په دولت کی د سولی په نامه څه نسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مُقبل کاروان
په دی وروستیو کی حکومتی چارواکی د سولی او تفاهم په هکله بیل بیل نظریات وړاندی کوی حتی رسمی جګپوړی چارواکی د ولسمشر د څرګندونو خلاف نظریات وړاندی کوی. د بیلګی په ډول د سپنتا یادونه کوو، سپنتا هغه څوک دی چی له یوه اړخه د طالبانو او اسلامی حزب سرسخت مخالف دی له بله اړخه د جنګی واکمنو ډلو د ملی شورا هم د بی باورۍ

رایه ورکړه په دی ډول د ټول افغانستان بی باوری یی خپله کړیده اما د دی ترڅنګ بی څه هم ندی د بهرنیانو پوره باور له ځانه سره لری.ویل کیږی چی نوموړی په لمړیو کی په المان کی د (زرغونه) ګوند غړۍ ؤ سپنتا د ( جندر )په برخه کی د ښځو په ډیره ازادی غوښتنه شهرت درلود پر افغانستان هم المانیانو تپلۍ دی خو د څو کلونو راپدیخوا داسی ښکاری لکه امریکایانو چی خپل کړی وی ځکه هغه امرکایی ډالر او انګلیسی پونډونه چه په پټه په کڅوړو او بکسو کی را وړل کیږی د ده له طریقه ارګ ته لیږدول کیږی لنډه دا چی کرزی هم دده مخ ته په احتیاط ګام پورته کوی. سپنتا د ملی امنیت د شورا د مشر په توګه په پارلمان کی څو جالبو ټکو ته اشاره کړیده هغه وویل د طالبانو سره باید د زاریو نه بلکه د قدرت د موضع څخه خبری وسی. همدا رنګه ده وویل په دولت کی د سولی په نامه ، څه شتون نلری. یقینا دی دوو ټکو ته کتنه اړینه ده.
لمړی: (سوله په زاریو نه کیږی د طالبانو سره باید و قدرت د موضع څخه خبری وسی) د جناب دا ډول څرګندونی پر تکنوکراتانو او دریشی  بی باوری رامنځ ته کوی. دی په سترګو وینی چی امریکا جمع ناټو په خپل ټوله توان د اخرینی جنګی تکنالوژی په کارولو پوره دوولس کاله د طالبانو سره جګره وکړه اخر دی نتیجی ته ورسیدل چی د افغان ولس سره باید د سولی خبری وسی د ناټو سرمنشی په بروکسل کی اضافه تر پنځوسو هیوادو د دفاع وزیرانو ته وویل چی د افغانستان موضوع جګړه ایزه حل لاره نلری . خو سپنتا صاحب وای د قدرت د موضع څخه باید خبری وسی ایا دا دوولس کاله د طالبانو سره د ټوکو د موضع څخه عمل کیدۍ ؟ اوس چی ناټو د وتلو په حال کی ده بل کوم داسی ځواک سته چی تر ناټو دی بهتره د قوت د موضع څخه خبری وکړی او د سپنتا سادستی غرایض ارضا کړی؟ او که مطلب نوی جهاد او کورنۍ جګړی ته اشاره کول دی ،که داسی وی نوهغه خو هم پخوا تجربه سویدی،هغه چی د کورنۍ جګړی قهرمانانو د طالب ږغ د ماهیپر پر غره واوریدۍ  کشر ترمشر د مخه او مشر تر کشر دمخه نه یوازی په منډو کابل خوشی کړ بلکه د ولسی قهر څخه یی ځانونه په د تاجکستان په کولاب کی پټ کړه اوس چی د بهرنیانو د وتلو ګنګوسی دی سپنتا هڅه کوی د جنګی کړیو د خوشاله کیدو لپاره څومره چی قوت لری د طالبانو مخالفت وکړی.
دوهم: د هیواد لنډ تاریخ ښودلی ده چی هر هغه دولت چی د توپکسالارانو مختلفو کړیو، د مختلفو ایډه لوژیو په شراکت جوړکړۍ دۍ که څه هم یو یا دوه بهرنیان د تکنوکراتانو ترنامه لاندی ورسره هم وی بیا هم بی ثباته او د نظریاتی تضادونو ډک دولت وی، سپنتا د دولت ټول هغه دروغ چی تر نن ورځی  یی د سولی او تفاهم په هکله و ولس او نړۍ ته کولی رسوا کړه. هغه په صراحت وویل چی په افغانستان کی د سولی په نامه څه شتون نلری. د سپنتا دا څرګندونی د ولس توجه هغه په سلهاوو ملیونو ډالرو ته را واړوله  چی د سولی شورا یی په ډالری معاشاتو، اخرین ماډل موټرونو او بهرنی سفرونو د کلونو راپدیخوا مصرفوی.د ماډل له مخی دا هغه اخرین ماډل فساد دی چی د دولت رهبرانو په کلونو خپل بهرنی دوستان او افغان ولس غلط کړی وه. کله چی د ربانی زوی صلاح الدین د سولی د شورا ریس وټاکل سو یو بهرنۍ رسنۍ وویل چی ده ته پنځوس زره ډالره تنخواه تعین سویده چی دا تنخوا په نړۍ کی ډیر ولسمشران نلری اما سپنتا وای د سولی په نامه څه شتون نلری. څنګه به ولس د داسی په اصطلاح مشرانو ملاتړ وکړی.
سوله که راسی او که رانسی خو هغه څه چی څرګند دی دادی چی چارواکی اوسنی بهیر وارخطا کړیدی له همدی کبله اپلاکی ځنی ویل کیږی د قطر د دفتر پرانیستل او د سولی په لوری د ګام پورته کیدل جنګسالاران او د هغوی دُعا ګویان د داسی یو عینی خطر سره مخ کړه چی هم پر بهرنی متحدینو بی باوره سوه ، هم پر ولسمشر بدګُمانه سوه او هم د خپلو هغه دونرانو څخه وویریدل چی دوی پټ سپوټوی. اوس چی یی د قطر د دفتر د تړل کیدو واوریدل ډیر خوشاله سوه د دوی په آند امریکا به مجبوره سی تر ابده پیسی وښندی او جګړه وکړی دفساد زمینه به کمافی سابق مساعده وی. یقینا د دوی د فهم اندازه او استعداد همدومره ده فقط کولای سی خپل د پښو سره ځمکه ووینی . دوی نه پوهیږی چی طالبانو د عکس العمل په توګه د امریکا سره خبری وځنډولی او دفتر یی وتړی ، ایا د درک وړ نده چی د نړیوالو په وړاندی د طالبانو دا ډول عکس العمل، د هغوی د قوت او پر حالاتو د حاکمیت بیلګه ده؟ ایا د دفتر تړل به افغان حاکمیت د ستونځو سره مخ نکړی؟ ایا حالات به داسی ایجاب نکړی چی خپله امریکایان د افغان متحدینو په وړاندی موضع ته تغیر ورکړی؟ ایا امریکا به مجبور نسی د فساده ډک حاکمیت له مخی لیری کړی ؟ځکه امریکا په قطعی توګه سوله غواړی اوکه افغان چارواکی نور هم خپل لجاجت ته دوام ورکړی او خنډونه ایجاد کړی یقینا به امریکایان د هغه په وړاندی عمل ته مجبور سی.  په نړی کی هیڅ هیواد تر ابده په اشغال کی ندی پاتی سوی یوه ورځ نه یوه ورځ ازادی د ملتونو په برخه کیږی او استعمار ستړۍ بیرته کور ته ګرځی . خو سپین او تور د تاریخ په زړه کی ثبت کیږی.