لاسرسي پید کول تر څو عام خلک وکولای شي خپل کار په قانوني ډول سره تر سره کړي.
۱۲- په ادارو کې د مراجعینو زیات انتظار له منځه وړل.
۱۳- د یوې مخصوصې ادارې رامنځته کول.
۱۴- د الکترونیکې ویب سایټ رامنځته کول پدې شرط چه د شکایت کوونکو اشخاصو راز پکې تضمین شوی وي.
۱۵- د کارکوونکیو د تنخوا زیاتوالي تر څو چه د کار څخه ګوښه کیدل ورته یو د سر درد وي.
۱۶- د فساد د منبع پیدا کول چه چیرته فساد وجود لري.
۱۷- په کومو ادارو کې چه د پیسو د پرداخت وي ضرورت وي هلته ورته د مسلکي لارو چارو رامنځته کول.
مننه له ټولو قدرمنو